له اټومی تړون وتل دامریکا ستره تیروتنه وه
-
له ایران سره د اټومي موافقې هدف دتهران پرضد د څو اړخیزه دباو جذبول او د ایران پرضد داغیزشیندونکي مبارزې پیلول وو .
ایرنا خبری اژانس وایی دامریکا د پخوانی ولسمشر باراک اوباما د ملی امنیت سلاکارتامس ای ډانیلون(Thomas E. Donilon) وویل له اټومی موافقې وتل له عراق جنګ وروسته د امریکا ترټولو ستره غلطۍ وه .
هغه وویل زه باوری یم چې دایران او دپینځه جمع یوې ډلې ترمینځ له لاسلیک شوی اټومی تړون دامریکا وتل هغه ترټولوستره غلطۍ ده چې امریکا د عراق له جنګ وروسته په مینځنی ختیځ کښې کړی ده .
تامس ای ډانیلون چې له ۲۰۱۰ میلادی کال څخه تر ۲۰۱۳ میلادی کال پورې دامریکا د سپینې ماڼۍ د ملی امنیت سلاکار وو د ولسمشر باراک اوباما دحکومت په وخت کښې دایران پرضد د زیاتو دباونو د راوستلو په سیاست کښې مهم رول درلود .
تامس ډانیلون له اټومی موافقې وتل دامریکا او دهغې داروپایی متحدانو لپاره زیات لګښت لرونکی وبلل .
هغه وویل له ایران سره د اټومی موافقې هدف دتهران پرضد د څو اړخیزه دباو جذبول او د ایران پرضد داغیزشیندونکی مبارزې پیلول وو .
دامریکا د پخوانی ولسمشر باراک اوباما دملی امنیت سلاکار تامس ډانیلون د ارام اوقیانوسیې له تجارتی تړون څخه د ټرمپ وتل له ویټنام جنګ وروسته په اسیا کښې د امریکا ترټولو بد اقدام وباله .