مطبوعاتو ته کتنه
د تهران چاپ د آرمان امروز په ورځپاڼه کی د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له خولی لیکل شوی:« ۴+۱ دی په لنډه ممکنه موده کی ایران ته ضروری ضمانتونه ورکړی.
د یادی ورځپاڼی په لیکنه؛ د ایران د خارجه وزارت ویاند« بهرام قاسمی »، په کار شکنۍ، سرغړونی، او له دوه اړخیزو او څو اړخیزو نړیوالو تړونونو څخه په وتلو کی، د امریکی مخینې ته
په اشارې سره د شمالی کوریا دولت ته سپارښتنه وکړه: له امریکی سره په خبرو اترو کی په کاملې هوښیارۍ سره ګام واخلی، ځکه چی، د امریکی د حکومت ماهیت داسی نه دئ، چی د هغه په هکله په خوشبینۍ سره قضاوت وکړو.
د ایران د خارجه وزارت ویاندوی همداراز د روسیی د وروستیو دریځونو، او په سوریه کی له ایران څخه د دغه هیواد د لیری کیدو په اړه د ځینو تحلیلونو په باره کی وویل: د سوریی په هکله؛ له روسیی سره زموږ په اړیکو کی کومه نوې پیښه نه ده رامنځته شوې، او د دمشق او تهران په باره کی د روسیی دریځونه روښانه دی. د آستانه په پروسه کی زموږ سلا مشوری، او دوه اړخیزی مذاکری دوام لری، او د ایران او روسیی ؤلس مشرانو پدی وروستیو کی له یو بل سره کتلی دی.
*******
د تهران چاپ د اطلاعات په ورځپاڼه کی لولو:« عربستان ته د نا آرامیو د لمنې د غځیدو له ویرې، له اردن سره د سعودی رژیم دوه نیم میلیارد ډالریزه مرسته ».
د سعودی رژیم مشرانو ؛ په اردن کی د دولتی ضد اعتراضونو
له زیاتیدو وروسته؛ په« مکه » کی د امارات؛ کویټ او اردن د مشرانو په شتون، د څلور اړخیزې غونډې د جوړولو په ضمن کی، د خلګو د دولتی ضد اعتراضونو د غلی کولو لپاره، له « امان » سره دوه نیم میلیارد ډالریزه مرسته وکړه.
د خبری سرچینو د راپور له مخی؛ پدغه غونډه کی د عربستان د پاچاه« سلمان بن عبدالعزیز » سربیره، د کویټ امیر« صباح الجابر الاحمد الصباح »، د دبی واکمن« محمد بن راشد آل مکتوم»، د اماراتو د مشر مرستیال، او همداراز د اردن پاچاه «دویم عبدالله » هم شتون درلود.
*******
د تهران چاپ د ایران په ورځپاڼه کی تر دی سرټکی لاندی، چی « عربستان؛ له برجام څخه د امریکی د وتلو ستر بایلونکی » د « ساموئل رامانی » په قلم په یو تحلیل کی راغلی دی:
له اټمی جامع پروګرام« برجام » څخه د وتلو لپاره د« ډونالډ ترمپ » تصمیم، ډیر ژر د امریکی د زیاترو ملګرو؛ په تیره بیا د اروپایی متحدینو له خوا وغندل شو، خو د سعودی عربستان له خوا؛ له همدغه تصمیم څخه تود هرکلئ وشو.
له دې کبله؛ چی په سیمه کی د نفوذ موندلو په سر، له ایران سره د سعودی عربستان لانجه، هماغه شان روانه ده؛ له برجام څخه د وتلو لپاره، د ټرمپ له تصمیم څخه د دغه هیواد ملاتړ کول هم، چندانی له انتظار څخه لیری نه ؤو، خو د ټرمپ تصمیم ته لا دقیقه کتنه، دا را ښیی چی پدې اړه د عربستان خوشحالې لنډ مهاله ده.
لمړنۍ اندیښنه؛ چی سعودی عربستان باید له برجام څخه د ټرمپ د وتلو په نتیجه کی ولری دا ده، چی د ټرمپ دغه تګ لاره کولای شی د فارس خلیج د همکارۍ شورا د غړیو هیوادونو یو موټی توب کمزورئ کړی. د ۲۰۱۷ کال د جون له میاشتې څخه، چی د قطر کړکیچ او بحران شروع شو، د فارس خلیج د همکارۍ شورا غړی هیوادونه، له ایران سره د همکارۍ د منلو او نه منلو په باره کی، په دؤو پکټونو ویشل شوی دی.
د عربستان؛ امارات او بحرین هیوادونه چی له ایران سره د همکارۍ په خلاف دی، ادعا کوی چی ایران؛ په منځنی ختیځ د نا آرامۍ اصلی سرچینه ده، او باید په هره بیه تهران کنټرول کړی. خو د عمان او کویټ په شمول د دغې شورا نور هیوادونه باوری دی، چی له ایران سره یو لړ تجارتی همکارۍ، کولای شی د سیمی امنیت، تضمین کړی.
اوس هم د کابل چاپ ورځپاڼو ته لنډه کتنه کوؤ:
په کابل کې خپرېدونکو ورځپاڼو د خپلو نننیو ګڼو اکثره تبصرې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند او د دغه اوربند په درشل کې پرونیو حملو ته ځانګړی کړی دی.
مسیر:
مسیر ورځپاڼې لیکلی دی، په داسې حال کې چې د افغان حکومت لخوا د سولې اته ورځنی اوربند نن او د طالبانو دری ورځنی اوربند بیا د اختر په لومړۍ ورځ پیلېږی، خو پوښتنه داده چې له اوربند څخه مخکې تاوتریخوالی ولې زیات شو؟
ورځپاڼه وړاندې لیکی؛ په دې کې شک نشته چې دواړو لوریو ته داسې کسان شته چې په اوربند او سوله خوښ نه دی او غواړی چې جګړه دوام وکړی.
ورځپاڼې لیکلی دی چې طالبانو په کابل او ننګرهار کې د پرونیو بریدونو پړه نه ده منلې، نو واضح ده چې دریم اړخ غواړی وحشت وکړی او اوربند له ستونزو سره مخامخ کړی.
ورځپاڼې دا هم لیکلی دی چې داعش ډله د اوربند برخه نه ده، نو
دغه ډله او ملاتړی یی غواړی له دې فضا نه ګټه پورته کړی او
داسې حملې وکړی چې فضا خرابه کړی.
د ورځپاڼې په باور داعش او ملاتړی یې غواړی، دغه ډله د یو پیاوړی ځواک او جدی خطر په توګه مطرح کړی او دا وښی چې که طالبان سوله هم وکړی، نو جګړه به دوام کوی.
ورځپاڼې د خپلې تبصرې په پای کې لیکلی دی چې د دی خطر له منځه وړل د خپل منځیو اختلافاتو په لیرې کولو او یوازی په یووالی سره ممکن دی.
دنیا:
دنیا ورځپاڼې پرونیو حملو ته په اشارې لیکلی دی، دا حملې داسې مهال شوی دی چې افغانان د اوربند د خوشحالۍ د لمانځلو په حال کې وو چې یو ځلې بیا د غم پر ټغر کښېنول شول.
ورځپاڼې لیکلی دی چې پرون په کابل، ننګرهار، کندوز، غزنی او هلمند کې ځان وژونکو، ډله ییزو حملو او چاودنو درنه مرګ ژوبله اوړلې ده.
ورځپاڼې لیکلی دی چې خلک په دې هیله وو چې افغان حکومت او وسله وال مخالفین به یې د دی اوربند په خاطر لا اقل د روژې په مبارکه میاشت کې له خونړیو حملو لاس واخلی، خو د ورځپاڼې په وینا لیدل کېږی چې طالبان له اختر نه مخکې د اوربند جبرانول غواړی.
ورځپاڼه لیکی چې له دې حملو ښکاری چې په افغانستان کې د جګړې تر شا د نورو لاسونه دی چې نه غواړی افغانان په ارامه ساه واخلی، خو ورځپاڼې دا نه دی لیکلی چې دا نور لاسونه د چا دی.
هېواد:
هېواد دولتی ورځپاڼې لیکلی دی چې سر له نن څخه د افغان حکومت لخوا یو اړخیز اوربند چې ولسمشر یې ژمنه کړې وه او په کور دننه او بهر یې په پراخه توګه هرکلی وشو پیلېږی.
د ورځپاڼې په وینا چې دا اوربند په کابل کې د یوې غونډې پر مهال د شا اوخوا دریو زرو دینی عالمانو د غوښتنې له مخې اعلانېږی او په دې موده کې به افغان ځواکونه یوازې دفاعی حالت ولری.
ورځپاڼې هیله څرګنده کړې ده چې طالبانو هم له خپله اړخه اعلان
کړی اوربند نور هم وغځوی، څو په هېواد کې د تلپاتې سولې د ټینګښت زمینه برابره شی.
ورځپاڼې د خپلې تبصرې په پای کې دواړو لوریو ته سپارښتنه کړې چې اوربند رعایت کړی او پرې نېږدی چې دښمن یې ترمنځ فتنه راولاړه او دا تاریخی، اسلامی او دینی ارزښت دړی وړې کړی.
ویسا:
ویسا ورځپاڼې بیا لیکلی دی چې پاکستانی رسنۍ لیکی چې د ولسمشر او طالبانو اوربند د امریکایی او پاکستانی چارواکو د توافق له مخې شوی دی.
ورځپاڼې وړاندې لیکلی دی چې د پاکستان ډان ورځپاڼې په یو خبر کې لیکلی دی چې امریکایی او پاکستانی چارواکو توافق وکړ چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ دې د سولې خبرې پیل شی او اوربند دې وشی.
ورځپاڼې په خپله تبصره کې لیکلی دی، دا چې امریکا او پاکستان پرېکړه کوی چې په افغانستان کې دې جګړه نوره پای ته ورسېږی او سوله راشی، نو دا خو د خیر خبره ده.
خو د ورځپاڼې په وینا د طالبانو د اوربند بیه پاکستان اخلی او
معلومه نه ده چې د پردې تر شا کومه لوبه روانه ده چې په اړه
یې اندېښنه پر ځای ده.