دیمن عسکرو د عربستان یوشمیر ګوډاګیان ووژل
Jun 03, 2018 00:54 Asia/Kabul
-
دسعودي عربستان حملو دیمن خلک دخوراکي موادو او درملو له سخت کمښت سره مخامخ کړی دی .
ایرنا خبری اژانس وایی دیمن په شمال او لویدیځ کښې په عملیاتی سیمو کښې د سعودی عربستان ائتلاف ته اړونده یوشمیر ګوډاګیان هلاک شول .
د سعودی عربستان دائتلاف دغه ګوډاګیان د ولسی کمیټیو او د پوځ په عملیاتو کښې دیمن په لویدیځو سواحلو او د سعودی عربستان په جنوب کښې په جیزان او عسیر سیمو کښې د سعودی عربستان د ائتلاف دځواکونو د پرمختګ د مخنیوی په وخت هلاک کړې شول .
د یمن پوځ او ولسی کمیټیو دغه راز په دغو عملیاتو کښې دسعودی عربستان په جنوبی سرحدونو کښې په پراتو عملیاتی سیمو کښې دعربستان دپوځ اوه (۷)پوځی ګاډی ویجاړ کړل .
دیمن پرضد دسعودی عربستان او دهغه د ملګرو هیوادونو حملو او بریدونو چې له ۲۰۱۵ میلادی کال راهسې دوام لری د هیواد خلک دخوراکی موادو او درملو له سخت کمښت سره مخامخ کړی دی .
ټیګونه