روان کال دعربستان پرضد دتوغندیو د ویشتلو کال دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i72690-روان_کال_دعربستان_پرضد_دتوغندیو_د_ویشتلو_کال_دی
ایسنا خبری اژانس وایی د یمن د انصار الله غورځنګ دسیاسی شورا مشر مهدی المشاط په دې خبرې ټینګار سره چې د لوړې سیاسی شورا د پخوانی مشر صالح الصماد لاره دوام لری وویل
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 04, 2018 10:09 Asia/Kabul
  • انصار الله به په عربستان دتوغندیو ویشتلو ته دوام ورکړي .
    انصار الله به په عربستان دتوغندیو ویشتلو ته دوام ورکړي .

ایسنا خبری اژانس وایی د یمن د انصار الله غورځنګ دسیاسی شورا مشر مهدی المشاط په دې خبرې ټینګار سره چې د لوړې سیاسی شورا د پخوانی مشر صالح الصماد لاره دوام لری وویل

هماغه ډول چې الصماد ویلی وو روان میلادی کال به د بلاسټیک توغندیو کال وی او انصار الله به په عربستان دتوغندیو ویشتلو ته دوام ورکړی .

مهدی المشاط په دې خبرې سره چې په پوځ د دیمن ددفاع وزارت اعتماد باید  پیاوړی شی په هیواد کښې  د ولسی بسیج د دوام ، د پوځ د رول دپیاوړتیا او له ټولو خلکو د ملاتړ په اهمیت ټینګار وکړ