دچین پوځی چارواکی په امریکا سخته نیوکه وکړه
-
دسیمې ډیر کارپيژاندي باوري دي امریکا کوشش کوي دچین په جنوبي سمندر کښې په خپل غیر قانوني شتون سره دغه سیمه ناامنه کړي .
زمونږ خبریال راپور راکړی د چین لوړرتبه پوځی چارواکی جنرال هی لی (He Lei) د چین دجنوبی سمندر په اړه دامریکا د دفاع وزیر جیمز ماټیس (James Mattis)څرګندونې غیر مسولانه وبللې .
هغه دامریکا ددفاع وزیر څرګندونو ته په غبرګون کښې وویل دنورو هیوادونو لخوا هر ډول غیر مسولانه څرګندونې د چین په کورنیو چارو کښې لاسوهنه او د پیکینګ له نظره د نامنلو وړ چاره ده .
د امریکا دفاع وزیر جیمز ماټیس پرون په سینګاپور کښې د اسیا ()په امنیتی غونډې کښې دچین چارواکو ته په تلویحی خبرداری کښې وویل هیڅ هیواد باید د چین په جنوبی سمندر سلطه پیدا نکړی .
د چین دجنوبی سمندر پر سر د امریکا او د چین ترمینځ تاوتریخوالی زیات شوی دی .
امریکا په تیرو میاشتو کښې دچین جنوبی سمندر ته جنګی کشتۍ استولی وی چې ددغو جزیرو دمالکیت په هکله د پیکینک ادعاګانې له چیلنج سره مخ کړی .
چین تقرییا د ټول جنوبی سمندر د مالکیت ادعا کوی او دغه راز فیلپین ، مالیزیا ، برونایی، ویټنام او تایوان هر یو(۱) د چین دجنوبی سمندر دیوې برخې د مالکیت ادعا لری .
دسیمې ډیر کارپیژاندی باوری دی امریکا کوشش کوی دچین په جنوبی سمندر کښې په خپل غیر قانونی شتون سره دغه سیمه ناامنه کړی .