امریکا د نړۍ دهیوادونو په انتخاباتو کښې لاسوهنې کړی
-
امریکا تل د ماسکو په کورنیو چارو کښې د لاسوهنې اراده لرلي ده .
د رشیا ټوډې ټیلی ویژن د راپور پراساس د امریکا د ملی استخباراتو د ادارې پخوانی مدیر جیمز کلیپر (James Clapper) د ټولې نړۍ په یو اتیا (۸۱)انتخاباتو کښې د هیواد جاسوسۍ ادارې سی ایی ای(Central Intelligence Agency) لاسوهنې خبر ورکړ .
هغه وویل سی ای ای(Central Intelligence Agency) دتاریخ په اوږدو کښې د نورو هیوادونو په انتخاباتو کښې ټګی کړی ، نفوذ یې اعمال کړی او حتی دنورو حکومتونو د نسکورولو سریزې یې برابرې کړی دی .
څیړنې وایی چې سترو قدرتونو له نولس سوه شپږڅلویښتم(۱۹۴۶) میلادی کال راهسې تر دوه زرم (۲۰۰۰)میلادی کال پورې دبهرنیو هیوادونو په یوسل اولسو (۱۱۷)انتخاباتو کښې لاسوهنې کړی دی او په دې مینځ ومان کښې امریکا ترټولوزیات دنورو هیوادونو په چارو کښې لاسوهنې کړی دی .
د رشیا ټوډې ټیلی ویژن راپور وایی چې په دغو کلونو کښې دامریکا جاسوسۍ ادارې سی ایی ای(Central Intelligence Agency) د اوه څلویښتو(۴۷) هیوادونو په یواتیا(۸۱) انتخاباتو کښې لاسوهنې کړی دی .
رشیا ټوډې ټیلی ویژن زیاته کړه امریکا په داسې شرایطو کښې د ۲۰۱۶ میلادی کال په انتخاباتو کښې د روسیې د لاسوهنې موضوع مطرح کوی چې سندونه وایی امریکا تل د ماسکو په کورنیو چارو کښې د لاسوهنې اراده لرلی ده .