اروپااوجاپان له اسلامی ایران سره دسیاسی اواقتصادی اړیکوپراختیا غواړی
په همداوروستیو کې د امریکا له شتون پرته دایران اوروسیې ،چین او اروپائی اتحادئې د جامعې ایټمی موافقې د لورو په توګه د دغې نړیوالې ایټمی موافقې دساتلو په خاطر سره کوټلی خبرې اترې پیل کړی دی او کلک هوډ ئې کړی څو دا ثابته کړی چې له جامعې ایټمی موافقې د امریکا وتل به په دغې نړیوالې ایټمی موافقې هیڅ اغیزې ونه شیندی .
فارس خبری آژانس راپورورکړ د اروپائی اتحادئې دبهرنی سیاست مسئولې میرمن فډریکا موګرینی او د جاپان خارجه وزیر تارو کانو نن سهار وختی په ټیلیفونی خبرو کې دایران له اسلامی جمهوریت سره د جامعې ایټمی موافقې او اقتصادی اړیکو پر ساتلو ټینګار کړی دی .
میرمن موګرینی په دغو ټیلیفونی خبرو کې روښآنه کړې ، اروپائی اتحادیه به دجامعې ایټمی موافقې اغیزمنې اوبشپړ اجرا ته ژمنه وی .
د فډریکا موګرینی د دفتر داعلامیې په اساس ،اروپایئ اتحادئې د بهرنی سیاست مسئولې ، همداراز د جاپان خارجه وزیر له هغو اقداماتو هم خبر کړ، چې اروپائی اتحادیه به ئې غوره کړی څو له جامعې ایټمی موافقې دامریکا له وتلو وروسته له ایران سره داقتصادی اړیکو له دوامه ډاډ ترلاسه شی .
د جاپان خارجه وزیر تارو کانو هم په دغو ټیلیفونی خبرو کې روښانه کړې ټوکیو دجامعې ایټمی موافقې د اجرا د دوام او له اسلامی ایران سره د اقتصادی اړیکو پراختیا غوښتنه کوی .