مطبوعاتو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i73124-مطبوعاتو_ته_کتنه
د تهران چاپ د اعتماد په ورځپاڼه کی، تر دی سرټکی لاندی چی« ټرمپ؛ خپل لاسلیک بیرته واخیست »، د شهاب شهسواری په قلم په یو تحلیلی راپور کی لیکل شوی دی:
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 11, 2018 09:41 Asia/Kabul
  • مطبوعاتو ته کتنه

د تهران چاپ د اعتماد په ورځپاڼه کی، تر دی سرټکی لاندی چی« ټرمپ؛ خپل لاسلیک بیرته واخیست »، د شهاب شهسواری په قلم په یو تحلیلی راپور کی لیکل شوی دی:

د امریکی نه پیش بینی کیدونکی ؤلس مشر، یو ځلې بیا نړیوال هک حیران کړل، او تر دی اعلان وروسته؛ چی د هغه لاسلیک د« جی- اووه » سرمشریزې د پای په بیانیه کی شته، د کاناډا د لمړی وزیر د څرګندونو په پلمه، له خپل دغه لاسلیک څخه بیرته پښیمانه شو،  او پدې توګه د دی سبب وګرځید، چی د اووه ډلې په ۴۴ کلن تاریخ

کی، د لمړۍ ځلې لپاره د دغې نړیوالی اغیزمنې ډلې، وروستۍ بیانیه له اجماع پرته صادره شی.

ټرمپ؛ له کاناډا څخه له وتلو وړاندی، په یو انفرادی خبری کنفرانس کی ویلی ؤو:« ټول څیزونه به بدلون وکړی. بهرنی ټکسونه حتماً ډیر کمیږی، موږ د هغه قلک(د خزانی د صندوقچی) په شان یو؛ چی ټول تری غلا کوی، دغه قضیه به تمامه شی ».

د ټرمپ له تندو څرګندونو، او د تجارتی جنګ د سیاستونو په دوام د هغه له ټینګار وړاندی، خبریالانو ته ویل شوی ؤو؛ چی امریکا د اووه ډلې د سرمشریزې د پای بیانیه لاسلیکوی. او د کاناډا لمړی وزیر« جاستین ترودو » هم پخپل خبری کنفرانس کی تاکید وکړ: « خوشحال یم ستاسو په خبرتیا ورسوم چی د سرمشریزی ګډه بیانیه، د ټولو اوؤ هیوادونو له خوا خپره شوې ده ».  

******

د تهران چاپ د ابتکار ورځپاڼی د نړیوالو خبرونو په یو راپور کی لیکل شوی:« د شانګهای سازمان غړو هېوادونو د افغان حکومت د سولې د پلان ملاتړ وکړ ».

 له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کښې راغلی؛ چې ولسمشر

محمد اشرف غنی پرون له غرمې مخکې د شانګهای د همکاریو سازمان په سرمشریزه غونډه کې چې د چین په شینګډاو ښار کې جوړه شوې وه، ګډون او وینا وکړه او د دغه سازمان د غړو هېوادونو مشرانو د افغانستان حکومت د سولې له پلان څخه ملاتړ وکړ.

اشرف غنی وویل، اسیا د پرمختګ په حال کې ده او د شانګهای د همکاریو سازمان یوه داسې فضا رامنځته کړې ده چې موږ کولای شو د بین‌المللی تروریستی ډلو او بین المللی جرمی ګروپونو پر ضد مبارزه ګړندۍ او غږمله کړو.

نوموړی طالبانو سره سولې او اوربند ته په اشارې وویل، له طالبانو سره د افغانستان  دولت د یو طرفه اوربند له نوښت وروسته طالبانو هم د اختر په شپو ورځو کې د اوربند اعلان کړی دی.

هغه په خپلې وینا کې په افغانستان کې د جنګ خلاف د دینی علماوو فتوا ته په اشارې وویل: "موږ اوس په افغانستان کې د سولې په اړه سیمه‌ییزه اجماع لرو او د دې ترڅنګ د لومړۍ ځلې لپاره زموږ دینی علماوو د جنګ د دوام مذهبی توجیهات رد کړل، تاسې له دغه فرصت څخه استفاده وکړئ چې افغانستان کې سوله راشی،  موږ به هڅه وکړو چې دا اوربند تمدید شی او مذاکراتو ته زمینه برابره شی."

*******  

 د تهران چاپ د اطلاعات په ورځپاڼه کی دا سرټکئ جالب ښکاری؛ چی پکی لیکل شوی:« د صلیبی جنګونو د پیلیدو په هکله د اردوغان خبر داری ».

د دغه راپور په اساس، د ترکیی ؤلس مشر، په اتریش کی د اوؤ جوماتونو په بندولو کی د یاد هیواد د لمړی وزیر د فیصلی په عکس العمل کی، د نویو صلیبی جنګونو د پیلیدو د احتمال په هکله خبردارئ ورکړ.« رجب طیب اردوغان » په اتریش کی د مسلمانانو د اوؤ جوماتونو په تړلو کی، د دغه هیواد د دولت د تصمیم په وړاندی د اعتراض په کولو سره وویل: دا ویره لرم چی دا ډول اقدامات؛ د نویو صلیبی جنګونو، او د مسلمانانو او عیسایانو ترمنځ د لانجی او شخړې سبب وګرځی. نوموړی ټینګار وکړ: اروپا باید خپل دا شان تګ لارې اصلاح او سمی کړی، او له دې پرته باید؛ د دا ډول تګ لارو تاوان له نورو لارو څخه ورکړی. 

اوس هم د کابل چاپ ورځپاڼو ته لنډه کتنه کوؤ چی، څه مطالب پکی مهم ښکاری:  

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره په افغانستان کې د اوربند او د سولې په تړاو د شانګهای د غړو هېوادونو د ملاتړ او دغه‌شان د ولسمشر او اجرائیه رئیس ترمنځ د اختلافونو د دوام په اړه لیکنې خپرې کړې دی.

مسیر

مسیر خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړی مخ کې په یو مطلب کې لیکلی، د شانګهای غړو هېوادونو د افغانستان په سوله او امنیت ټینګار کړی دی.

په مطلب کې وړاندې راغلی چې افغان ولسمشر د شانګهای په ۱۸مه ناسته کې د یاد سازمان له غړو هېوادونو غوښتی چې د افغانستان د سولې په پروسه کې همکاری وکړی.

په مطلب کې د ولسمشر په حواله راغلی چې په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې او نړۍ په ګټه دی، نو ځکه باید ټول پهدې برخه کې هڅې وکړی.

 

ماندګار

ماندګار ورځپاڼې هم په خپل یوه تحلیلی مطلب کې لیکلی دی، په افغانستان کې د سولې د راتګ لپاره یوه اوږده لار مخ ته ده.

ورځپاڼې د فرانسې له خبری اژانس سره د یوه فرانسوی شنونکی خبرې راخیستی چې ویلی یې دی، د جنګ د ختمېدو لپاره په افغانستان کې د پخوانیو هڅو تر ناکامېدو وروسته، د لومړی ځل لپاره اوربند ته د طالبانو د تمې خلاف پرېکړه کېدای شی، د سولې

د خبرو لپاره یو ګام وګڼل شی.

ورځپاڼې د یوه افغان شنونکی برهان عثمان څرګندونې هم پهدې تړاو راخیستی چې ویلی یې دی، که دوه اړخیزه هوکړه عملی شی، دا به په راتلونکی کې د سولې په برخه کې د نورو مؤثرو اقداماتو لپاره یوه پیلامه وی.

په مطلب کې د نوموړی په حواله دا هم راغلی چې دا اوربند به د جګړې د ښکېلو غاړو ترمنځ په اعتماد جوړونه کې هم مرسته وکړی. 

ملی ارمان

ملی ارمان خپلواکه ورځپاڼه بیا د ارګ او اجرائیه ریاست ترمنځ

پر اختلافونو تم شوې، او په خپل یو مطلب کې یې لیکلی دی چې د ملی وحدت حکومت مشران له هغې لارې وتلی، کوم چې باید د ملی وحدت د حکومت د سیاسی هوکړې له مخې پرې تللی وی.

ورځپاڼې لیکلی، د ولسمشر لهخوا د اوبو او انرژۍ د وزیر علی احمد عثمانی د لیرې کېدلو مسئلې بیا د ارګ او سپېدار ترمنځ اختلافونه جدی کړی دی.

ویسا

ویسا ورځپاڼې هم پهدې اړه په خپل یوه مطلب کې لیکلی چې دا اختلافونه به د خلکو اعتماد پر حکومت کم کړی او وضعیت به کړکېچن کړی.  

وروستۍ مسأله د اوبو؛ برېښنا او انرژۍ وزیر« عثمانی » او ارګ ترمنځ اختلاف و، چې بالاخره وړمه ورځ د ولسمشر په فرمان له دندې لرې کړاى شو او یو مرستیال یې سرپرست وټاکه، خو ډاکتر عبدالله وویل چې وزیر به خپل کار ته دوام ورکوی. ښاغلی عثمانی د ولسمشرۍ د فرمان له صادرېدو وروسته هم د یوې پروژې پرانیسته وکړه.

څو میاشتې وړاندې د بلخ د پخوانی والی عطا محمد نور پېښه بیا

تکرار شوه، خو په یوه توپیر چې د برېښنا د وزیر تر شا اجرائیه رئیس ولاړ دى.

ډېره ښکاره ده چې څومره د اوسنی حکومت موده پاى ته نږدې کېږی دغه غیر طبیعی حکومتی ترکیب به بیا په سیاسی رقیبانو بدلېږی. اوس نو د دې سپېرې تجربې پر پایلو فکر وکړئ چې لومړنی دوه نیم کلونه یې د واک د وېش په ناندریو تېر شول. ورپسې د خپل واک د راپرځېدو له وېرې تر یوه وخته سره جوړ وو.

وروستى کال به بیا پخپلو کې په لانجو کې ښکېل وی. دوى به د خپل امتیاز لپاره د قومی تعصب اور ته هم لمن وهی. د ولس دې الله مل شی. اصلی لامل همدغه دى چې نن د هېواد تر نیمایی زیاته خاوره د حکومت له واکه وتلې او هره ورځ تر سلو تنو زیات افغانان په یوه بې تعریفه او ناوړه جګړه کې وژل کېږی.

حکومت او واک او ځواک، زیات شمېر یارانو ته یوازې د امتیاز او د ملی شتمنیو د لوټ او چور په توګه د تعریف وړ دى، د ولس او خلکو په تړاو د مسوولیت د احساس څرک هم نشته.

که موږ له دې سپېرې دورې عبرت اخیستى واى او د راتلونکی

لپاره مو له داسې تجربو سره په کلکه مقابله کولاى دا به هم غنیمت واى، خو له وضعې ښکاری چې په ټوله کې زموږ د هېواد سیاسی زعامت د پردیو تر طلسم لاندې راغلى، د داسې اصلاح او سمون تصور چې د خپلو ستونزو د حل لپاره پر یوه ملی محور راټول شو ډېره لرې خبره ده.

که خداى مه کړه همداسې وی نو بیا خو دا د یوه برمیال ولس د زوال وروستی پړاوونه دی. په دې زوال کې به موږ ټول پړه وو.