د ډونالډټرمپ اوکیم جونګ اون لیدۀ کاتۀ او جنجالی تبلیغات(ریډیوئي تحلیل)
له کیم جونګ اون سره له کتنې وروسته د ټرمپ له پروپیګنډیزو څرګندونو سره سره ،باید په خاطر کې ولرل شی ، چې شمالی کوریا به دجامعې ایټمی موافقې دتجروبې په نظر کې په لرلو سره،یوازې د تدریجی بهیر په چوکاټ کې او د متقابلو امتیازونو په ترلاسه کولو سره د خپلو توغندوی او ایټمی توانمنیو په یوې برخې سترګو پټولو ته حاضر شی او هیڅکله به خپل دغه ګټونکی کارډ په بشپړ ډول څنګة نه کړی .
بلاخره له مودو انتظاره وروسته،دامریکاولسمشر ډونالډ ټرمپ او د شمالی کوریا رهبر کیم جونګ اون لیده کاته ، په سنګاپور کې چې د تاریخی کتنې په توګه یادیږی ، ترسره شول . له دغې کتنې وروسته چې په پیل کې دوه په دوه او وروسته د دواړو خواؤ دپلاؤ په بڼه ترسره شوه . ډونالډټرمپ مدعی شوی ، له کیم جونګ اون سره د هغه ناسته ډیره ښه وه . ټرمپ دشمالی کوریا دایټمی وسلو دموضوع په باب ووئیل ، دواړه خواوې به په دې زمینې کې له یوه بل سره ملګرتیا اوهلې ځلې وکړی .
که څه هم تر دې دمه د د غو خبرواترو دنتیجې پهباب دشمالی کوریا له خوا کوم غبرګون نه دی څرګند شوی ، په عین حال کې ،لیرې ښکاری ، دغه کتنه چې لازیات وخت ئې د دواړو خواؤ په غوښتنو او ارزونو کې تیره شوې ، په اوسنی وخت کې څه نتیجه ورکړی . ددې په ترڅ کې چې شمالی کوریا له جامعې ایټمی موافقې دامریکا په وتلو کې دټرمپ اقداماتو او دریځونو او هم د اوه ډلې دغړو او امریکا تر مینځ هغو ژورو اختلافاتو ته په پام سره چې په کینیډا کې د دغې ډلې په وروستۍ سرمشریزې کې رابرسیره شوی ، په واشنګټن اوټرمپ او دهغه په ژمنو څه خاص اعتماد نه لری .
دامریکا دسیاسی چارو یو شناندی سوزان ډی مګیو په دې باب وائی ، په هغو غیر رسمی خبرواترو کې چې ما دشمالی کوریا له چارواکو سره درلودلی ، دوی تل د جامعې ایټمی موافقې موضوع ته اشاره کوی : په حقیقت کې دنړیوالې ایټمی موافقې لغوه کیدا له شمالی کوریا سره د ټرمپ دحکومت پر خبرواترو سیوری غوړولی دی . په امریکا کې د ډیموکراټیک ګوند سیاستوالان وائی ، دایران او جامعې ایټمی موافقې په باب د ټرمپ اقدامات ، لامل کیږی ، له شمالی کوریا سره د موافقې لپاره د ټرمپ لاسونه لا وتړل شی . د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیشن ډیموکراټیک غړی بن کارډیّن هم وئیلی دی ، دا چې د دامریکا ولسمشر دجامعې ایټمی نړیوالې موافقې وواتۀ، دامریکا پر اعتبار اغیزې شیندی . امریکائی رسنیو دواشنګټن د غوښتنو په ستر ښودلو سره وئیلی دی ، د ډونالډ ټرمپ او کیم جونګ اون د خبرواترو ایجنډا ، دشمالی کوریا د ایټمی وسول ختمول دی . ددې په ترڅ کې چې دامریکا خارجه وزیر مایک پمپئو ټینګار کړی دی ، ټرمپ ، تراوسه پورې دشمالی کوریا په باب خپلو موخو ته په رسیدا کې ډیر واټن لریی. د امریکا دغه لوړپوړی چارواکی له نظره ، هغه څه چې د شمالی کوریا په باب ئې په نظر کې دی ، دشمالی کوریا د مشر کیم جونګ اون په وسیله د دغه هیواد په لارښونې کې سټراژیک بدلون دی . په عین حال کې ډیر تر ډیره هغه څه چې پیونګ یانګ ئې ترسره کولو ته تیار دی ، دایټمی وسلو اوتوغندیو په باب خبرې اترې او په مقابل کې له واشنګټن اوسئوله د اساسی امتیازونو ترلاسه کول دی .
په اساسی توګه پیونګ یانګ ددې خبرې له اعلانه وروسته چې دامریکا درسته خاوره ئې د توغندیو په رینج کې ده ، له امریکا سره ئې د خبرواترو وړاندیز ورکړ چې د شناندو له نظره ئې، ددې ښودنه کوله، چې کیم جونګ اون د توغندوی او ایټمی پاڼو په درلودلو سره دقدرت په دریځ کې دی او په کوریا ټاپو وزمې کې د لاسوهونکی بهرنی قدرت په توګه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په مخامخ خبرواترو کې په برلاسه دریځ سره او دامتیاز داخستو په موخې سره خبرواترو ته وارد شی . له کیم جونګ اون سره له کتنې وروسته د ټرمپ له پروپیګنډیزو څرګندونو سره سره ،باید په خاطر کې ولرل شی ، چې شمالی کوریا به دجامعې ایټمی موافقې دتجروبې په نظر کې په لرلو سره،یوازې د تدریجی بهیر په چوکاټ کې او د متقابلو امتیازونو په ترلاسه کولو سره د خپلو توغندوی او ایټمی توانمنیو په یوې برخې سترګو پټولو ته حاضر شی او هیڅکله به خپل دغه ګټونکی کارډ په بشپړ ډول څنګة نه کړی .