امریکا دباور وړ شریک هیواد نه دی
Jun 08, 2018 01:01 Asia/Kabul
-
امریکا نه یوازې داټومي تړون درنښت ونکړ بلکې له هغه ووتله .
فارس خبری اژانس وایی په اټومی انرژۍ نړیوال اژانس(International Atomic Energy Agency) کښې د روسیې دائمی استازی میخائیل اولیانوف (Mikhail Ulyanov) پرون وویل امریکا له اټومی موافقې په وتلو سره ثابته کړه چې د نا اعتماد وړ شریک دی .
هغه په ویانا کښې د اټومی انرژۍ دنړیوال اژانس دواکمنې شورا په غونډې کښې وویل امریکا نه یوازې داټومی تړون درنښت ونکړ بلکې له هغه ووتله او کوشش کوی چې دغه نړیوالې موافقې ته د نورو غړیو هیوادونو د پاې بندۍ مخه هم ونیسی .
په اټومی انرژۍ نړیوال اژانس کښې د روسیې دائمی استازی له اټومی موافقې د امریکا له وتلو وروسته دایران داسلامی جمهوریت د عاقلانه او انډوله کړچار قدرونه وکړه او هیله یې وکړه چې اټومی موافقه وساتل شی .
ټیګونه