د ایران د بهرنیو چارو وزارت دوه فرانسوي ډیپلوماتان «ناخوښ عناصر» وپېژندل
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو ادارې د دوو فرانسوي ډیپلوماتانو د «نامطلوبو عناصرو» په توګه د معرفي کولو په اړه یوه خبرتیا خپره کړې ده.
د ایرنا د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو ادارې په دې خبرتیا کې ویلي دي «په تهران کې د فرانسې په سفارت کې د دوو کارکوونکو له لورې د نړیوال قانون، په تیره بیا د ۱۹۶۱ کال د ډیپلوماټیکو اړیکو د کنوانسیون، خلاف فعالیتونو ته په پام سره، او دې ته په کتو چې د هغوی د ناقانونه کړنو له افشا کېدو څو اوونۍ تېرې شوې، خو د هغوی د چلند د سمولو او د ورته کړنو د بیا تکرار د مخنیوي لپاره د فرانسې د حکومت له لوري هېڅ اقدام نه دی لیدل شوی، د ایران د بهرنیو چارو وزارت دغه دوه کسان نامطلوب عناصر پېژني او پر همدې اساس ایران ته د هغوی پر داخلېدو بندیز لګېږي.