د هند د امنیتی ځواکونو په لاس د دوو کشمیریانو وژله
May 31, 2018 12:23 Asia/Kabul
هندی ځواکونو تر خپل کنټرول لاندې په کشمیر کښې په ډزو سره دوه کشمیریان وژلی دی.
زمونږ خبریال راپور راکړی،د هند د پوځ ویاند راجیش کالیا وویل:د کشمیر په هند واړه ځنګل کښې له هندی ځواکونو سره د کشمیریانو په نښته کښې دوه کشمیریان ووژل شول .
کلونه کیږی چې هند په کشمیر کښې د خپلو په زرګونو پوځیانو په دیره کولو سره ډیرې سیمې په خپل کنټرول کښې راوستلی او یوازې په تیرو دریو لسیزو کښې یې ۶۸ زره کشمیریان وژلی دی.
د کشمیر خلک د خپلې سیمې د برخلیک ټاکلو لپاره د ټولپوښتنې د ترسره کولو په هکله د ملګرو ملتو د امنیت شورا دپریکړه لیک اجرا کول غواړی چې هند یې نه منی.