د ایران اسلامی جمهوریت د کډوالو ښه کوربه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i73276-د_ایران_اسلامی_جمهوریت_د_کډوالو_ښه_کوربه
په ایران کی د کډوالو په چارو کی د ملګرو ملتو د لوړې کمیشنرۍ سرپرسته« ایرنیا کرنیاک » وایی:« د ملګرو ملتو لوړی کمیشنرۍ؛ تل د ایران له دولت سره ښه همکاری او ملګرتیا لرلې ده، او څه د پاسه ۳۵ کلونه کیږی چی دغه همکاری دوام لری ».
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 13, 2018 12:21 Asia/Kabul
  •  د ایران اسلامی جمهوریت د کډوالو ښه کوربه

په ایران کی د کډوالو په چارو کی د ملګرو ملتو د لوړې کمیشنرۍ سرپرسته« ایرنیا کرنیاک » وایی:« د ملګرو ملتو لوړی کمیشنرۍ؛ تل د ایران له دولت سره ښه همکاری او ملګرتیا لرلې ده، او څه د پاسه ۳۵ کلونه کیږی چی دغه همکاری دوام لری ».

کرنیاک؛ د سه شنبی په ورځ د ایران په جنوب کی د کرمان د ولایت مقام د سیاسی؛ امنیتی او ټولنیزو چارو د دفتر له سرپرست « حمید ملا نوری » سره په لیدنه کی، له کډوالو سره د مرستې لپاره، د ایران د دولت ارزښتمنو اقداماتو ته په اشارې سره څرګنده کړه:« د ایران دولت؛ د کډ والو د موضوعګانو د هوارۍ لپاره، ډیری پانګونی او لګښتونه کړی دی ».

په تیرو ۴۰ ؤ کلونو کی، د ایران یو شمیر ګاونډی هیوادونه، له یو لړ جنګونو او کړکیچونو سره لاس او ګریوان شوی؛ چی له کبله یی د هغو د نفوسو یوه برخه کسان، د کډوالو په چوکاټ کی ایران ته پناهنده شوی دی. د افغانستان وضعیت؛ د دغو ترخو پیښو یو مثال دئ.  

شمیرنی ښیې؛ چی له هرو ۱۱۳ کسانو څخه یو کس آواره دئ، او ماشومان؛ د دغې ټولګی نیمایی برخه جوړوی.

په اوس حال کی؛ له دوه میلیون څخه زیات افغانستانی کډوال، په ایران کی هوسیږی. د ملګرو ملتو د رسمی شمیرنو سره سم، د ایران اسلامی جمهوریت؛ له مشکلاتو سره سره، هڅه کړې ده کډوالو ته ارزښتمن خدمتونه او آسانتیاوی وړاندی کړی. پدغو خدمتونو او اقداماتو کی، د استوګنی د ځای په شان چارو سربیره، د ماشومانو لپاره تعلیم او زده کړه، پوهنتونی تحصیلات، او د سلامتیا او د زده کړې او درملنی آسانتیاوی او خدمتونه شاملیږی.

د عامی روغتیا وزارت د ناروغیو د څارنی ادارې مشر« محمود سروش » له کډوالو څخه د روغتیایی ملاتړونو په باره کی وایی:

پدې زمینه کی، د اتباعو د ادارې او د ملګرو ملتو د لوړې کمیشنرۍ ترمنځ، دری اړخیز تړونونه لاسلیک شوی، او د کډوالو لپاره اووه روغتیایی مرکزونه، او د دیالیز دوه ځایونه جوړ شوی دی.

له کډوالو څخه د ملاتړ کنوانسیون په ۲۲ ماده کی، د کډوالو له عمومی تعلیماتو څخه استفادې کولو ته اشاره شوې ده.

له خپاره شویو راپورونو سره سم، حاضر دمه په ایران کی؛ د پوهنی او روزنی په ۲۶ زره مدرسو کی، د کډوالو د لازم التعلیم بچیانو څخه، نږدی څلورو لکه کسان سبق وایی.

د ملگرو ملتو د لوړې کمیشنرۍ د پلانونی د چارو مدیر« ساوالا شیمم »، پدې هکله په ایران کی د بهرنیو اتباعو د تحصیلاتو په اړه، د اسلامی انقلاب د معظم لارښود، حضرت آیت الله العظمی خامنه ای، دستور ته په اشارې سره وایی:

« د ایران په اسلامی جمهوریت کی دغه انساندوستانه کتنه، د نړۍ د خلګو په منځ کی لوړ ارزښت لری ».

د کډوالو په چارو کی د ملګرو ملتو د مقامونو له قوله؛ هغه مهال چی افغان کډوال ایران ته ورغلل، په هغوی کی د با سوادۍ اندازه شپږ فیصده وه، خو نن سبا ۶۰ فیصدو ته رسیدلې ده.

د کډوالو دغه پرمختګونه او هوساینی د ایران د اسلامی جمهوریت د بی دریغو خدمتونو او مرستو په نتیجه لاسته راغلی دی.  

په نړۍ کی آواره ګان او کډوال، د ګڼو سختیو او د زیاتو خطرونو په زغملو سره، نورو هیوادونو ته ورځی، پدی هیله چی یوه ورځ وکړای شی خپلې خاورې ته ور وګرځی. جوته ده؛ چی د کډوالو درد؛ رنځ او آواره توب به، د هغوی په هیوادونو کی د ثبات او امنیت له ټینګیدو پرته پایته ونه رسیږی.