په کاناډا کی د جی-۷ د غړیو د ناستې نتایج
https://parstoday.ir/ps/news/world-i73222-په_کاناډا_کی_د_جی_۷_د_غړیو_د_ناستې_نتایج
د کاناډا په«کبک»کی، د جی-۷ غړیو هیوادونو د غونډې نتیجی، له غونډې څخه د مخکنیو فرضیو، او د هغو څرګندو اختلافونو سره سره؛ چی له وړاندی له امریکی سره د غړیو ترمنځ موجود ؤو، له انتظار څخه لیری نه وې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 12, 2018 13:11 Asia/Kabul
  • په کاناډا کی د جی-۷ د غړیو د ناستې نتایج

د کاناډا په«کبک»کی، د جی-۷ غړیو هیوادونو د غونډې نتیجی، له غونډې څخه د مخکنیو فرضیو، او د هغو څرګندو اختلافونو سره سره؛ چی له وړاندی له امریکی سره د غړیو ترمنځ موجود ؤو، له انتظار څخه لیری نه وې.

د پاریس له تړون او همداراز د برجام له نړیوالی موافقې څخه د واشنګټن وتل، او له اروپا سره د امریکی سوداګریز جنګ، له هغو مسایلو څخه ؤ؛ چی د غونډې زیات وخت یی واخیست، او کومه نتیجه یی هم نه درلوده.

د دغې غونډې د پای بیانیه هم، د واقعیتونو په خلاف د تضادونو او دریځنیونو یوه ټولګه ده، چی د ایران د خارجه وزارت د ویاند عکس العمل یی په ځان پسی درلود.

بهرام قاسمی، د اووه ډلې د سرمشریزې وروستۍ بیانیه، او پدغی بیانیه کی د ایران په هکله د یو لړ غوښتنو او ادعاؤو بیانول، مداخله غواړی وبلل. نوموړی د اووه ډلې هیوادونو ته سپارښتنه

وکړه؛ چی د ځینو زیات غوښتونکو هیوادونو او رژیمونو، د هغو سیاستونو په لومه کی ګیر نه شی؛ چی د ایران ویرونی او له ایران سره د دښمنۍ په زمینه کی دی.

جی-۷ ؛ که په رښتیا د نړیوالې سولې او امنیت په هکله اندیښنه لری، دغه اندیښنه باید په بل ځای کی ولټوی. د ایران اسلامی جمهوریت په عمل کی ښودلې ده، چی نه په تشو خبرو او یا بیانیه کی، بلکه د عمل په ډګر کی د سولې او امنیت په لټه کی دئ. هغه څه چی د اندیښنې وړ ده، د امریکی د دولت د یو اړخیزو اقداماتو په دوام ټینګار کول دی، چی پخپله د نړیوالی سولې او امنیت لپاره جدی ګواښ شمیرل کیږی. شک نشته؛ چی دغه دریځنیونه، له هغو غلطو تبلیغاتو او مبهمو القائاتو او فضا جوړونو څخه سرچینه اخلی، چی د امریکی له خوا؛ او د کاناډا د سرمشریزې په درشل کی، دې او آخوا ته د اسرائیل د ماشوم وژونکی رژیم د لمړی وزیر« نتانیاهو » په منډو ترړو سره یی زیاتوالئ وموند. دا پداسی حال کی ده؛ چی د سیمی ؤلسونه، په غزه او یمن کی د صهیونیسټی رژیم او عربستان له تیری ګریو، شرارتونو او جګړه ماریو څخه رنځ وړی.

نن سبا؛ د سیمی امنیت د اسرائیل د اټمی بټۍ له خطر سره  مخامخ دی، چی د امریکې؛ فرانسی او د جی-۷ د یو شمیر نورو غړیو په مرستې سره یی بڼه نیولې ده.

روښانه ده؛ چی ایران د اټمی فعالیت او د هغه د سوله ایز والی په موضوع کی هیڅ ډول ابهام او مشکل نه لری. له برجام وړاندی د آژانس نږدی ۳۰ راپورونه، او په برجامی ژمنو د ایران د بشپړې پابندۍ  په هکله یوولس راپورونه، د ایران د اټمی پروګرام د سوله ایز والی تائیدونکی دی.

ځکه نو؛ نشی کیدای د ډرامی په جوړولو او پدی اټکل سره، چی ممکنه ده د ایران اټمی پروګرام په ګواښ واوړی، د مسئلې بڼه بدله شی. د اټمی توان په موضوع کی هم، همدغه ګمراه کونکی چاری؛ د واقعیتونو اپوټه ښودل او د امریکی نه تمامیدونکی کینی، مطرح دی.

په سیاسی چارو کی د امریکی مشهور شناندئ« نوام چامسکی » وایی:« د امریکی مشرانو له ډیری مودې راهیسی،« ایران » ډیر خطرناک هیواد، او شاید د ځمکی د کرې تر ټولو خطرناک هیواد معرفی کړئ، او دا له ټرمپ څخه په مخکی دوری پوری مربوطه

ده. د ایران نه بخښیدونکې ګناه داده، چی دا یی نه ده منلې چی د واشنګټن په وړاندی تعظیم وکړی ».  

دغه ادعاوی پداسی حال کی مطرح کیږی، چی ایران؛ د داعش له ټروریزم، او له نورو ترهه ګرو ډلو سره د مبارزې د زیات لګښت او مشکلاتو په زغملو سره، په قدرت سره عمل کړئ، او هماغه راز هوډمن دئ؛ چی له سیاسی جنجالونو او له بی اساسو او دروغو تورونو څخه، له اغیز مننی پرته، د دښمنانو د ګواښونو په وړاندی ودریږی، ځکه چی له اووه ډلې څخه لا زیات، د ثبات او امنیت په اندیښنه کی دئ، او د امنیت د پوره کولو لپاره به، له خپل دفاعی پلان څخه؛ چی د دفاعی توانمنۍ پراختیا او مخه نیونکی توغندویی پروګرام دئ، او د ملګرو ملتو له هیڅ پریکړه لیک سره ضدیت نه لری، لاس وا نخلی.