د قدس آزادی د ایران او درستومسلمانانو سپیڅلی آرمان دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i72834-د_قدس_آزادی_د_ایران_او_درستومسلمانانو_سپیڅلی_آرمان_دی
د ایران اسلامی انقلاب د ارواښاد لارښود حضرت امام خمینی په نوښت سره دروژې د مبارکې میاشتې وروستۍ جمعه دقدس نړیواله ورځ نومول شوی ده چې دایران پشمول په درستې اسلامی نړۍ او نورو نړیوالو هیوادونو کې په ډیر پرتم سره لمانځل کیږی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 07, 2018 07:55 Asia/Kabul
  •   د قدس آزادی د ایران او درستومسلمانانو سپیڅلی آرمان دی

د ایران اسلامی انقلاب د ارواښاد لارښود حضرت امام خمینی په نوښت سره دروژې د مبارکې میاشتې وروستۍ جمعه دقدس نړیواله ورځ نومول شوی ده چې دایران پشمول په درستې اسلامی نړۍ او نورو نړیوالو هیوادونو کې په ډیر پرتم سره لمانځل کیږی .

زمونږخبریال راپورراکړ داسلامی ایران  ولسمشر حسن روحانی  نن د قدس دنړیوالې ورځې په درشل کې  په یوه پیغام کې  سږکال د قدس و رځ  دخاصو ځانګړنو لرونکی وبلله  او زیاته ئې کړه،سږکال پر دې سربیره  چې  د فلسطین د ټاټوبی دنیواک اویاکلنه کلیزه  ده،ددې شاهدان یوو چې  بیت المقدس ، د نیواکګر صهونیسټی رژیم  دپلازمینې  په توګه دامریکا له خوا د درستو نړیوالو قوانینو او مقرراتو دخلاف ورزیو په اپوټه،  د درستو مسلمانانو  د احترام وړ پیژندل شوی دی .

 ډاکټر روحانی ټینګار کړی ،  سږکال  همداراز  دفلسطین پر مظلوم ولس په تیره بیا په ماشومانو او ښځ، لازیات ظلمونه او جنایتونه روان دی ،  او  له بلې خوا په تیرو میاشتو کې  د ا یران د ستر ملت دګټو په ضد  دهلوځلو او له ایرانه د ویرولو لپاره د صهونیسټ رژیم  دمشرانو  سفرونه  هم زیات شوی دی .

 هغه ټینګار کړی ، دایران درست ملت  د قدس  ورځې په میلیونی لاریون کې  په  ولولناک شتون  سره ، غاصب  صهونیسټی رژیم ته دغه پیغام  ورکوی   چې  د قلسطین ټاټوبی او قدس شریف  ئې هیر کړی نه دی  او  د قدس شریف آزادی  هماغه راز د ایران  دملت اودرستو مسلمانانو  یو مقدس آرمان دی .

 حسن روحانی جوته کړې ،   هغه ورځ لیرې نه ده چې  دفلسطین شریف ملت  خپلو کورونو ته بیرته ستون شی  او مسلمانان  د لومړنۍ قبلې  په توګه په قدس کې لمونځ  قایم کړی .

 د ایران اسلامی انقلاب د ارواښاد لارښود  حضرت امام خمینی  په نوښت سره  دروژې دمبارکې میاشتې  وروستۍ جمعه  دقدس نړیواله ورځ نومول شوی  ده  چې دایران  پشمول په درستې اسلامی  نړۍ او نورو نړیوالو هیوادونو کې په ډیر پرتم سره لمانځل کیږی .