دشمالی کوریا اټومی بې وسلې کیدل زر ترسره کیږی
-
هیله من یم چې دشمالي کوریا داټومي بې وسلې کیدا په هکله خبرې په چټکۍ سره مخ ته لاړې شي .
زمونږخبریال وایی دامریکا د بهرنیو چارو وزیر مائک پمپئو(Mike Pompeo) په سینګاپور کښې د شمالی کوریا دمشر کیم جونګ اون او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له کتنې وروسته هیله وکړه چې تر راتلونکو دوو(۲) کلونو پورې د شمالی کوریا بې وسلې کیدل ترسره شی .
هغه پرون دجنوبی کوریا په پلازمینې سئول کښې وویل امریکا هیله منه ده د دوه زره شلم(۲۰۲۰) میلادی کال په لومړی پړاو کښې د ولسمشر ټرمپ د حکومت د مودې تر ختمیدا پورې د شمالی کوریا د بې وسلې کیدا زیاته برخه پاې ته ورسیږی .
دامریکا خارجه وزیر مایک پمپئو په سینګاپور کښې دشمالی کوریا د مشر او دامریکا دولسمشر له کتنې یوه ورځ وروسته له خبریالانو سره په مرکه کښې وویل هیله من یم چې دشمالی کوریا داټومی بې وسلې کیدا په هکله خبرې په چټکۍ سره مخ ته لاړې شی او زیات احتمال شته چې دغه اټومی بې وسلې کیدل د ولسمشر ټرمپ دحکومت په وخت کښې وشی .