د شمالي کوریا مشر ټرمپ خپل هیواد ته وروباله
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د سنګاپور د غونډې پر مهال د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته، پیونګ یانګ ته د سفر کولو بلنه ورکړه.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د سنګاپور د غونډې پر مهال د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته، پیونګ یانګ ته د سفر کولو بلنه ورکړه.
د شمالي کوریا مشر همداشان له امریکې د کتنې په هکله د دغه هیواد د ولسمشر بلنه هم ومنله.
یاده دې وي چې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون پرون سهار په وړومبي ځل په سنګاپور کښې په خپلو کښې ملاقات وکړ.
د دې دواړو لرغونو دښمنو هیوادونو د مشرانو په دغې تاریخي کتنې کښې یوه موافقه لاسلیک شوه چې پکښې امریکې شمالي کوریا ته د (امنیتي ضمانتونو) د ورکولو ژمنه کړې ده.
د دغې موافقې له مخې ټرمپ او اون د صلحې او سوکالتیا په لړ کښې د دواړو هیوادونو د خلکو له غوښتنې سره سم د یوې نوې اړیکې د ټینګولو ژمنه کړې ده.