د انسان په جسم کښې دوه اعصابه وی
Jun 03, 2018 03:17 Asia/Kabul
-
دانسان په بدن کښې دوهم(۲) اعصاب په کاملې ازادۍ او خپلواکۍ سره کار کوي .
زمونږ خبریال وایی د انسان په بدن کښې یو (۱)نه بلکې دوه (۲)اعصاب یا دماغ وی .
دا خبره د اسټرالیا هیواد د فلنډر پوهنتون دسائنس پوهانو په یوه(۱) تحقیق کښې معلومه کړی ده .
داسټرالیا سائنس پوهانو وویل دانسان په بدن کښې دوهم(۲) اعصاب په هغه لاره کښې وی چې له معدې لاندې ده .
دغه اعصاب الیکټرونیکی څپې د خوراک د لارې لاندې ته بیایی او د کولمو په غږمله کولو سره له بدن څخه د فضولو شیانو په خارجولو کښې مرسته کوی .
داسټرالیا سائنس پوهانو وویل چې دانسان په بدن کښې دوهم(۲) اعصاب په کاملې ازادۍ او خپلواکۍ سره کار کوی او هغه له دماغو یا حرام مغز سره هیڅ اړیکه او ارتباط نلری .
داسټرالیا دسائنس پوهانو په دغه نوی تحقیق سره به د انسان دخوراک له لارو سره په اړونده ناروغیو معلومیدا او درملنه کښې ډیره مرسته وشی .