د ډونالډټرمپ اوکیم جونګ اون لیدۀ کاتۀ او جنجالی تبلیغات(ریډیوئي تحلیل)
https://parstoday.ir/ps/news/world-i73192-د_ډونالډټرمپ_اوکیم_جونګ_اون_لیدۀ_کاتۀ_او_جنجالی_تبلیغات(ریډیوئي_تحلیل)
له کیم جونګ اون سره له کتنې وروسته د ټرمپ له پروپیګنډیزو څرګندونو سره سره ،باید په خاطر کې ولرل شی ، چې شمالی کوریا به دجامعې ایټمی موافقې دتجروبې په نظر کې په لرلو سره،یوازې د تدریجی بهیر په چوکاټ کې او د متقابلو امتیازونو په ترلاسه کولو سره د خپلو توغندوی او ایټمی توانمنیو په یوې برخې سترګو پټولو ته حاضر شی او هیڅکله به خپل دغه ګټونکی کارډ په بشپړ ډول څنګة نه کړی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 12, 2018 09:24 Asia/Kabul
  • د ډونالډټرمپ اوکیم جونګ اون لیدۀ کاتۀ او جنجالی تبلیغات(ریډیوئي تحلیل)

له کیم جونګ اون سره له کتنې وروسته د ټرمپ له پروپیګنډیزو څرګندونو سره سره ،باید په خاطر کې ولرل شی ، چې شمالی کوریا به دجامعې ایټمی موافقې دتجروبې په نظر کې په لرلو سره،یوازې د تدریجی بهیر په چوکاټ کې او د متقابلو امتیازونو په ترلاسه کولو سره د خپلو توغندوی او ایټمی توانمنیو په یوې برخې سترګو پټولو ته حاضر شی او هیڅکله به خپل دغه ګټونکی کارډ په بشپړ ډول څنګة نه کړی .

بلاخره له مودو انتظاره وروسته،دامریکاولسمشر ډونالډ ټرمپ او د  شمالی کوریا  رهبر کیم جونګ اون لیده کاته  ، په سنګاپور کې  چې  د  تاریخی  کتنې په توګه یادیږی ،  ترسره شول .  له دغې کتنې وروسته  چې  په پیل کې   دوه  په دوه  او وروسته  د دواړو خواؤ دپلاؤ  په بڼه  ترسره شوه . ډونالډټرمپ  مدعی شوی ، له کیم جونګ اون سره د  هغه ناسته  ډیره ښه  وه . ټرمپ  دشمالی کوریا دایټمی وسلو  دموضوع په باب  ووئیل ،  دواړه خواوې به   په دې زمینې کې  له یوه بل سره ملګرتیا  اوهلې ځلې وکړی . 

 که څه هم تر دې دمه  د د غو خبرواترو  دنتیجې پهباب دشمالی کوریا له خوا  کوم غبرګون نه دی څرګند شوی ،  په  عین حال کې ،لیرې ښکاری ،  دغه کتنه چې  لازیات  وخت ئې   د دواړو خواؤ   په  غوښتنو او ارزونو  کې تیره شوې ،  په اوسنی وخت کې  څه  نتیجه ورکړی .  ددې په ترڅ کې چې  شمالی کوریا   له جامعې ایټمی موافقې  دامریکا په وتلو کې  دټرمپ  اقداماتو او دریځونو   او هم د اوه ډلې  دغړو او امریکا تر مینځ هغو  ژورو اختلافاتو  ته په پام سره چې  په کینیډا کې د دغې  ډلې  په وروستۍ سرمشریزې کې  رابرسیره شوی ،  په واشنګټن اوټرمپ  او دهغه  په ژمنو څه خاص  اعتماد  نه لری .

 دامریکا دسیاسی چارو یو شناندی  سوزان ډی مګیو  په دې باب وائی ،  په هغو غیر رسمی خبرواترو کې چې   ما  دشمالی کوریا له چارواکو سره درلودلی ،  دوی  تل  د جامعې ایټمی موافقې  موضوع ته اشاره کوی :   په حقیقت کې   دنړیوالې ایټمی موافقې  لغوه کیدا  له شمالی کوریا سره  د ټرمپ  دحکومت  پر خبرواترو  سیوری  غوړولی دی . په  امریکا کې  د ډیموکراټیک  ګوند سیاستوالان  وائی ، دایران او جامعې ایټمی موافقې  په باب د ټرمپ  اقدامات ، لامل کیږی ، له شمالی کوریا سره  د موافقې لپاره  د ټرمپ  لاسونه لا وتړل شی . د امریکا د  مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیشن  ډیموکراټیک غړی  بن کارډیّن هم وئیلی دی ،  دا چې  د دامریکا ولسمشر دجامعې ایټمی  نړیوالې موافقې  وواتۀ،   دامریکا پر اعتبار اغیزې شیندی .  امریکائی رسنیو  دواشنګټن د غوښتنو په ستر ښودلو سره  وئیلی دی ،  د ډونالډ ټرمپ او کیم جونګ اون  د خبرواترو   ایجنډا ، دشمالی کوریا د  ایټمی وسول ختمول دی . ددې په ترڅ کې چې   دامریکا  خارجه وزیر مایک پمپئو  ټینګار کړی دی ،  ټرمپ ، تراوسه پورې  دشمالی کوریا په باب خپلو موخو ته په رسیدا کې  ډیر واټن لریی.  د امریکا دغه لوړپوړی  چارواکی    له نظره ، هغه څه چې  د شمالی کوریا په باب  ئې په نظر کې دی ،  دشمالی کوریا  د مشر کیم جونګ اون  په وسیله د  دغه هیواد په لارښونې کې سټراژیک بدلون دی .  په عین حال کې  ډیر تر ډیره  هغه څه چې پیونګ یانګ  ئې ترسره کولو ته تیار دی ،   دایټمی وسلو اوتوغندیو  په باب خبرې  اترې  او  په مقابل کې  له واشنګټن اوسئوله  د  اساسی امتیازونو ترلاسه کول دی . 

په اساسی توګه  پیونګ یانګ ددې خبرې له  اعلانه وروسته چې  دامریکا درسته خاوره ئې د توغندیو په رینج کې ده ،  له امریکا سره ئې د خبرواترو وړاندیز ورکړ چې  د شناندو له نظره ئې،  ددې   ښودنه  کوله،   چې  کیم جونګ اون  د  توغندوی او ایټمی  پاڼو   په درلودلو سره   دقدرت په دریځ کې دی  او   په کوریا ټاپو وزمې کې  د لاسوهونکی بهرنی قدرت په توګه د  امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ  سره  په مخامخ خبرواترو کې   په برلاسه دریځ سره او  دامتیاز داخستو په موخې سره  خبرواترو ته وارد شی . له کیم جونګ اون سره  له  کتنې وروسته  د ټرمپ له پروپیګنډیزو څرګندونو سره سره ،باید  په خاطر کې ولرل شی ، چې  شمالی کوریا به  دجامعې ایټمی موافقې  دتجروبې  په نظر کې په لرلو سره،یوازې  د تدریجی  بهیر  په چوکاټ کې او  د متقابلو امتیازونو په ترلاسه کولو  سره د خپلو توغندوی او ایټمی توانمنیو په یوې برخې   سترګو پټولو ته حاضر شی  او  هیڅکله به  خپل دغه ګټونکی کارډ  په بشپړ ډول څنګة نه کړی .