مطبوعاتو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i73060-مطبوعاتو_ته_کتنه
د تهران چاپ د آرمان امروز ورځپاڼی د نړیوالو راپورونو په یو سرټکی کی لیکل شوی دی:« د متحده ایالتونو لپاره د ټرمپ مصیبتونه ».
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 10, 2018 10:08 Asia/Kabul
  • مطبوعاتو ته کتنه

د تهران چاپ د آرمان امروز ورځپاڼی د نړیوالو راپورونو په یو سرټکی کی لیکل شوی دی:« د متحده ایالتونو لپاره د ټرمپ مصیبتونه ».

د دغه راپور له  مخی؛ په څو وروستیو میاشتو کی د امریکی د ؤلس مشر« ډونالډ ټرمپ » د اقدماتو له کبله؛ په نړیوال ډګر کی د دغه هیواد د ګوښی پاتی کیدو او انزوا په هکله، ګڼ خبرونه په رسنیو کی خپاره شوی دی، مګر شاید د« جی- ۷ » کنفرانس؛ چی د جمعی او شنبی په ورځو کی په کاناډا کی ترسره شو، د امریکی د انزوا ډیر روښانه انځور وړاندی کړ.

د آرمان امروز ورځپاڼی په لیکنه؛ د امریکی د متحده ایالتونو د مالیی وزیر« اسټیون منوچین »، په کاناډا کی د اووه ډلې په نامه د نړۍ د اوؤ صنعتی هیوادونو د مالیی وزیرانو په کنفرانس کی، په یواځی توب او انزوا کی راغئ. دغه خبر د فرانسی د مالیی وزیر« برونو لومر » له خوا اعلان شو. هغه وویل: د امریکی د انزوا دلیل، د خپلو متحدینو او انډیوالانو لپاره د تجارتی نویو ټکسونو او تعرفو اعمالول دی. د فرانسی د مالیی وزیر وویل: د فولادو او آلمونیم  د وارداتو د ټکسونو د زیاتولو لپاره  د امریکی تصمیم، « له قانونی نظره د نه منلو وړ، له سیاسی نظره له انصافه لیری، او له اقتصادی نظره خطرناک دئ ».

لومر اعلان وکړ: پدغه کنفرانس کی د امریکی د انزوا او یواځی پاتی کیدو هدف، له عقل څخه د امریکائیانو برخمنول ؤو. هغه وویل: چی امریکائیانو تر اوسه پوری، د نویو ټکسونو د اجرا کولو لپاره، هیڅ قانع کونکئ دلیل نه دئ وړاندی کړئ.

********

د تهران چاپ د اعتماد په ورځپاڼه کی په فنلاینډ کی د روسیی او امریکی د پوځ د قوماندانانو د لیدنی کتنې په هکله په یو خبر کی لیکل شوی دی: د جمعی په ورځ د فنلاینډ په هلسینکی کی، د امریکی او روسیی د پوځ لوی درستیزانو له یو بل سره وکتل؛ ترڅو د دؤو هیوادونو ترمنځ د روانو مسایلو په هکله لیدنه او خبرې اترې وکړی. دغه غونډه هم، د هر دواړو هیوادونو په نووښت ترسره شوه، ترڅو د سوریی د موضوع په شمول، د دؤو هیوادونو ډیر مهم پوځی مسایل وڅیړی. 

د روسیی د« RT » شبکې د راپور په اساس، د امریکی د پوځ لوی درستیز« جوزف ډنفورډ » په فنلاینډ کی، له خپل روسی همرتبه« والری ګراسیموف » سره رغونکې غونډه وکړه. پدې غونډه کی هر دواړو لورو وکولای شول، د سوریی د شرایطو او د اروپا د امنیت په هکله، بحث او د نظر تبادله وکړی.

د فنلاینډ خارجه وزیر؛ چی هیواد یی د دغې غونډې کوربه ؤ، وویل: واقعاً ښه ده؛ چی امریکا او روسیه، په یو نړیوال محیط کی په اوږد مهاله توګه، له یو بل سره  خبری اترې کوی. د ویلو وړ ده، چی دغه دوه اړخیزه غونډه دری ساعته اوږده شوه.

******* 

د تهران چاپ د جمهوری اسلامی ورځپاڼی د نړیوالو خبرونو په یو سرټکی کی لیکل شوی دی:« شی جین پینګ، د چین د دوستۍ مډال د پوتین غاړې ته واچاوه ».

د یادې ورځپاڼی د راپور په اساس، د چین ؤلس مشر د روسیی ؤلس مشر ته د خپل هیواد د دوستۍ د مډال په ډالۍ کولو سره، نوموړئ د یو دولت ډیر ښه او صمیمی ؤلس مشر بللئ، او د روسیی په ضد له ټولو موجودو خبرو او تبلیغاتو سره سره یی، د دغو دؤو هیوادونو د اړیکو په نږدیکت ټینکار وکړ.

د رویټرز خبری آژانس د راپور په  اساس، د روسیی ؤلس مشر « ولادیمیر پوتین » چین ته سفر کړئ، ترڅو د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډه کی برخه واخلی، خو پدې غونډه کی له برخی اخیستو وړاندی یی، له خپل چینی همرتبه« شی جین پینګ » سره لیدنه وکړه.

شی جین پینګ، له پوتین سره  د رسمی مذاکرو په پیل کی وویل: مهمه نه ده؛ چی په نړیوالو شرایطو کی څه بدلونونه او لوړې ژورې شته دی. چین او روسیی تل؛ د خپلو اړیکو پراختیا په لمړیتوب کی ساتلې ده. 

شی جین پینګ؛ وروسته د چین د دوستۍ مډال، پوتین ته ډالۍ کړ، او نوموړئ یی د چین خلګو ډیر ښه، صمیمی او پخوانی دوست وباله.

********

اوس هم د کابل چاپ ورځپاڼی را اخلو چی د افغانستان د وروستیو بدلونونو په هکله یی څخه لیکنی کړی دی:

کابل چاپ ورځپانو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغان حکومت او طالبانو له خوا د اوربند د اعلان په اړه یو شمېر لیکنې او سرلیکنې چاپ کړې دی.

دنیا:

دنیا خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلی، دوه اړخیزه اوربند افغانان هیله مند کړی دی.

په سرمقاله کې وړاندې راغلی چې د افغانستان ستونزه سیاسی ده، روانه جګړه هم نه جهاد دی او نه د وطن د ژغورلو جګړه، بلکې د سرمقاله لیکونکی په خبره، دا د افغانستان د تباهۍ جګړه ده.

ورځپاڼه لیکی، هره خوا افغان وژل کېږی او د جګړې اصلی

زیانمن هم همدا افغانان دی، نو ځکه یو وار بیا غږ کوو چې د افغانستان په اړه پر جګړه له تمرکزه باید ډډه وشی او د جګړې دواړه لوری دې په اول قدم کې اوربند او په دوهم قدم کې سوله وکړی.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپل یوه مطلب کې لیکلی، طالبانو د سیاسی سټیج پر خوا نیولی ګام پورته کړ.

د مطلب لیکوال لیکی، د طالبانو له خوا د درې ورځنی اوربند اعلان ښیی چې دغې ډلې تر یوې اندازې پورې په سیاسی میدان کې لوبېدو ته زړه ښه کړی او دا یې لومړی ګام و.

په مطلب کې دا هم راغلی چې طالبانو ته د حکومت له خوا تر دې وړاندې په وار وار د سولې بېلابېل وړاندیزونه شوی دی، خو دغې ډلې یو په بل پسې تر پښو لاندې کړی.

په مطلب کې د یو شمېر سیاسی شنونکو په حواله راغلی چې ولسمشر غنی تر بل هر چا سولې ته ژمن دی او د اتو ورځو یو طرفه اوربند په اعلانولو سره یې ثابته کړه چې له زړه سوله غواړی.

هېواد:

هېواد دولتی ورځپاڼې هم په دې اړه په خپله سر مقاله کې لیکلی دی.

هېواد لیکی، د سولې د ارمانجنو او جګړه ځپلو افغانانو د یوې سترې غوښتنې په توګه په هیواد کې د رښتینې، تل پاتې او سراسری سولې لوړ هدف ته د رسېدلو په موخه له طالبانو سره د سولې لپاره د ولسمشر غنی اعلان شوی اوربند د مخالفو طالبانو له مثبت غبرګون سره مخ شوی دی.

هېواد لیکلی، طالبانو په دې اړه په یوه اعلامیه کې دا هم ویلی چې دوی به خپلو زندانونو کې د بندیانو په اړه څېړنې وکړی او هغه بندیان چې حکومت سره د نور کار نه کولو په اړه دوی ته تضمین ورکوی، خوشې به یې کړی.

ورځپاڼه وایی، طالبانو دا هم ویلی چې دوی به بندیانو سره د دوی د کورنیو او دوستانو د ملاقاتونو زمینه برابره کړی.

مسیر:

مسیر خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلی، یو بې ساری ګام او یوه ستره خوشحالی.

په سرمقاله کې وړاندې د موضوع په تړاو راغلی، دا د جګړې په اوج کې تر ټولو ښه خبر دی او ښایی له کلونو ځنډ وروسته لومړی خبر وی چې افغانان پرې دومره خوشحاله شوی وی او په دې تړاو یې له وسله والو طالبانو او افغان حکومت څخه پراخه مننه کړې وی.

سرمقاله لیکونکی لیکلی، به کور دننه یوه بې سارې خوشحالی روانه ده او خلک وایی چې له کلونو وروسته به رښتینی اختر ولری.

******

ګڼو لوېدیځو رسنیو د وسله والو طالبانو له خوا د کوچنی اختر په درې ورځو کې د اوربند پر اعلان راپورونه او لیکنې خپرې کړې دی.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په دې اړه په یوه راپور کې ویلی، وسله والو طالبانو د اختر په ورځو کې د افغان ځواکونو پر ضد د بریدونو د ځنډولو اعلان وکړ.

ورځپاڼه وایی، دا اعلان یو داسې حرکت دی چې کولای شی، د

افغانستان د سولې په هغې پروسه کې چې د اوږدې مودې راهېسې یې لپاره هڅې کېږی، نوې ساه پو کړی.

نیویارک ټایمز د طالبانو تر اعلان مخکې د ولسمشر اشرف غنی له خوا ددې ډلې خلاف د روژې له اووه ویشتمې څخه د اختر تر پنځمې ورځې پورې د اته ورځنی اوربند اعلان ته هم اشاره کوی او وایی، دا به لومړی ځل وی چې په افغانستان کې هغو ولسی وګړو ته چې له ۱۷ کلونو راهېسې د روان کړکېچ له کبله زیانونه ګالی، په موقته توګه د تاوتریخوالی د کمېدو هیله ورکول کېږی.

نیویارک ټایمز زیاتوی، د طالبانو له خوا د افغان ځواکونو په وړاندې د اوربند اعلان په داسې یوه ورځ کېږی چې په دې هېواد کې یوه بله خونړۍ شپه تېره شوه.

ورځپاڼه د چارواکو له خولې وایی چې یوازې په درې ولایتونو کې د شنبې او جمعې د ورځې ترمنځ شپه کې د افغان امنیتی ځواکونو او حکومت پلوو ملېشو ۵۰ تنه سرتېری وژل شوی دی.

ورځپانه همدارنګه وایی، په افغانستان کې د روانې جګړې د ختمولو او په دې هېواد کې د سولې د هغې پروسې د بیا پیلولو لپاره چې بیا بیا له خنډونو سره مخ ده، په دې وروستیو کې قوی

هڅې روانې دی.

ټیلګراف:

ټیلګراف ورځپاڼې د طالبانو له خوا د کوچنی اختر په درېیو ورځو کې د اوربند د اعلان په اړه ویلی، دا د افغانستان د دوو لسیزو په جګړه کې چې د سولې پرله پسې هڅې په کې ناکامې شوې دی او لسګونه زره کسان پکې مړه او ټپیان شوی، تر ټولو هیله بښونکی اقدام دی.

ټیلګراف ورځپاڼې په پاکستان کې د افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال څرګندونې راخیستی چې د طالبانو دا اعلان یې د سولې د لیدلوری پر خوا یو مهم ګام بللی دی.

ورځپاڼه د وسله والو طالبانو د اعلامیې په حواله وایی، خپلو قوماندانانو ته یې دا هم ویلی چې د افغان ځواکونو هغه بندیان هم خوشې کړی، د چا په اړه چې ډاډمن وی چې بېرته له افغان ځواکونو سره نه یوځای کېږی.

ورځپاڼه زیاتوی، دا اوربند ښایی د طالبانو د خپل منځی انسجام لپاره هم یوه ازموینه وی او ترې څرګنده به شی چې د دې وسله والې ډلې لوړپوړی مشران چې ویل کېږی، تر ډېره پاکستان کې دی، په افغانستان کې دننه پر خپلو سیمه اییزو قومندانانو کنټرول لری او کنه؟

ورځپاڼه د یو لوېدیځ ډیپلوماټ له خولې وایی چې په دې درېیو ورځو کې به د وسله والو طالبانو د یووالی امتحان وی او که چېرې د طالبانو ترمنځ بېلابېلې ډلې دا اوربند ونه منی، په هغه صورت کې به برېدونه دوام وکړی.

ګارډین:

د ګارډین بریتانوۍ ورځپاڼې هم د اختر په مناسبت د طالبانو د درې ورځنی اوربند او افغان ولسمشر له خوا د اته ورځنی اوربند پر اعلان لیکنه کړې او وایی چې دا پرمختګ له هغې څو ورځې وروسته کېږی چې په کابل کې د افغانستان دینی عالمانو له دواړو لورو د اوربند غوښتنه وکړه او په یوه فتوا کې یې په افغانستان کې ځانوژونکی بریدونه ناروا وبلل.