روسیې د امریکا د ولسمشر ټرمپ غوښتنه رد کړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i72932-روسیې_د_امریکا_د_ولسمشر_ټرمپ_غوښتنه_رد_کړه
ایرنا خبری اژانس وایی د روسیې د ولسمشر ویاند دیمیتری پسکوف د جی او(The Group of Seven or G7) په نوم د صنعتی هیوادونو ډلې ته د ماسکو د بیرته ستنیدا په اړه وویل روسیه په دغه ډلې کښې شتون ته هیڅ ضرورت نلری .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 09, 2018 00:42 Asia/Kabul
  • امریکا، انګلستان، کاناډا ، فرانسه ، جرمني ، ایټالیا او جاپان د جي اوه ډلې غړي دي
    امریکا، انګلستان، کاناډا ، فرانسه ، جرمني ، ایټالیا او جاپان د جي اوه ډلې غړي دي

ایرنا خبری اژانس وایی د روسیې د ولسمشر ویاند دیمیتری پسکوف د جی او(The Group of Seven or G7) په نوم د صنعتی هیوادونو ډلې ته د ماسکو د بیرته ستنیدا په اړه وویل روسیه په دغه ډلې کښې شتون ته هیڅ ضرورت نلری .

هغه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وینا ته په غبرګون کښې د روسیې رسنیو ته وویل په جی او ډلې کښې د روسیې شتون کوم اهمیت نلری او دماسکو تمرکز په نورو چوکاټونو کښې فعالیت دی .

دامریکا ولسمشر ټرمپ ویلی دی روسیه باید د جی اوه صنعتی ډلې ته بیرته ورستنه شی او ددغه ډلې په غونډو کښې د روسیې ګډون ضروری دی .

امریکا، انګلستان، کاناډا ، فرانسه ، جرمنی ، ایټالیا او جاپان د جی اوه ډلې غړی دی چې د نړۍ پنځوس (۵۰)فیصده اقتصاد په لاس کښې لری .