دامریکا خارجه وزیر دپاکستان دپوځ له مشر سره خبرې کړی
Jun 08, 2018 01:30 Asia/Kabul
-
هغوې په افغانستان کښې د سیاسي پخلاینې د پروسې او دنورو موضوګانو په اړه ورسره غږیدلي دي .
زمونږ خبریال وایی دامریکا دبهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو (Mike Pompeo) د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوا سره په ټیلی فون خبرې کړی دی او په افغانستان کښې د سیاسی پخلاینې د پروسې او دنورو موضوګانو په اړه ورسره غږیدلی دی .
دامریکا دباندنیو چارو د وزارت ویاندې میرمن هیتر نوریټ(Heather Nauert) پرون په یوې بیانیې کښې وویل خارجه وزیر مائک پمپئو او د پاکستان دپوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا د دواړو هیوادونو داړیکو دښه کولو ، په افغانستان کښې د سیاسی پخلاینې د پروسې د ضرورت او له کوم توپیر پرته په جنوبی اسیا کښې د وسله والو ترهګرو ډلو د نښه کولو د اهمیت په اړه خبرې وکړې .
ټیګونه