داسرائیلو ماتی د مسلمانانو له اتحاد سره اړه لری
-
دښمانان په سیمه کښې ددسیسې د پراخولو کوشش کوي چې مشکلات او ناامنۍ هماغه راز دوام ولري .
ایرنا خبری اژانس وایی د سوریې دبهرنیو چارو د وزیر مرستیال فیصل مقداد() بیګا په دمشق کښې د قدس دنړیوالې ورځې د لمانځلو په دستورو کښې وویل داسرائیلو ماتی دمسلمانانو له اتحاد او پیوستون سره تړلی ده .
هغه په دغو دستورو کښې چې په دمشق کښې د ایران دسفارت لخوا ترسره شوې وویل د صهیونیسټ رژیم ژوند له ترهګرو په ملاتړ کولو سره دوام موندلی دی خو د مقاومت چورلیز ترهګرو ته دصهیونیسټ رژیم د مرستو د رسولو مخه نیولی ده .
دسوریې دخارجه وزیر مرستیال فیصل مقداد دقدس نیواکګر رژیم په سیمه کښې دیوه(۱) ناجایز او ناروا رژیم په توګه وباله کوم چې ټوله سیمه ناامنه کړی ده .
هغه حضرت امام خمینی رحمت الله علیه او د سوریې ارواښاد ولسمشر حافط اسد د دوو(۲) سترو شخصیتونو په توګه یاد کړل او ویې ویل دغو دوو(۲) شخصیتونو داسې لاره پیل کړی ده چې د اسرائیلو د له مینځه تلو لاره یې هواره کړی ده .
په سوریې کښې دایران سفیر جواد ترک ابادی هم دصهیونیسټ رژیم جوړیدل داسلامی نړۍ پرضد دیوې (۱)دسیسې په توګه وبلل .
هغه وویل ایران دسوریې دحکومت ستراتیژیک متحد دی او له تکفیری ترهګرو ډلو سره په مقابلې کښې د سوریې د خلکو ملاتړ کوی .
په سوریې کښې دایران سفیر وویل دښمانان په سیمه کښې ددسیسې د پراخولو کوشش کوی چې مشکلات او ناامنۍ هماغه راز دوام ولری .