شمالی کوریا د صهیونیسټ رژیم دلومړی وزیر ادعا رد کړه
ایرنا خبری اژانس وایی د شمالی کوریا خارجه وزیر ری یونګ هو (Ri Yong-ho)ایران ته د اوبو د مدیریت د ټیکنالوژۍ په ورکولو کښې دصهیونیسټ رژیم د لومړی وزیر وړاندیز ته په غبرګون کښې وویل بنیامین نتانیاهو یو(۱) دروغ ویونکی جنایتکار دی .
هغه پرون وویل دصهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو په داسې حال کښې ایران ته د اوبو دمدیریت د ټیکنالوژۍ دورکولو وړاندیز کوی چې هیڅکله یې له نورو هیوادونو سره د مرستې په چوکاټ کښې ګام نه دی پورته کړی او له جنایت پرته یې بل هیڅ کار نه دی ترسره کړی .
دشمالی کوریا خارجه وزیر د اسرائیلو د کلابندۍ په وجه د فلسطین په غزې تړانګې کښې د اوبو کړکیچ ته په اشارې سره وویل د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر نتانیاهو ددې پرځاې چې د غزې تړانګې خلک د اوبو له کمښت څخه وژغوری هغوې په وسلو سره وژنی .
دصهیونیسټ رژی لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو په تیرې یکشنبې ورځ په یوه(۱) پیغام کښې ادعا وکړه اسرائیل به په یوه(۱) ټیلیګرام کښې په فارسۍ ژبه دایران لپاره د اوبو دمدیریت په اړه د ټیکنالوژیو په باره کښې یوشمیر اطلاعات خپاره کړی .