امریکا د اوو صنعتی هیوادونو په ډله کښې منزوی شوی
-
کاناډا دتجارت نړیوالې موسسې او د شمالي امریکا د ازاد تجارت د توافق کمیټۍ ته شکایت کړی
ایرنا خبری اژانس وایی د اوو صنعتی هیوادونو (The Group of Seven or G7)په ډلې کښې دامریکا شپږو(۶) شریکو هیوادونو په یوې (۱)ګډې بیانیې کښې د واشنګټن په یو اړخیزه تجارتی اقداماتو اندیښه څرګنده کړه او دامریکا په مقابل کښې یې د پریکنده اقدام د ترسره کولو غوښتنه وکړه .
په کاناډا کښې د اوو صنعتی هیوادونو د اقتصاد د وزیرانو دغونډې په پاې کښې د جرمنی ، انګلستان، ایټالیا ، جاپان ، فرانسې او دکاناډا د اقتصاد وزیرانو په دغه ګډې بیانیې کښې دامریکا په تجارتی سیاستونو ناهیلی ښودلی ده او دامریکا د خزانې له وزیر اسټیو ټرنر منوچین (Steven Terner Mnuchin) څخه یې غوښتی دی چې زمونږ اندیښنه ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته ورسوی .
دغه بیانیې د فولادو او د الومینیوم (steel and aluminum)په وارداتو د نویو تعرفو او مالیاتو دلګولو لپاره دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فیصلې په وړاندې پریکنده اقدام ضروری وباله .
په کاناډا کښې د اوو صنعتی هیوادونو د اقتصاد دوزیرانو غونډه د ګمرګ د تعرفو په زمینه کښې د امریکا د ولسمشر ټرمپ د فیصلې له اعلان څو ورځې وروسته ترسره شوه .
دامریکا د سوداګرۍ وزیر ویلبر راس(Wilbur Ross) د می دمیاشتې په پینځویشتمه(۱۵) نیټه د اروپایی اتحادیې ، دکاناډا او دمیکسیکو د الومینیومو او فولادو (steel and aluminum)په تولیداتو نوی تعرفی او مالیات ولګول او ویې ویل دغه مالیات به دجون دمیاشتې له لومړۍ(۱) نیټې څخه اعمالیږی .
اروپایی اتحادیې هم په الومینیومو او فولادو د امریکا د ګمرک د تعرفو له لګولو سره دمقابلې لپاره د تجارت نړیوالې موسسې ډبیلو ټی او (World Trade Organization)ته شکایت کړی دی .
کاناډا هم په همدې زمینه کښې دتجارت نړیوالې موسسې او د شمالی امریکا د ازاد تجارت د توافق کمیټۍ (North American Free Trade Agreement) ته شکایت کړی او میکسیکو هم د متقابلو اقداماتو د ترسره کولو ژمنه کړی ده .