امریکا په ملګروملتونو کښې یوځل بیا ماتی وخوړله
https://parstoday.ir/ps/news/world-i73292-امریکا_په_ملګروملتونو_کښې_یوځل_بیا_ماتی_وخوړله
زمونږ خبریال وایی د ملګروملتونو عمومی اسمبلۍ(United Nations General Assembly) د فلسطین دملت دملاتړ په چوکاټ کښې د رایو په اکثریت سره د فلسطین دخلکو پرضد د صهیونیسټ رژیم جنایتونه وغندل او امریکا یوځل بیا د فلسطین دحماس غورځنګ دغندلو لپاره په خپلې هڅې کښې ناکامه شوه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 14, 2018 00:02 Asia/Kabul
  • دملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ په دغه اقدام سره امریکا یوځل بیا په نړیوالو ټولنو کښې ماتي وخوړله .
    دملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ په دغه اقدام سره امریکا یوځل بیا په نړیوالو ټولنو کښې ماتي وخوړله .

زمونږ خبریال وایی د ملګروملتونو عمومی اسمبلۍ(United Nations General Assembly) د فلسطین دملت دملاتړ په چوکاټ کښې د رایو په اکثریت سره د فلسطین دخلکو پرضد د صهیونیسټ رژیم جنایتونه وغندل او امریکا یوځل بیا د فلسطین دحماس غورځنګ دغندلو لپاره په خپلې هڅې کښې ناکامه شوه .

دملګروملتونو عمومی اسمبلۍ پرون د فلسطین د غزې تړانګې په حالت دغور لپاره په ځانګړی غونډې کښې د فلسطین له ملت څخه په نړیوال ملاتړ کښې د عربو هیوادونو د پریکړه لیک مسوده د رایو په اکثریت یعنی یوسل شلو(۱۲۰) موافقو ، اتو (۸)مخالفو او پینځه څلویښتو(۴۵) سپینو رایو سره تصویب کړه .

د ملګروملتونو عمومی اسمبلۍ دامریکا د وړاندیزی پریکړه لیک مسوده چې په غزې تړانګه کښې یې د فلسطین د مقاومت ډلې په نیواکی سیمو د توغندیو د ویشتلو په خاطر غندلې تصویب نکړه .

د ملګروملتونو عمومی اسمبلۍ دامریکا  د وړاندیزی پریکړه لیک مسودې ته دوه شپیته (۶۲)موافقې ، اته څلویښت(۴۸) مخالفې او دوه څلویښت(۴۲) سپینې رایې واچولې او دغه مسودې د رایو اکثریت ترلاسه نکړ .

دملګروملتونو د عمومی اسمبلۍ په دغه اقدام سره امریکا یوځل بیا په نړیوالو ټولنو کښې ماتی وخوړله .

په عین حال کښې په ملګروملتونو کښې دامریکا استازی میرمن نیکې هیلې(Nikki Haley) وویل همدااوس په نړۍ کښې زیات کړکیچونه شته خو ملګری ملتونه داسرائیلو دغندلو غوښتونکی دی .