ټریسا مې د امریکا په ولسمشر نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i73164-ټریسا_مې_د_امریکا_په_ولسمشر_نیوکه_وکړه
زمونږخبریال وایی د بریتانیا لومړۍ وزیرې میرمن ټریسا مې (Theresa May) او د لیبر ګوند مشر جیرمی کوربین(Jeremy Corbyn) پرون په پارلمان کښې دامریکا د حکومت په هرډول یواړخیزه اقدام نیوکه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 12, 2018 00:29 Asia/Kabul
  • امریکا ته په وارداتي فولادو او ایلومینیمو د مالیاتو دلګولو لپاره د واشنګټن په  یو اړخیزه او د ناعادلانه فیصلې خپلې نیوکې اعلان کړې .
    امریکا ته په وارداتي فولادو او ایلومینیمو د مالیاتو دلګولو لپاره د واشنګټن په یو اړخیزه او د ناعادلانه فیصلې خپلې نیوکې اعلان کړې .

زمونږخبریال وایی د بریتانیا لومړۍ وزیرې میرمن ټریسا مې (Theresa May) او د لیبر ګوند مشر جیرمی کوربین(Jeremy Corbyn) پرون په پارلمان کښې دامریکا د حکومت په هرډول یواړخیزه اقدام نیوکه وکړه .

د انګلستان لومړۍ وزیرې میرمن ټریسا مې په ولسی جرګې هاوس اف کامنز(House of Commons of the United Kingdom) کښې په کاناډا کښې د جی اوه (G7) صنعتی ډلې دغړیو هیوادونو  دغونډې ترسره کیدا ته په اشارې سره وویل په دغه غونډې کښې مو امریکا ته په وارداتی فولادو او ایلومینیمو د مالیاتو دلګولو لپاره د واشنګټن په  یو اړخیزه او  ناعادلانه فیصلې خپلې نیوکې اعلان کړې .

هغې څو اړخیزه پالنه د جی اوو ډلې دغړیو هیوادونو د اقتصادی ګټو ته د رسیدا لپاره ښه لاره وبلله او ویې ویل زمونږ دشریکانو پرضد دامریکا په یو اړخیزه اقداماتو سره د جی اوه ډلې د غړیو اقتصادی ګټو ته  نشو رسیدلی .

د بریتانیا په پارلمان کښې د حکومت دمخالف لیبر(Labour Party) ګوند مشر جیرمی کوربین هم په دې خبرې سره چې د واشنګټن سیاست د امریکا لومړۍ شعار پراساس ولاړ دی وویل دغه شعار د څو اړخیزه موافقو د مینځه وړلو او ختمولو ،د پاریس د اب و هوا د بدلیدا له تړون څخه د وتلو ، د ایران د  اټومی موافقې د لړزانده کولو او اوس امریکا ته د فولادو او د ایلومینیمو په وارداتو د مالیاتو د لګولو په معنا ده .

د کاناډا په کبک (Québec)ایالت کښې په لامانیه ښار کښې د جی اوه صنعتی ډلې په نوم د اوو صنعتی هیوادونو دمشرانو غونډه په داسې حال کښې دجون د میاشتې په نهمه(۹) نیټه پاې ته ورسیدله چې دغه غونډه کاملا امریکا ته د فولادو او د ایلومینیمو په وارداتو د ولسمشر ټرمپ د حکومت لخوا  د مالیاتو د لګولو په سر ددغه ډلې له شپږو (۶) نورو غړیو هیوادونو سره د امریکا د اختلافاتو تراغیز لاندې وشوه .