د غبرګولي د دولسمې نیټې ورځپاڼې
د تهران راډیو مینه والو دا دی یوځل بیا مو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام برابر کړی دی. په دې پروګرام کښې له معمول سره سم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه درسره شریکوو. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
نن د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې اطلاعات ورځپاڼه راخلو چې په خپل وړومبي مخ یې د فارسي ژبي شاعرانو او استاذانو په کتنه کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر وینا ته خپل وړومبی خبر ځانګړی کړی او د دوي له قوله یې لیکلي دي: د اخلاقي فضائلو د دودولو لپاره د خبرواترو د غونډو د جوړولو ضرورت دی.
د خبر په تفصیل کښې لولو چې د حضرت امام حسن مجتبی علیه السلام د ولادت په شپه د فارسي ادب یوه ډله استاذانو او شاعرانو د اسلامي انقلاب له معظم رهبر سره ملاقات وکړ.
په دغه ملاقات کښې حضرت آیت ا... العظمی خامنه اي د عدالت، مقاومت او د اخلاقي فضائلو د دودولو په شان مسائلو په لړ کښې د خبرواترو غونډې او بهیر جوړونه د شاعرانو یوه بله دنده وبلله او زیاته یې کړه: فارسي شعر تل له حکمت او اخلاقو ډک او د تفکر او هیلې په تولید او ژورتیا کښې رول لوبونکی پاتې شوی دی.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي د فارسۍ شعر، د تاریخ په اوږدو کښې یو پاک او محجوب شعر وباله او ټینګار یې وکړ: هڅه وکړئ چې د فارسي په شعر کښې دا عفت او پاکي همدغه شان خوندي او پایداره پاتې شي.
**
د تهران چاپ افکار ورځپاڼې بیا خپل وړومبی خبر د تهران د جمعې لمانځه خطبو ته ځانګړی کړی او د تهران د پروني خطیب حجت الاسلام و المسلمین سید محمد حسن ابوترابی فرد د یو انځور ترڅنګ یې په غټو ټکیو لیکلي دي: له دوه قطبي جوړونې باید ډډه وکړو.
خبر زیاتوي چې د تهران د جمعې لمانځه موقته امام وویل: د اسلامی مقاومت جبهه هره ورځ له تاندوالی ډک د امریکا او دسلطې د نظام په وړاندې رول لوبوی .
هغه دایران داسلامی نظام او داسلامی امت د بریالیتوبونو په وړاندې د دښمن ګواښونو ته په اشارې سره وویل څرنګه چې استکباری نړۍ په سیمه کښې د خپلو ناجایزو ګټو د تامینولو لپاره ولاړه ده او د اسلام او دایران داسلامی انقلاب دتفکر په نفوذ اندیښمنه ده اسلامی مقاومت باید په خپله لاره کښې ثابت قدم ووسی .
دتهران دجمعې لمانځه خطیب حجت الاسلام والمسلمین سید محمد حسن ابوترابی فرد په دې خبرې سره چې د اسلامی امت د فلسطین، یمن، عراق او لبنان د ملتونو پیوستون د ایران داسلامی انقلاب او د اسلامی انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د لارښوونو په سیوری کښې رامینځته شوی دی، وویل: اسلامی ایران په ټول توان سره د امریکا د زیات غوښتنې په وړاندې ولاړ دی او په پریکنده توګه به اسلامی آیډیالونو ته ورسیږی .
ابوترابی فرد په سیمه کښې د ایران د اسلامی جمهوریت اوسنی قدرت له بل هر وخت څخه زیات وباله او جوته یې کړه: په سیمه په تیره بیا سوریې ، عراق ،لبنان او یمن کښې دامریکا دګوډاګیانو د نورو په استازی توب جنګونو د امریکا زوال چټک کړی دی .
هغه په دې خبرې سره چې امریکې نن سبا له اسلامی امت سره د مقابلې توان له لاسه ورکړی دی وویل: امریکا بیا بیا له اسلامی امت او اسلامی مقاومت څخه د ګوزار خوړلو په حال کښې ده .
دتهران دجمعې لمانځه خطیب ابوترابی فرد دغه راز داسلامی امت ننی وحدت د حضرت امام خمینی رحمت ا... علیه د غبرګولی دمیاشتې دپینځلسمې(۱۵) نیټې د پاڅون نتیجه وبلله او ویې ویل: د ایران د اسلامی جمهوریت ستر بنسټګر حضرت امام خمیني رحمت ا... علیه د استکبار په مقابل کښې د نړۍ دملتونو د دریدا لاره هواره کړه .
**
خو جمهوري اسلامي ورځپاڼې بیا په خپل غټ سرټکي کښې لیکلي دي: د فلسطین خلک په ډیره پرتمینه توګه د قدس د ورځې د نمانځلو تیارۍ کوي.
د خبر په تفصیل کښې راغلي چې د قدس د نړیوالې ورځې په رانزدې کیدو سره د نیواکي فلسطین حال و هوا ځانګړي شرایط پيدا کړي او د فلسطین په خلکو کښې د نیواکګرۍ ضد روحیه سخته شوې ده. رپورټونه وايي چې د فلسطین مختلفې سیمې په لاپراخه او پرتمینه توګه د قدس د ورځې د مراسمو ترسره کولو ته چمتو کیږي.
همداشان دا خاص حالات د صهیونیسټانو د ویرې سبب شوي او صهیونیسټي رژیم له راتلونکو پیښو او د فلسطینیانو د اعتراضاتو له اوج اخیستو سره د مقابلې لپاره امنیتي تدابیر ورځ په ورځ زیاتوي.
په همدې لړ کښې پرون په مسجدالاقصی کښې د جمعې په لمانځه کښې لکونو خلکو ګډون وکړ.
خبر زیاته کړې چې د صهيونېسټانو د امنيتي تدابيرو باوجود له دوه لکه اوياو زرو نه زياتو فلسطينيانو په مسجدالاقصي کښې د روژې د مبارکې مياشتې د دريمې جُمعې په نمانځه کښې ګډون وکړ.
د قدس ښار د جُمعې له سحر څخه د صهيونېسټو فوځيانو په پراخه شتون سهر په يو فوځي کېمپ بدل شوے ؤ.
د صهيونېسټو فوځيانو د سختو تدابيرو او له څلوېښتو کلونو د کم عمره سړيو له داخلېدو څخه د مخنيوي باوجود د اردو د سيند د لويديځې غاړه له دوه لکه اويا زرو نه زياتو فلسطيني نمونځګزاري او روژتيان مسجدالاقصی ته په رسېدو کښې کامياب شول.
د روژې د مبارکې مياشتې په وړومبۍ جمعه يو لک شل زرو فلسطينيانو په دويمه جمعه تقريباً دوو لکو فلسطينيانو د مسجدالاقصي د جُمعې په نمانځه کښې ګډون کړے ؤ.
د مسجدالاقصی خطيب پرون د جُمعې په خطبو کښې وويل ځيني عربي او اسلامي هېوادونه د فلسطينيانو له دښمنانو څخه په پېروۍ سره د پېړۍ د معاملې په شان يو لړ تجويزونه وړاندې کوي.
شېخ عکرمه صبري زياته کړه دغه طرح هم هغه په امريکائي جامه کښې د نيواکګرو پلان دے.
**
کابل چاپ:
د کابل ورځپاڼو نن تر ډېره له طالبانو سره د سولې د خبرو له پاره پر وروستیو تماسونو او په دې اړه پر روانو هڅو او د امریکا پر دریځ بحثونه کړي دي.
سرخط:
سرخط ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د قوماندان پر وروستیو څرګندونو بحث کړی او لیکلي دي چې جنرال نېکلسن د یو ویډیو کنفرانس له لارې له هغو خبرو پرده پورته کړه چې طالبانو په پټه له افغان حکومت او امریکایانو سره پیل کړي دي.
ورځپاڼې لیکلي دي چې د امریکایي جنرال ترڅنګ د طالبانو ځینې مشران، حکومت او د حزب اسلامي مشران ټول وایي چې طالبان سولې ته راځي.
ورځپاڼه لیکي، که د دوی خبره رښتیا وي او طالبان سولې ته راځي، نو دا سوله د سولې د عالي شورا کار نه دی، باید په جدي سترګه ورته وکتلای شي او کوټلي ګامونه واخستلای شي.
ورځپاڼې وړاندې دا باور څرګند کړی دی چې سوله یو ذبیح ا... مجاهد او په حکومت کې شاملې جګړه مارې ډلې نه کوي.
ورځپاڼه لیکي چې مجاهد به بیا هم د امتیازاتو لپاره د سولې په ملاتړ اعلامیه خپره کړي، خو په کابل کې د مرمیو ضد موټرو کې سپاره زورور به هیڅ کله هم طالب پرې نه ږدي چې سولې ته غاړه کېږدي.
ورځپاڼې په پای کې حکومت او امریکایانو ته سپارښتنه کړی چې لومړی دې له دغو ښکرورو سره یا سوله وکړي او یا دې ورسره حساب تصفیه کړي، د طالب لپاره بیا لاره پاکېږي، یا به سوله کوي او یا به مري.
ملي ارمان:
ملي آرمان ورځپاڼې بیا د جنرال نېکلسن څرګندونو ته په اشارې په خپله سرلیکنه کې لیکلي دي چې د امریکایي جنرال لخوا دا خبرې داسې مهال شوي دي چې طالبانو د افغان حکومت د سولې وړاندیز رد کړی دي او ویلي دي چې له افغان حکومت سره خبرې په حقیقت کې د دوی د تسلیمېدو په معنی به وي.
ورځپاڼې وړاند د جنرال نېکلسن په حواله لیکلي دي چې له طالبانو سره په دې پټو خبرو کې د ناټو ډیپلوماټان او د ځینو نړیوالو سازمانونو استازي هم شامل دي.
خو ورځپاڼې د ځینو کتونکو په حواله لیکلي دي چې طالبانو نه له حکومت سره خبرې کړي دي او نه هم دا خبرې روانې دي، بلکه دا خبرې له هغو طالبانو سره کېږي چې بی واکه دي او پرېکړه یې په افغانستان کې د جګړې په حالت کې کوم بدلون نه راولي.
ورځپاڼې دا باور څرګند کړی دی چې طالبان او نور ترهګرې ډلې د سیمې د استخباراتو او په تېره بیا د پاکستان د استخباراتو د لاس اله ده او تر هغو چې د پاکستان پوځیان پرېکړه ونه کړي، طالبان له افغان حکومت سره د خبرو واک نه لري.
ورځپاڼې د خپل بحث په پای کې لیکلي دي چې له بې واکه طالبانو سره خبرې کومه نتیجه نشي لرلی، ځکه په تېر وخت کې هم داسې خبرې شوي دي.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې بیا له طالبانو سره د تماسونو په اړه د جنرال نېکلسن خبرو ته په اشارې لیکلي دي چې امریکا له پاکستانه پرته له طالبانو سره د سولې خبرې کوي او دا ځکه چې امریکا اوس پوه شوې چې د افغان سولې بهیر تل د پاکستان لخوا ګډوډ شوی دی.
ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تېره اوونۍ له طالبانو سره د سولې له پاره د واشنګټن له نوی ستراتیژۍ پرده پورته کړه او ویې ویل، دوی هڅه کوي چې په طالبانو کې مناسبه رهبري ومومي.
ورځپاڼې لیکلي دي چې مایک پامپیو د کانګرس غونډې ته په خپلو خبرو کې وویل، هڅه داده چې د فشار ټول عناصر وکارولی شي، څو طالبان د سولې خبرو ته غاړه کېږدي.
ورځپاڼې له پاکستانه پرته له طالبانو سره د سولې د خبرو هڅو ته په اشارې لیکلي دي چې د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ اړیکې خرابې دي، خو امریکا کولای شي چې سوله وکړي او په دی برخه کې د پاکستان مخالفتونه هم دفع کړي.
افغانستان ما:
افغانستان ما ورځپاڼې هم خپله سرلیکنه له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره د تماسونو په اړه د جنرال نېکلسن پر خبرو بحث کړی دی.
ورځپاڼې لیکلي دي چې د سولې لپاره په تېرو کلونو کې هم زیاتې هڅې شوي دي، خو نتیجه صفر وه او ولس د مرګ ژوبلې ماسوا بل څه نه دي لیدلي.
ورځپاڼې لیکلي دي، افغانان چې له څو لسیزو راهیسی د جنګ په اور کې سوځي د سولې غوښتونکي دي او که طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کېښني او د هېواد د ګټو او لاس ته راوړنو په رڼآ کې سوله کوي، نو بې له شکه چې خلک یې ملاتړ کوي.
********//////*********