روسیې په سوریې کښې په پوځ شتون ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i72882-روسیې_په_سوریې_کښې_په_پوځ_شتون_ټینګار_وکړ
ایرنا خبری اژانس وایی د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون وویل ماسکو اراده نلری چې په سوریې کښې خپلې پوځی اډې ختمې کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 08, 2018 00:39 Asia/Kabul
  • روسیه د سوریې دحکومت په رسمي بلنه له تیرو دریو(۳) کلونو راهسې په دغه هیواد کښې پوځي شتون لري .
    روسیه د سوریې دحکومت په رسمي بلنه له تیرو دریو(۳) کلونو راهسې په دغه هیواد کښې پوځي شتون لري .

ایرنا خبری اژانس وایی د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون وویل ماسکو اراده نلری چې په سوریې کښې خپلې پوځی اډې ختمې کړی .

هغه پرون د  روسیې له خلکو سره نیغ په نیغه ټیلی ویژنی ارتباط کښې دیوې(۱) پوښتنې په ځواب کښې وویل دسوریې په طرطوس(Tartus) او حمییم (Khmeimim)سیمو کښې هوایی اډې  له سوریې سره د روسیې د دوه اړخیزه موافقو پراساس جوړې شوی دی او ماسکو په دغو پوځی مرکزونو کښې د خپل فعالیت دبندولو لپاره هیڅ پروګرام نلری .

پوتین وویل د روسیې عسکر د ګډو ګټو د تامینولو لپاره په سوریې کښې شتون لری او ددغو پوځیانو شتون د سوریې له حکومت سره د تړون او د نړیوالو معیارونو پراساس دی .

د روسیې ولسمشر پوتین په دې خبرې سره چې دسوریې په جنګونو کښې د ماسکو زیاتو پوځی افسرانو ګډون وکړ وویل په سوریې کښې په پوځی عملیاتو کښې ګډون دغه فرصت راکړ چې د  ماسکو د وسله والو ځواکونو د تکامل لپاره بل ګام پورته کړو او ارزښمنې تجربې لاس ته راوړو .

روسیه د سوریې دحکومت په رسمی بلنه له تیرو دریو(۳) کلونو راهسې په دغه هیواد کښې پوځی شتون لری .

په سوریې کښې له ترهګرو سره زیاتې پوځی او مالی مرستې سعودی عربستان، امریکا، انګلستان ، فرانسه ، قطر، ترکیه ، اردن ، اسرائیل ، متحده عربی امارات، بحرین ، کویت او ځینې نور عرب او اروپایی هیوادونه کوی .