بقایي: امریکا درېیم ځل له ډیپلوماسۍ سره خیانت وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i175638-بقایي_امریکا_درېیم_ځل_له_ډیپلوماسۍ_سره_خیانت_وکړ
پارس ټوډی - د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي امریکا د اسلام‌آباد د تفاهم‌لیک په ښکاره او جدي نقض سره درېیم ځل له ډیپلوماسۍ سره خیانت وکړ.
(last modified 2026-07-27T07:39:22+00:00 )
Jul 27, 2026 12:06 Asia/Kabul
  • د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي
    د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي

پارس ټوډی - د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي امریکا د اسلام‌آباد د تفاهم‌لیک په ښکاره او جدي نقض سره درېیم ځل له ډیپلوماسۍ سره خیانت وکړ.

د پارس ټوډی د راپور له مخې، چې د صدا او سیما خبري اژانس له قوله خپور شوی، اسماعیل بقایي د اتریش له ORF ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې وویل، د اسلام‌آباد تفاهم‌لیک یو اوږد او پېچلی سند نه دی، بلکې د ۱۴ مادو لرونکی لنډ تفاهم‌لیک دی او ټولې نړۍ تمه لرله چې لږ تر لږه دا ځل به امریکا خپلو ژمنو ته وفاداره پاتې شي، خو هغه څه چې امریکا ترسره کړل، د دې هوکړې د بېلابېلو مادو ښکاره او جدي نقض و او په دې سره د درېیم ځل لپاره له ډیپلوماسۍ سره خیانت وشو.

هغه په دې ټینګار سره چې ایران د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د خوندي تګ راتګ لپاره خپلې ټولې ژمنې عملي کړې دي، وویل چې د هرمز تنګي د اوسني وضعیت مستقیم مسئول د امریکا اقدامات دي.

 

واشنګټن او تهران د ډیپلوماټیکو کانالونو له لارې د پیغامونو تبادله کوي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د ایران او نورو لورو ترمنځ د ډیپلوماټیکو کانالونو د وضعیت په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، له امریکایانو سره د پیغامونو تبادله روانه ده.

هغه ټینګار وکړ چې په اوسنیو شرایطو کې د تهران اصلي لومړیتوب د ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او د امریکایي جګړه‌ییزو جنایتونو پر وړاندې د ایراني وګړو ساتنه ده.

ویاند زیاته کړه، منځګړي خپل رول ترسره کوي، خو له دې امله چې ایران تر بمبارۍ او پوځي بریدونو لاندې دی، اصلي تمرکز پر ملي مقاومت او دفاع دی.

 

د هرمز تنګي د وروستیو ګډوډیو مسئولیت

بقایي د هرمز تنګي د وروستیو ګډوډیو د عامل په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ټینګار وکړ، ایران له څو لسیزو راهیسې د ښه نیت له مخې د دې ستراتیژیکې سمندري لارې او د فارس خلیج امنیت تأمین کړی، سره له دې چې په اوږدو کلونو کې تر سختو بندیزونو لاندې و.

هغه د وروستیو پېښو په اړه د ایران هر ډول رول رد کړ او ویې ویل، ټولې اوسنۍ ګډوډۍ د فبرورۍ له ۲۸مې نېټې راهیسې د امریکا او اسرائیلو د یرغل مستقیمه پایله ده، دا موضوع نه شي نادیده کېدای.

بقایي ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید درک کړي چې ایران باید د نورو د ناسمو اقداماتو له امله ونه غندل شي.

 

امریکا د ایران د شتمنیو د آزادولو ژمنه هم نقض کړه

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د ایران د کنګل شویو شتمنیو د آزادولو په اړه د امریکا د ژمنې د عملي کولو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، دا بهیر په بشپړه توګه درېدلی دی.

هغه په ټینګار سره وویل، دا شتمنۍ د ایران خپلې دي او د امریکا مالي مرسته نه ګڼل کېږي.

بقایي زیاته کړه، واشنګټن مکلف و چې ایران ته خپلو شتمنیو ته د ازاد لاسرسي زمینه برابره کړي، خو یو ځل بیا یې د بدعهدۍ له امله د تفاهم‌لیک ټولې مادې، د دې مادې په ګډون، تر پښو لاندې کړې.

 

د سیمې د سولې راتلونکی

بقایي وویل، ایرانیانو هېڅکله جګړه نه ده غوښتې، بلکې پرې برید شوی دی، او ایران د خپل ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او عزت د دفاع لپاره کلک هوډ لري.

هغه د سیمې د سولې د راتلونکي په اړه وویل، تر هغو چې داسې ځواکونه شتون ولري چې تل د جګړې په لټه کې وي او د هغه په وینا، یو «نسل‌وژونکی رژیم» په تېرو اتو لسیزو کې د سیمې د هېوادونو پر ضد جګړې پیل کړې وي، سولې ته رسېدل اسانه نه دي.

 

د بشري حقونو په اړه د لوېدیځ د ادعاوو په اړه د ایران لید

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار وکړ، اروپا نه شي کولای له یوې خوا په ایران کې د بشري حقونو په اړه نصیحت وکړي او له بلې خوا په اشغال شوې فلسطین کې د نسل‌وژنې پر وړاندې چوپ پاتې شي.

هغه د اروپایي هېوادونو د خبرو او عمل ترمنځ د همغږۍ غوښتنه وکړه او ویې ویل، هغوی نه شي کولای د څو مجرمانو د اعدام په اړه اندېښنه وښيي، خو په میناب او لامرد ښارونو کې د ایراني ماشومانو او محصلانو د وژل کېدو پر وړاندې چوپ پاتې شي.