امریکا په ملګروملتونو کښې یوځل بیا ماتی وخوړله
-
دملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ په دغه اقدام سره امریکا یوځل بیا په نړیوالو ټولنو کښې ماتي وخوړله .
زمونږ خبریال وایی د ملګروملتونو عمومی اسمبلۍ(United Nations General Assembly) د فلسطین دملت دملاتړ په چوکاټ کښې د رایو په اکثریت سره د فلسطین دخلکو پرضد د صهیونیسټ رژیم جنایتونه وغندل او امریکا یوځل بیا د فلسطین دحماس غورځنګ دغندلو لپاره په خپلې هڅې کښې ناکامه شوه .
دملګروملتونو عمومی اسمبلۍ پرون د فلسطین د غزې تړانګې په حالت دغور لپاره په ځانګړی غونډې کښې د فلسطین له ملت څخه په نړیوال ملاتړ کښې د عربو هیوادونو د پریکړه لیک مسوده د رایو په اکثریت یعنی یوسل شلو(۱۲۰) موافقو ، اتو (۸)مخالفو او پینځه څلویښتو(۴۵) سپینو رایو سره تصویب کړه .
د ملګروملتونو عمومی اسمبلۍ دامریکا د وړاندیزی پریکړه لیک مسوده چې په غزې تړانګه کښې یې د فلسطین د مقاومت ډلې په نیواکی سیمو د توغندیو د ویشتلو په خاطر غندلې تصویب نکړه .
د ملګروملتونو عمومی اسمبلۍ دامریکا د وړاندیزی پریکړه لیک مسودې ته دوه شپیته (۶۲)موافقې ، اته څلویښت(۴۸) مخالفې او دوه څلویښت(۴۲) سپینې رایې واچولې او دغه مسودې د رایو اکثریت ترلاسه نکړ .
دملګروملتونو د عمومی اسمبلۍ په دغه اقدام سره امریکا یوځل بیا په نړیوالو ټولنو کښې ماتی وخوړله .
په عین حال کښې په ملګروملتونو کښې دامریکا استازی میرمن نیکې هیلې(Nikki Haley) وویل همدااوس په نړۍ کښې زیات کړکیچونه شته خو ملګری ملتونه داسرائیلو دغندلو غوښتونکی دی .