امریکا باید ایران له اټومی موافقې وتلوته اړ نکړی
Jun 08, 2018 00:23 Asia/Kabul
-
له اټومي موافقې د امریکا وتل او په ایران د واشنګټن دباو به د نړیوال ثبات او دسولې لپاره ښې پایلې ونلري
ایرنا خبری اژانس وایی د فرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون(Emmanuel Macron) پرون یوځل بیا داټومی موافقې دساتلو پرضرورت ټینګار سره وویل امریکا باید داسې اقدام ونکړی چې ایران له اټومی تړون وتلو ته مجبوره شی .
هغه په اوټاوا (Ottawa)کښې د کاناډا له لومړی وزیر جسټین ټروډو(Justin Trudeau) سره په ګډ خبری کانفرنس کښې د اټومی موافقې دساتلو پرضرورت ټینګار سره وویل له اټومی موافقې د امریکا وتل او په ایران د واشنګټن دباو به د نړیوال ثبات او دسولې لپاره ښې پایلې ونلری .
دفرانسې ولسمشر ماکرون وویل د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او دشمالی کوریا ترمینځ موافقه څه اعتبار لری په داسې حال کښې چې مونږ له دې سره په یووخت د اټومی موافقې د له مینځه تلو په حال کښې یوو .
ټیګونه