د امریکا ولسمشر او دشمالی کوریا مشر لاسونه ملاو کړل
-
د امریکا ولسمشر او دشمالي کوریا مشر په لومړي(۱) پړاو کښې نن له سلاکارانو او مرستیالانو پرته د ژباړونکو په شتون سره کتنه او خبرې کوي .
زمونږ خبریال وایی د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ (Donald Trump)او د شمالی کوریا دمشر کیم جونګ اون (Kim Jong-un)ترمینځ تاریخی کتنه نن په سینګاپور هیواد کښې په سینټوسا ټاپو( Sentosa island) کښې په کاپیلا هوټل (Capella hotel )کښې پیل شوه .
د دواړو هیوادونو مشرانو لومړۍ له یوبل سره لاسونه ملاو کړل او عکسونه یې واخیستل او بیا د رسمی کتنې لپاره د هوټل یوې کوټې ته لاړل .
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د شمالی کوریا د مشر کیم جونګ اون ترمینځ په خبرو کښې د شمالی کوریا د اټومی پروګرام د ختمیدا ایجنډه په لومړیتوب کښې ده .
امریکا او شمالی کوریا چې له تیرو اوه شپیتو (۶۷)کلونو راهسې له یو بل سره دښمنۍ لری او یو بل ته په اټومی وسلو سره د تباه کولو ګواښونه کوی اوس په سینګاپور هیواد کښې خبرې پیل کړی دی او دټولې نړۍ دخلکو سترګې د امن د نویو هیلو په لور دی .
د امریکا او دشمالی کوریا دمشرانو ترمینځ له کتنې مخکې د جنوبی کوریا ولسمشر دامریکا ولسمشر ټرمپ ته په ټیلی فون کولو سره نیکې هیلې څرګندې کړې .
دشمالی کوریال له ولسمشر کیم جونګ اون سره له کتنې مخکې دامریکا ولسمشر ټرمپ ویلی وو ددغه کتنې له ختمیدا وروسته له نتیجو دخبرولو لپاره خپل خارجه وزیر جنوبی کوریا ته استوم .
دامریکا ولسمشر ټرمپ او دشمالی کوریا مشر کیم جونګ اون دخبرو له شروع کولو مخکې له خبریالانو سره خبرې وکړې .
دامریکا ولسمشر ټرمپ وویل زه ډاډمن یم چې دغه خبرې به بریالۍ وی او مونږ له یوبل سره ښې اړیکې ولرو او زه هیڅ شک نلرم .
دشمالی کوریا مشر کیم جونګ اون هم وویل دا اسانه خبره نه ده چې مونږ سینګاپور هیواد ته راغلی یوو او زیاته یې کړه زاړه کارونه خنډونه وو او مونږ په دغو خنډونو بریالی شوی یوو او مونږ نن په سینګاپور کښې یوو .
د امریکا ولسمشر او دشمالی کوریا مشر په لومړی(۱) پړاو کښې نن له سلاکارانو او مرستیالانو پرته د ژباړونکو په شتون سره کتنه او خبرې کوی او په دوهم(۲) پړاو کښې به د دوې سلاکاران او مرستیالان هم ګډون وکړی .