سعودی عربستان نن بیا په یمن بریدونه کړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i72482-سعودی_عربستان_نن_بیا_په_یمن_بریدونه_کړی
ایرنا خبری اژانس وایی دیمن په شمال کښې دصعده ولایت په هستوګنو سیمو د سعودی عربستان د تیریګر ائتلاف په نوی توغندوی برید او د توپونو په ډزو کښې یوه (۱)میرمنه ووژل شوه او دوه(۲) نور کسان ژوبل شول .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 01, 2018 09:06 Asia/Kabul
  • دیمن ځايي سرچینو دغه راز په جیزان سیمه کښې د سعودي عربستان د اوو(۷) عسکرو دوژل کیدا خبر ورکړ .
    دیمن ځايي سرچینو دغه راز په جیزان سیمه کښې د سعودي عربستان د اوو(۷) عسکرو دوژل کیدا خبر ورکړ .

ایرنا خبری اژانس وایی دیمن په شمال کښې دصعده ولایت په هستوګنو سیمو د سعودی عربستان د تیریګر ائتلاف په نوی توغندوی برید او د توپونو په ډزو کښې یوه (۱)میرمنه ووژل شوه او دوه(۲) نور کسان ژوبل شول .

توغندوی برید او دتوپونو ډزو زیات مالی تاوانونه رسولی دی  .

دسعودی عربستان جنګی الوتکو دغه راز دیمن په شمال لویدیځ کښې په عمران(Amran) ولایت کښې په حرف سفیان ښارګی هم بمبارۍ وکړه .

بلې خوا د یمن دپوځ توپونو هم د سعودی عربستان په جنوب کښې په جیزان کښې د «برج المهدف» اډې او په المخبره کښې دعسکرو په مرکزونو حملې وکړې او دغو پوځی مرکزونو او اډو ته یې  مالی تاوانونه ورسول .

دیمن ځایی سرچینو دغه راز په جیزان سیمه کښې د سعودی عربستان د اوو(۷) عسکرو دوژل کیدا خبر ورکړ .

سعودی عربستان د امریکا ، انګلستان، متحده عربی اماراتو، اردن او داسرائیلو په هراړخیزه ملاتړ سره له ۲۰۱۵ میلادی کال راهسې دیمن پرضد حملو او بمباریوته دوام ورکړی او دیمن عسکر هم د تیریګرو هیوادونو حملو ته په غبرګون کښې کله نه کله د سعودی عربستان په داخل او دغه راز دیمن دننه د ال سعود رژیم په مرکزونو او اډو حملې کوی .