په نړۍ کښې د ترهګرۍ اصلی عامل څوک دی ؟
-
اسلامي او عربي هیوادونو په تیره بیا سعودي عربستان داسلامي هیوادونو دګټو پرضد اقدامات پیل کړي او په ښکاره ډول د دښمن په کیمپ کښې ورغلي دي .
زمونږ خبریال وایی په ناټو کښې دامریکا دائمی استازی میرمن کی بیلی هاچیسون چې پرون یې د بیلجیم هیواد په پلازمینې بروکسل کښې دناټو دغړیو هیوادونو د دفاع وزیرانو د دوه (۲)ورځنۍ غونډې په درشل کښې یوه (۱)خبری کانفرنس ته وینا کوله
په افغانستان کښې له ترهګرۍ سره په مبارزې ټینګار وکړ او ویې ویل په افغانستان کښې به د ناټو ماموریت هماغه راز دوام ولری .
هغې وویل دا ډیره مهمه خبره ده چې مونږ د خپلو هیوادونو د ساتلو لپاره هغه ترهګرۍ چې له افغانستان څخه صادریږی بنده کړو .
په ناټو کښې دامریکا دائمی استازی میرمن کی بیلی هاچیسون وویل څرنګه چې تاسو ته معلومه ده افغانستان په اروپا کښې د کډوالو دوهم ستر نفوس جوړوی پر دې اساس ترهګرۍ نه د افغانستان لپاره ښه ده او نه د اروپایانو لپاره .
له هغو امنیتی چیلنجونو سره سره چې په افغانستان کښې اوج ته رسیدلی دی میرمن هاچیسون وویل په افغانستان کښې لاس ته راغلی پرمختګونه مونږ د افغانانو په مشرۍ د سولې په لور تللو ته ډیر هیله من کړی وو .
دتهران راډیو پښتو خپرونې په ناټو کښې د امریکا ددائمی استازی میرمن کی بیلی هاچیسون د څرګندونو په اړه د افغانستان دپارلمان دغړی ښاغلی عبدالودود پیمان نظر دټیلی فون په لیکه معلوم کړ چې هغه په ځواب کښې د میرمن هاچیسون دڅرګندونو دغندلو په ترڅ کښې وویل امریکا د کمیونیزم او دختیځ بلاک له دړې وړې کیدا وروسته اسلام او مسلمانان دمقابل لوری یا دښمن په توګه اعلان کړل او ځینې ډلې چې امریکا له شوروی سره په جنګ کښې له هغو استفاده وکړه او دشلمې(۲۰) میلادی پیړۍ په اتیایمې(۸۰) لسیزې کښې د امریکا لخوا دمجاهدینو په توګه ګڼل کیدلې په افغانستان کښې دپخوانی شوروی د ځواکونو له ماتی وروسته په نړیوالو ترهګرو ډلو بدلې شوې .
په امریکا کښې د ۲۰۰۱ میلادی کال د سپتمبر دمیاشتې دیولسمې (۱۱)نیټې سناریو هم دهمدغو ډلو په مرستې سره رامینځته کړې شوه چې دامریکا لخوا له ترهګرۍ سره دمبارزې په پلمه دافغانستان دبیا نیواک لپاره زمینه برابره شی .
دافغانستان دپارلمان غړی عبدالودود پیمان وویل په تیرو اولسو(۱۷) کلونو کښې نه یوازې ترهګرۍ ختمه نشوه بلکې امریکا او ملگرو یي د داعش ډلې په شمول دترهګرۍ نوی ډولونه لومړۍ په سوریې او عراق او بیا په افغانستان کښې رامینځته کړل .
پردې اساس نه یوازې په افغانستان بلکې په ټوله نړۍ او سیمه کښې د ترهګرۍ بنسټ کیښودونکی په خپله امریکا ده .
د افغانستان دپارلمان غړی عبدالودو پیمان وویل امریکا د روسیې ، ایران او دچین دناامنه کولو او په مینځنی ختیځ او مرکزی اسیا کښې د طبیعی سرچینو د لاسه د راوړلو او دغه راز په ټوله سیمه کښې د ستراتیژیکو سیمو دکنټرول او دصهیونیسټ رژیم دساتلو په شمول اوږد مهاله او ستراتیژیک هدفونه لری او واشنګټن ددغو هدفونو دتحقق لپاره د اسلامی هیوادونو ترمینځ نفاق رامینځته کړ او د شیعه او سنی ترمینځ اختلافاتو ته یې لمن وواه او ځینو اسلامی او عربی هیوادونو په تیره بیا سعودی عربستان داسلامی هیوادونو دګټو پرضد اقدامات پیل کړی او په ښکاره ډول د دښمن په کیمپ کښې ورغلی دی .
که چیرې مسلمانان په تیره د اسلامی هیوادونو حکومتونه ویښ او متحد نشی دسیمې کړکیچ به نور هم زیات شی .
لیکوال عاشق حسین طوری
دتهران راډیو دپښتو خپرونې مدیر
د۲۰۱۸ میلادی کال د جون دمیاشتې اومه نیټه