اروپای اتحادیې د اسرائیلو ښارګیو جوړول وغاندل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i72494-اروپای_اتحادیې_د_اسرائیلو_ښارګیو_جوړول_وغاندل
اروپایی اتحادیې دفلسطین په نیواکی ټاټوبو کښې دصهیونیسټ رژیم سلطه غوښتنه او د ښارګیو دجوړولو دوام وغاند .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 01, 2018 11:09 Asia/Kabul
  • داسرائیلو رژیم کوي چې په فلسطیني سیمو کښې خپله سلطه تثبیت کړي .
    داسرائیلو رژیم کوي چې په فلسطیني سیمو کښې خپله سلطه تثبیت کړي .

اروپایی اتحادیې دفلسطین په نیواکی ټاټوبو کښې دصهیونیسټ رژیم سلطه غوښتنه او د ښارګیو دجوړولو دوام وغاند .

داروپایی اتحادیې د خارجی اړیکو شورا وویل د فلسطینیانو دکورونو د ړنګولو په سیوری کښې په لویدیځې غاړې کښې د نویو ښارګیو دجوړولو لپاره د صهیونیسټ رژیم اقدام په فلسطین کښې د دایمی شخړې او دنیواک سبب کیږی .

اروپایی اتحادیې ټینګار وکړ دغه اتحادیه په ښارګی جوړولو کښې د صهیونیسټ رژیم د بیا کتنې او له خپلو کورونو د فلسطینیانو په زوره ایستلو او یا دهغوې دکورنیو له ړنګولو او نیولو سره مخالفه ده ځکه چې دغه کار دنړیوالو قوانینو خلاف دی .

داسرائیلو رژیم د فلسطینی ځمکو په نیولو اوهلته د صهیونیسټ میشته ښارګیو په جوړولوسره د فلسطینی سیمو د جفرافیایی جوړښت دبدلولو او دغو سیمو ته دصهیونیسټی څیرې د ورکولو کوشش کوی چې په فلسطینی سیمو کښې خپله سلطه تثبیت کړی .