امریکا دباور وړ شریک هیواد نه دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i72886-امریکا_دباور_وړ_شریک_هیواد_نه_دی
فارس خبری اژانس وایی په اټومی انرژۍ نړیوال اژانس(International Atomic Energy Agency) کښې د روسیې دائمی استازی میخائیل اولیانوف (Mikhail Ulyanov) پرون وویل امریکا له اټومی موافقې په وتلو سره ثابته کړه چې د نا اعتماد وړ شریک دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 08, 2018 01:01 Asia/Kabul
  • امریکا نه یوازې داټومي تړون درنښت ونکړ بلکې له هغه ووتله .
    امریکا نه یوازې داټومي تړون درنښت ونکړ بلکې له هغه ووتله .

فارس خبری اژانس وایی په اټومی انرژۍ نړیوال اژانس(International Atomic Energy Agency) کښې د روسیې دائمی استازی میخائیل اولیانوف (Mikhail Ulyanov) پرون وویل امریکا له اټومی موافقې په وتلو سره ثابته کړه چې د نا اعتماد وړ شریک دی .

هغه په ویانا کښې د اټومی انرژۍ دنړیوال اژانس دواکمنې شورا په غونډې کښې وویل امریکا نه یوازې داټومی تړون درنښت ونکړ بلکې له هغه ووتله او کوشش کوی چې دغه نړیوالې موافقې ته د نورو غړیو هیوادونو د پاې بندۍ مخه هم ونیسی .

په اټومی انرژۍ نړیوال اژانس کښې د روسیې دائمی استازی له اټومی موافقې د امریکا له وتلو وروسته دایران داسلامی جمهوریت د عاقلانه او انډوله کړچار قدرونه وکړه او هیله یې وکړه چې اټومی موافقه  وساتل شی .