شمالی کوریا د صهیونیسټ رژیم دلومړی وزیر ادعا رد کړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i73168-شمالی_کوریا_د_صهیونیسټ_رژیم_دلومړی_وزیر_ادعا_رد_کړه
ایرنا خبری اژانس وایی د شمالی کوریا خارجه وزیر ری یونګ هو (Ri Yong-ho)ایران ته د اوبو د مدیریت د ټیکنالوژۍ په ورکولو کښې دصهیونیسټ رژیم د لومړی وزیر وړاندیز ته په غبرګون کښې وویل بنیامین نتانیاهو یو(۱) دروغ ویونکی جنایتکار دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 12, 2018 01:00 Asia/Kabul
  • شمالی کوریا د صهیونیسټ رژیم دلومړی وزیر ادعا رد کړه

ایرنا خبری اژانس وایی د شمالی کوریا خارجه وزیر ری یونګ هو (Ri Yong-ho)ایران ته د اوبو د مدیریت د ټیکنالوژۍ په ورکولو کښې دصهیونیسټ رژیم د لومړی وزیر وړاندیز ته په غبرګون کښې وویل بنیامین نتانیاهو یو(۱) دروغ ویونکی جنایتکار دی .

هغه پرون وویل دصهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو په داسې حال کښې  ایران ته د اوبو دمدیریت د ټیکنالوژۍ دورکولو وړاندیز کوی چې هیڅکله یې له نورو هیوادونو سره د مرستې په چوکاټ کښې ګام نه دی پورته کړی او له جنایت پرته یې بل هیڅ کار نه دی ترسره کړی  .

دشمالی کوریا خارجه وزیر د اسرائیلو د کلابندۍ په وجه د فلسطین په غزې تړانګې  کښې د اوبو کړکیچ ته په اشارې سره وویل د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر نتانیاهو ددې پرځاې چې د غزې تړانګې خلک د اوبو له کمښت څخه وژغوری هغوې په وسلو سره وژنی .

دصهیونیسټ رژی لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو په تیرې یکشنبې ورځ په یوه(۱) پیغام کښې ادعا وکړه اسرائیل به په یوه(۱) ټیلیګرام کښې په فارسۍ ژبه دایران لپاره د اوبو دمدیریت په اړه د ټیکنالوژیو په باره کښې یوشمیر اطلاعات خپاره کړی .