د غبرګولي د نولسمې نیټې ورځپاڼې
د تهران راډیو مینه والو دا دی یوځل بیا مو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام برابر کړی دی. په دې پروګرام کښې له معمول سره سم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه درسره شریکوو. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
د تهران چاپ کابو ټولو ورځپاڼو نن د روژې د مبارکې میاشتې په وروستۍ جمعې چې د ایران د اسلامي جمهوریت د ارواښاد بنسټګر حضرت امام خمیني(رح) په نوښت د قدس نړیواله ورځ نوموله شوې، له بیت المقدس او فلسطین څخه په ملاتړ کښې د ټول ایران د خلکو ولوله ناکو لاریونونو او په دې لړ کښې د ایراني چارواکو څرګندونو او خبرپاڼو ته پراخ انعکاس ورکړی دی.
ابرار ورځپاڼې په دې تړاؤ د یو انځور په چاپ کولو سره لیکلي دي: د قدس ورځ په ټول ایران کښې د میلیونونو روژتي خلکو په شتون سره ترسره شوه.
د تهران چاپ ایران ورځپاڼې بیا لیکلي چې د قدس د ورځې پرتمین لاریون د ایران نه علاوه د نړۍ په نورو ډیرو هیوادونو کښې هم ترسره شو او نړۍ، د فلسطین غږ شوه.
جوان ورځپاڼې هم د قدس د ورځې د پراخ لاریون د انځور د پاسه په غټو ټکیو لیکلي دي: د قدس لپاره د رمضان د اولادونو پاڅون، د قدس نړیوالې ورځې (د پیړۍ معاملې) ته نه وویل.
او جمهوري اسلامي ورځپاڼې په خپل وړومبي مخ لیکلي چې د رمضان المبارک په وروستۍ جمعه د ایران خلکو د قدس د نړیوالې ورځې په پرتمین لاریون کښې د فلسطین له ولس سره پيوستون څرګند کړ.
ورځپاڼې د دې سرټکي ترڅنګ لیکلي چې د قدس د نړیوالې ورځې مظاهرې د نړۍ په مختلفو هیوادونو کښې ترسره شوې.
جمهوري اسلامي او همداشان اطلاعات ورځپاڼو د غبرګولي په څوارلسمه د حضرت امام خمیني(رح) د تلین په مراسمو کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي د وینا خبر هم په وړومبي مخ په غټو ټکو راخیستی چې ویې ویل: امریکا به په نوې نقشه او پلان کښې هم د ایران له ولسه ماتې وخوري.
** د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې هم د معظم رهبر له خولې لیکلي دي: د دښمن پروګرام له ولسي غوښتنو په ناوړه استفادې سره ګډوډی جوړول دي.
د خبر په تفصیل کښې راغلي دي چې د اسلامی انقلاب معظم لا رښود حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د حضرت امام خمینی د نهه دیرشم تلین په ولوناکو د ستورو کېې دلسګونو زره ویرجنو مینه والو په ټول کې د جامع ایټمی موافقې په باب له ایران سره د اروپایی هیوادونو مذاکراتو ته په اشارې سره وفرمایل: د ایران ولس او دولت ایټمی بندیزونه او پابندۍ نه مني او د ایټمی موافقې په هکله د دښمنانو پریشان خوبونه به پوره نه شی.
د رهبرۍ ستر مقام د ایران د ایټمی انرجۍادارې ته دنده وسپارله چې له سبا د ایټمی موافقې په چوکاټ کې یو لک نوی زره (سو) ته د رسیدلو لپاره لازمې تیاریانې وکړی .
د رهبرۍ ستر مقام زیاته کړه، هغه څه چې نن یې دښمن د اسلامی ایران په خلاف کوی د قدرت نښه نه بلکې د ایران د ترقۍ عظمت او مقاومت په وجه دي او دوي د اسلامی ایران دپرمختګ ،پیاوړتیا او ځلا له امله لالهانده او سربداله شوي دي.
ایت ا...العظمی سید علی خامنه ای په دې بیان سره چې توغندویی طاقت د ایران دفاعی ټکی دی وویل: د ډول ډول توغندیو جوړول او توغندوي طاقت په ایران کې د امنیت د راتللو سبب کیږی.
** رویشِ ملت ورځپاڼې د (توغندوي اقتدار) په سرټکي سره د تهران د جمعې لمانځه د خطیب یو انځور راخیستی دی.
د خبر په دوام کښې لولو چې آیت احمد خاتمی د تهران د جعې لمانځه په خطبو کې چې دقدس د نړیوالې ورځې له میلیونی لاریون سره په یووخت ترسره شوې ، د صهونیست رژیم د نابودۍ په هیلې سره روښانه کړې ، امریکا اوصهونیسټ رژیم د خداوندمتعال او اسلام ګډ دښمنان دی او د دښمنانو دسیسه د فلسطین دموضوع هیرول او یا د دغې موضوع عربی بلل دی ، خو اوس دغه جنایتکار وحشی صهونیسټی رژیم دومره ذلیل شوی دی ، چې د دغه رژیم لومړی وزیر په اروپا کې در په در سر دی .
دتهران د جمعې لمانځه خطیب همداراز وویل ، دقدس نړیوالې ورځې میلیونی لاریون نه یوازې د صهونیسټ رژیم په خلاف ،بلکې دامریکا، دسیمې د مرتجعو سازباز کونکو او دهغو کسانو په خلاف ؤ چې دمسلمانانو په ضد ئې دامریکا ،وحشی صهونیسټی رژیم او عربستان سپیرۀ مثلث جوړ کړی دی .
آیت ا...احمد خاتمی وئیلی دی،دسیمې مرتجع سازش کونکی اوس دصهونیسټ رژیم په رسمیّت د پیژندلو لپاره په خپلو کښې سیالۍ کوی ،خو دوي دې پوه شي چې دغه سیالي د هغوی د نسکوریدا سریزه ده.
کابل چاپ:
د کابل ورځپاڼو نن خپل اکثره تبصری د ناټو د غړیو هېوادونو د دفاع وزیرانو غونډې او له وسله والو طالبانو سره د ولسمشر لخوا د یو اړخیز اوربند اعلان ته ځانګړي کړي دي.
سرخط:
سرخط ورځپاڼې خپله تبصره په دې خبرې پیل کړې چې اوربند خوندور ګام خو احتیاط په کار دی.
ورځپاڼه لیکي چې د کابل پروسې د دویمې غونډې په مهال طالبانو ته د قید او شرط پرته د سولې وړاندیز وروسته د یو اړخیز اوربند اعلان د سولې لپاره د ولسمشر د ژمنتیا بل ثبوت دی.
ورځپاڼې لیکلي دي، اوس چې اوربند اعلان شوی دی، نو په کار ده چې حکومت له زیات احتیاط څخه کار واخلي ځکه د ورځپاڼې په وینا افغانستان او د هېواد کشفي او امنیتي ادارې له زورو ډک دې او داسې څه ونه کړي چې د اوربند اوصولو ماټ کړي، که چېرې دا کار وشي، نو د حکومت اعتبار به خورا زیانمن شي.
ویسا:
ویسا ورځپاڼې په خپله تبصره کې پر دې بحث کړی چې یو اړخیز اوربند ته څومره هیله کېدای شي؟
ورځپاڼې لیکلي ديې چې د ولسمشر غني لخوا د یو طرفه اوربند خبره د ده د سولې د طرحې د اعلان په څېر ده چې د احساس له مخې ښایي دا د هر باضمیره افغان د زړه غږ وي، خو ولسمشر څومره پر دې اوربند حاکم دی او د روانې جګړې په دوام او یا پای ته رسولو کې دده رول څومره دی؟
د ورځپاڼې په باور یوازې خبره د طالبانو هم نه ده بلکې د جګړې ځیني نور او بهرني اړخونه هم موجود دي او ایا پر دوی باور کېدای شي؟
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي دي چې د ولسمشر لخوا د یو اړخیز اوربند اعلان د حکومت د کمزورۍ په معنی نه دی، بلکې ولسمشر دا ګام د ولس او هېواد د خیر له پاره پورته کړی دی.
ورځپاڼه لیکي چې دا اوربند وروسته له هغې اعلان شوی دی چې په تېره اوونۍ کې به زرګونو دیني عالمانو په کابل په یوه غونډه کې په افغانستان کې روانه جګړه او ترهګریزې حملې نا روا او حرام وبلل او پر طالبانو یې غږ وکړ چې د سولې اسلامي غوښتنه ومني.
ورځپاڼې د خپلې تبصرې په پای کې لیکلي دي، دا، چې په زرګونو دیني عالمانو له طالبانو د جګړې روایت واخیست نو هیڅ هغوی ته نه ښایي چې بیا هم جګړه وکړي.
ملي ارمان:
ملي آرمان ورځپاڼې بیا د ولسمشر لخوا د اعلان شوي اوربند په اړه د ناټو د لوی منشي غبرګون ته کتنه کړې او لیکلي دي چې ناټو دوه ګونی سیاست پر مخ وړي او دا ځکه چې په یو وخت کې له جګړې او اوربند دواړو ملاتړ کوي.
ورځپاڼې لیکلي دي چې د ناټو د دفاع وزیرانو د جمعې په ورځ په داسې حال کې چې د افغانستان د دفاع وزیر هم موجود وو، د ترورستي ډلو پر وړاندې په پوځي عملیاتو کې د افغانستان د ملاتړ پر څرنګوالي خبرې وکړې او د ناټو لوی منشي وویل چې د ناټو غړي هېوادونه د نړیوال ترورېزم پر وړاندې د افغانستان ملاتړ کوي.
ورځپاڼه لیکي، خو د ناټو لوی منشي په ورته وخت کې د افغان دولت لخوا د طالبانو په خلاف د اعلان شوي یو اړخیز اوربند ملاتړ هم وکړ او ویې ویل چې دا د سولې د ټینګښت لپاره د ولسمشر اشرف غني د جدیت ستر ثبوت دی.
دنیا:
دنیا ورځپاڼې بیا د جمعې په ورځ په بروکسل کې د ناټو ددفاع د وزیرانو غونډه د افغانستان لپاره برخه لیک ټاکونکې بللې او لیکلي دي چې په دې غونډه کې له افغانستان سره د ناټو د غړو هېوادونو د راتلونکو مرستو په څرنګوالي بحث وشو.
ورځپاڼې لیکلي دي چې د ناټو د دفاع وزیرانو دا غونډه داسی مهال کېږي چې افغانستان د څو مهمو پرمختګونو لکه د دیني عالمانو غونډه، د ولسمشر لخوا د اوربند اعلان او د امریکا لخوا له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره تیاری، شاهد وو چې د ورځپاڼې په وینا د افغانستان حالات بل لور ته بیایي.
*******/////////////********