مطبوعاتو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i73264-مطبوعاتو_ته_کتنه
د تهران چاپ د اعتماد ورځپاڼی په نننۍ ګنه کی، د ډونالډ ټرمپ، او کیم جونګ اون د پرونۍ لیدنې په هکله، تر دی سرټکی لاندی چی د« اون او ټرامپ د تاریخی کتنی محصول، اوس هیڅ » د شهاب شهسواری په قلم په یوې تبصره کی راغلی دی:
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 13, 2018 10:24 Asia/Kabul
  • مطبوعاتو ته کتنه

د تهران چاپ د اعتماد ورځپاڼی په نننۍ ګنه کی، د ډونالډ ټرمپ، او کیم جونګ اون د پرونۍ لیدنې په هکله، تر دی سرټکی لاندی چی د« اون او ټرامپ د تاریخی کتنی محصول، اوس هیڅ » د شهاب شهسواری په قلم په یوې تبصره کی راغلی دی:

له څو اونیزو هلوځلو، او اټکلونو وروسته د امریکی ؤلس مشر« ډونالډ ټرامپ»، د سنګاپور د اوبو په غاړه د سانتوسا ټاپو، د کاپلای په هوټل کی، د شمالی کوریا د مشر« کیم جونګ اون » سره لیدنه او خبری اترې وکړې.

که څه هم د روحیی پیژندنې متخصصانو، له دغې لیدنی څخه د خپاره شویو تصویرونو له مخې، د ډونالډ ټرمپ له تسلط، او د کیم جونګ اون په څیره کی له اضطراب او پریشانۍ خبر ورکاوه، خو وروسته تر دې چی ټرمپ اعلان وکړ؛ تصمیم یی نیولئ چی له جنوبی کوریا سره ګډې پوځی مانوری بندی کړی؛ یو شمیر شناندو دغه لیدنه، د کیم لپاره یوه ستره بریا وبلله؛ داسی یوه لیدنه چی هر دواړه غاړی تری خوشحاله ښکاریدلی، او هغه یی مثبته وبلله.

هماغه ډول چی نړیوالو رسنیو پیش بینی کړې وه، د ټرمپ او کیم خبری اترې په یوې لنډې بیانیې سره ختمی شوې. یوه څلور ماده ایزه بیانیه؛ چی شمالی کوریا پکی د اټمی بی وسلې کیدو ژمنه کړې وه، او امریکی له پیونګ یانګ سره د اړیکو د عادی کولو او د امنیت د ساتنی ضمانت کړئ ؤ.

له دغې ناستې وروسته؛ له ډونالډ ټرمپ څخه پوښتنه وشوه، چی ولی د مذاکرو لپاره د واشنګټن مهمه او اساسی جمله، یعنی« د شمالی کوریا کامل؛ د رښتیا آزموینی وړ او نه ستنیدونکی بی وسلی کیدل »، د دواړو لورو ترمنځ په لاسلیک شوې بیانیه کی، نه ده راغلې، ټرمپ  ځواب ورکړ:« زیات وخت مو نه درلود،

زه یواځی یوه ورځ دلته وم ».

له جنوبی کوریا سره د ګډو پوځی مانورو د بندیدو په هکله، د«ای بی سی» شبکی سره په مرکه کی د ټرمپ څرګندونی، د زیاترو څیړاندو د حیرانتیا سبب شوې، تر دې ځایه پوری چی یو شمیر کار پیژاندی باوری دی؛ چی ممکنه ده د ټرمپ د څرګندونو په اړه غلطه تبصره شوی وی، ځکه چی د پیونګ یانګ د عملی اقداماتو له پیلیدو وړاندی، د شمالی کوریا د دغې غوښتنې اجرا کیدل، د شمالی کوریا د مشر لپاره یو ستر امتیاز شمیرل کیږی.

******

د تهران چاپ د اطلاعات ورځپاڼی، د ایران د اسلامی جمهوریت او د فرانسی د ؤلسمشرانو د پرونیو خبرو اترو ځینو برخو ته اشاره کړې ده.

د یادې ورځپاڼی په لیکنه؛ د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر «حسن روحانی» پرون مازیګر د فرانسې له ولسمشر« امانوئل مکرون » سره په ټلیفونی خبرو کښې، د برجام د ساتنې لپاره د فرانسې په شمول د اروپا له دریځونو خوښی څرګنده کړه، او ټینګار یې وکړ: دا څرګندونې او خبرپاڼې باید په برجام کښې د پاتې کیدو له ګټو د ایران د برخمنیدو په عملی اقداماتو او لاروچارو سره جوختی وی.

د ایران ولسمشر د عملی حل لارو د وړاندې کولو لپاره د وخت محدودیت ته په اشارې، او په دې ټکی باندې په ټینګار سره چې د ډیپلماسۍ دا ستره بریا دې د نورو په یو اړخیزو اقداماتو او لوظ ماتونو سره نابودۍ ته پرې نښودله شی، وویل: که ایران د دې موافقې له امتیازه ګټه پورته نه کړای شی، نو عملاً به پکښې پاتې کیدل ناشونی وی.

په دغو ټلیفونی خبرواترو کښې د فرانسې ولسمشر« امانوئل مکرون » هم یوځل بیا په دې ټکی باندې په ټینګار سره چې پاریس پر برجام پایبند دی، او د هغه د ساتنې لپاره یې پوره پوره هڅه کړې ده، په ایټمی موافقه کښې د پاتې کیدو له ګټو د ایران د برخمنتیا د جبیرې په لړ کښې، د عملی حل لارو او اقداماتو د یوې لړۍ خبر ورکړ.

****** 

د تهران چاپ د جمهوری اسلامی په ورځپاڼه کی تر دی سرټکی لاندی؛ چی« هغه انتظار چی په افغانستان کی د اوربند له پیلیدو څخه کیږی »، په یو راپور کی لیکل شوی: د افغانستان د ؤلس مشر له خوا د اوربند له اعلان څخه یوه ورځ وروسته؛ دغه هیواد د ګڼو انتحاری حملو او پوځی نښتو شاهد ؤ. له دې وړاندی د افغانستان په پایتخت (کابل) کی یو انتحاری عامل، د« احیا او د کلیو د پراختیا وزارت» په وړاندی، په ځان پوری تړلی چاودیدونکی توکی وچاودول، چی دغه پیښه د ۱۳ کسانو د وژل کیدو، او د ۳۱ کسانو د ټپیانیدو سبب شوه.

پدې هکله د افغانستان د هوایی ځواک پخوانئ قوماندان« عتیق الله امرخیل » باوری دئ، چی د دغه اوربند د اعلان زیاته برخه، سیاسی او تبلیغاتی اړخ لری، او ښکیلی خواوی غواړی د دغه اعلان د تبلیغ له لاری، د خلګو په نزد محبوبیت او اعتبار لاسته راوړی.

*******

اوس هم د کابل چاپ دورځپاڼو مهمو مطالبو ته یوه ځغلنده کتنه کوؤ:

د کابل ورځپاڼو د نن ورځې مهم سرلیکونه له افغان مشرانو سره

د پاکستانی پلاوی خبرو او د اعلان شوی اوربند حالت ته ځانګړې

شوی دی.

دنیا

دنیا ورځپاڼې لیکلی دی چې پاکستانی پلاوی چې مشری یې د دغه هېواد د پوځ مشر جنرال قمر باجوه کوله، له افغان مشرانو سره په لیدنه کې د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان له عمل پلان سره پر تړلو مسایلو خبرې کړې دی.

ورځپاڼې وړاندې د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوی په حواله لیکلی دی چې له ولسمشر سره د پاکستانی پلاوی د خبرو تمرکز د عمل پلان په پلی کولو، د ترهګرۍ په وړاندې پر مبارزې، د تاوتریخوالی پر کمولو او د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې پر خبرو و.

ورځپاڼې لیکلی دی چې له دې مخکې کابل او اسلام‌اباد موافقه کړې چې په خپلو کې د استخباراتی معلوماتو د تبادلې په برخه کې همکاری زیاته کړی او د وېره اچوونکو فعالیتونه تر نظارت لاندې ونیسی.

ورځپاڼې وړاندې د ځینو چینایی رسنیو په حواله لیکلی دی چې افغانستان او پاکستان د ډیورند د کرښې په اوږدو کې د هماهنګۍ د مرکزونو پر جوړولو او په کابل او اسلام‌اباد کې د ارتباطی افسرانو د ګمارنې په اړه هم موافقه کړې ده. 

ویسا

ویسا ورځپاڼې بیا لیکلی دی چې افغان ولسمشر او د پاکستان د پوځ مشر چې د یوه پلاوی په مشرۍ پرون کابل ته راغلی و، د عمل پلان او د سولې په اړه خبرې کړې دی.

ورځپاڼې کابل ته د پاکستانی پلاوی د سفر په اړه د ځینو کتونکو نظرونه هم راخیستی دی او لیکلی یې دی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستی سفرونه او د اړیکو د رغولو هڅې د امریکا په غوښتنه کېږی او واشنګټن غواړی چې له پاکستان سره خپلې اړیکې ورغوی.

ورځپاڼې لیکلی دی چې د پاکستان پلاوی په داسې مهال کابل ته سفر وکړ چې له دې څو ورځې مخکې د پاکستان ولسمشر د شانګهای د غونډې پر مهال وویل چې کابل او اسلام‌اباد په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په اړه پر یوه ګډه ستراتېژی کار کوی، خو د ورځپاڼې په وینا، افغان ولسمشر بیا د شانګهای سرمشریزې ته په خپله وینا کې وویل چې له پاکستان سره موافقې

د کاغذ پر مخ پاتې دی.

ملی ارمان

ملی ارمان ورځپاڼې هم په یوه مطلب کې کابل ته د پاکستان د پوځ د مشر او ملګری پلاوی پر سفر بحث کړی او د پاکستانی پلاوی د سفر د اجنډا په اړه د معلوماتو تر څنګ‌یې لیکلی دی چې د پاکستان د پوځ مشر د سې شنبې په ورځ داسې مهال کابل ته راغی چې د افغان حکومت له‌خوا د طالبانو پر وړاندې د اعلان شوی اوربند لومړۍ ورځ وه.

ورځپاڼې لیکلی دی چې طالبانو هم له خپله اړخه یو اوربند اعلان کړی چې د کمکی اختر په لومړۍ ورځ پیلېږی.

ورځپاڼې د اوربند په اړه په یوه جلا مطلب کې لیکلی دی چې په لوېدیځ ولایت هرات کې امنیتی چارواکو ویلی دی چې له طالبانو سره تړلی کسان کولای شی چې د اختر په ورځو کې د دولت تر کنټرول لاندې سیمو کې د خپلو کورنیو لیدو ته راشی، خو په دې شرط چې وسله ورسره نه‌وی او د خلکو د اندېښنې سبب نه‌شی.

هېواد

هېواد دولتی ورځپاڼې بیا لیکلی دی چې د افغان حکومت او طالبانو

له‌خوا اعلان شوی اوربند ته په کتو، دا ځل خلک راروان کمکی اختر ته زیات هوسېږی او په دې اړه په ټولنیزو رسنیو کې زیاتې هیلې څرګندېږی.

ورځپاڼې وړاندې د سولې لپاره په هېواد کې پیل شویو ځینو خوځښتونو ته په اشارې لیکلی دی چې د ولس له‌خوا هم پر طالبانو فشارونه زیات شوی دی، دا لنډ مهالی اوربند اوږد کړی، څو ورو ورو د سولې لپاره زمینه برابره شی.

ورځپاڼې لیکلی دی چې له روانې لانجی او تپل شوې جګړې د ولس ستړتیا له یوې خوا او د شااوخوا درېیو زرو جیدو دینی عالمانو له‌خوا د روانې جګړې ناروا بلل له بلې خوا هیلې زیاتې کړې دی چې راروان اختر په ارامه او ښه فضا کې ولمانځل شی.

انیس

انیس بلې دولتی ورځپاڼې هم خپله سرلیکنه د افغان حکومت او طالبانو له‌خوا پر اعلان شوی اوربند بحث کړی دی او لیکلی یې دی چې باید هڅه وشی، څو دغه لنډ مهالی اوربند په تل‌پاتی اوربند بدل شی.

ورځپاڼې لیکلی دی چې د اوربند د اعلان په درشل کې که څه هم

ځان وژونکو حملو زور اخیستی دی چې د اکثرو پړه‌یې داعش منلې ده، خو د ورځپاڼې په وینا، خلک له خپلو امنیتی او دفاعی ځواکونو غواړی چې د اختر په ورځو کې دې د ممکنه حملو د مخنیوی لپاره له مخکې تدابیر ونیسی.

ورځپاڼه لیکی چې شته ځینې کړۍ چې د خپلو بادارانو په اشاره په هېواد کې د سولې بهیر زیانمن کړی او دا ځکه چې د سیمې ځینی هېوادونه چې ورځپاڼې یې نوم نه‌دی اخیستی، په افغانستان کې روانه جګړه د ځان په ګټه بولی.