د غبرګولي د څلرویشتمې نیټې ورځپاڼې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i73330-د_غبرګولي_د_څلرویشتمې_نیټې_ورځپاڼې
د تهران راډیو مینه والو دا دی یوځل بیا مو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام برابر کړی دی. په دې پروګرام کښې له معمول سره سم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه درسره شریکوو. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 14, 2018 10:35 Asia/Kabul
  • د غبرګولي د څلرویشتمې نیټې ورځپاڼې

د تهران راډیو مینه والو دا دی یوځل بیا مو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام برابر کړی دی. په دې پروګرام کښې له معمول سره سم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه درسره شریکوو. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې ابرار ورځپاڼه راخلو چې په وړومبي مخ یې د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست د مسئولې میرمن موګریني خبره راخیستې او په غټو ټکیو یې لیکلي دي: اروپايي اتحادیه د ایټمي موافقې ساتلو ته ژمنه ده.

افکار ورځپاڼې بیا خپل وړومبی خبر د اسلامي ایران د ولسمشر حسن روحاني خبرو ته بیل کړی او د دوي د یو غټ انځور دپاسه یې لیکلي دي: د بازار د ناکرارۍ وجه رواني او نفسیاتي جنګ دی.

داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی ټینګار وکړ دامریکا ټول واکمنان دایران دملت پرضد دی او دغه یو(ولسمشر ډونالډټرمپ ) له ټولو زیات خبیث دی .

هغه بیګا له خبریالانو سره په مرکه کښې په دې خبرې سره چې په تاریخ کښې مو لږ قاتلان نه دی لرلی خو ټول شمر نه وو ، زیات خائنان مو درلودلی دی خو له یوه(۱) زیات  ابن ملجم مو نه دی لرلی ډاګینه کړه دامریکا ټول حکومتونه دایران دملت دښمن دی خو اوسنی ولسمشر ټرمپ دامریکا له پخوانیو حکومتونو څخه په لاسپیرو پلانونو سره بدتر او خبیث تر دی .

دایران ولسمشر حسن روحانی په دې خبرې ټینګار سره چې دایران په حقه دی اوپه باطل به بریالی شی وویل رښتیا خبره ده چې دامریکا ټول حکومتونه د اسلامی انقلاب له لومړیوڅخه تراوسه دایران دملت دښمانان دی خو دښمنۍ هم یو(۱) حد او چوکاټ لری .

هغه په دې خبرې ټینګار سره چې باید هغو بد غواړو ته چې دایران دملت ته د  شکست  د ورکولو غوښتونکی دی ماتی ورکړو زیاته کړه د رسنیو خاوندان باید ددښمن له روانی جنګ سره  چې نن سبا له اقتصادی او کلتوری جنګ څخه زیات او په اغیز شیندونکی ډول دایران پرضد روان دی  دمقابلې دروند مسولیت پرغاړه واخلی .

دایران ولسمشر حسن روحانی دغه راز  د  هیواد داټومی بریالیتوب په اړه وویل دملګروملتونو په تاریخ کښې د لومړی ځل لپاره دایران د یورانیمو دپخولو حق رعایت شوی البته له اټومی انرژۍ سوله ایزه استفاده د  ټولو هیوادونو حق دی خو امنیت شورا تراوسه هیڅ هیواد ته دغه حق نه دی ورکړی او یوازې ایران اسلامی جمهوریت ته یې  دغه حق ورکړی دی .

هغه ټینګار وکړ داټومی موافقې یو(۱) لاسلیک کونکی هیواد امریکا له دغه تړونه وتلی دی خو دایران داسلامی جمهوریت حکومت په دې ډول کړچار ترسره کړی دی چې نن سبا له امریکا او یوڅو رژیمونو پرته  نورو ټولو هیوادونو امریکا غندلی ده او د ایران قدرونه یې کړی ده او دغه چاره په تیرو څلویښتو(۴۰) کلونو کښې هیڅ ساری نلری .

 

 **        د تهران چاپ ایران ورځپاڼې بیا د خارجه وزیر محمد جواد ظریف څرګندونې راخیستې دي چې وايي: په کاناډا کښې د ایران خلاف غلط تصورات موجود دي.

 

د ایران دبهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د تهران پرضد د کاناډا د ولسی جرګې د مصوبې تصویبیدا ته په غبرګون کښې وویل له بده مرغه په کاناډا کښې دایران داسلامی جمهوریت په هکله یوشمیر غلط تصورات او توهمات شته چې اوس هم دوام لری .

 

دکاناډا  ولسی جرګې په تیرې سه شنبې ورځ دیوې (۱) مصوبې په تصویبولو سره د  دغه هیواد حکومت له ایران سره د سیاسی اړیکو د ټینګولو لپاره د هرډول خبرواترو له دوام څخه منع کړ .

 

دایران خارجه وزیر جواد ظریف دجنوبی افریقاهیواد په پلازمینې پریټوریا کښې له خبریالانو سره په مرکه کښې وویل له دې سره سره چې د کاناډا حکومت بدل شوی او دغه حکومت په یوه(۱) بل نظر سره ډګر ته ورننوتلی خو د سرزورو کسانو لخوا سیاسی دباونه هماغه راز دوام لری .

ظریف وویل دغه سیاستونه به دکاناډا په تاوان وی او هغه دنړیوال امنیت او دسولې د ساتلو په چوکاټ  کښې نه دی ټینګار وکړ لویدیځ هیوادونه باید  په خپلواکه سیاست سره د ایران داسلامی جمهوریت په هکله فیصله وکړی .

دایران خارجه وزیر جوادظریف وویل په سیمه کښې د لویدیځو هیوادونو متحدانو غلطیانې وکړې  او هغوې یوشمیر جنایتونه کړی دی خو سترګې یې ورباندې پټې کړی او چپتیا غوره کوی او دایران اسلامی جمهوریت چټی په هغو جنایتونو تورنوی چې دلویدیځو هیوادونو متحدانو کړی دی .

هغه په دې خبرې سره چې دایران اسلامی جمهوریت تل له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښې کښې دی وویل که چیرې دایران داسلامی جمهوریت هڅې او ملاتړونه  نه وائ نن به په مینځنی ختیځ  کښې بل ډول شرایط واکمن وو .

 

**         د کیهان ورځپاڼې د بهرنیو خبرونو په برخه کښې لولو:

دسوریې او دایران اړیکې ستراتیژیکې دی.

د سوریې ولسمشر د ایران داسلامی جمهوریت او سوریې اړیکې ستراتیژیکې وبللې .

هغه د سوریې او دایران داړیکو د غوڅولو لپاره د سعودی عربستان د وړاندیز په اړه وویل د  دمشق او دتهران اړیکې د جنوب او دشمالی دمسائلو تر اغیز لاندې نه ورځی او دغه اړیکې په ټولو اړخونو سره په واقعی ډول دسیمې له اوس وخت او  راتلونکی سره اړه لری او دنړیوالو مسائیلو تر اغیز لاندې نه ورځی .

بشار اسد وویل دسوریې په اړه فیصله کول یوازې د  هیواد له خلکو سره اړه لری او مونږ له جنګ سره مخ یوو او که چیرې دایران په اړه کومه فیصله ولرو نو دایران له چارواکو سره به یې مطرح کړو او له بل هیڅ هیواد سره به خبرې ونکړو .

دسوریې ولسمشر بشار اسد په سوریې کښې دشتون لپاره دایران پوځی سلاکارانو ته دبلنې په اړه وویل  دسوریې حکومت له لومړیو څخه له ایران او روسیې وغوښتل په سوریې کښې شتون ولری ځکه چې دمشق ددغو دوو(۲) هیوادونو مرستې ته اړتیا لرله او ایران د سوریې غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړ .

هغه زیاته کړه  ایران دسوریې دخلکو ددفاع لپاره جنګیدلی او په دې لاره کښې یې وینه ورکړی ده او د مشاورې له ټکې استفاده په دې معنا ده چې ایران په سوریې کښې پوځی او جنګی اډه نلری .

بشار اسد په دې خبرې سره چې اسرائیل نیغ په نیغه په سوریې کښې دترهګرو ملاتړ کوی ډاګینه کړه اسرائیلو ته ترټولو ښه ځواب په سوریې کښې په تروریسټانو حملې دی .

 

**         بهرنی ورځپاڼې:

په افغانستان کې له سولې سره جدي دل‌چسپي پیدا شوې!

    دې هېل

ورځپاڼه لیکي چې ولسمشر اشرف غني او د طالبانو مشرانو د سولې بلنه ورکړې او په ولایتونو کې هم د طالبانو مشرانو د سولې هڅو ته لبیک ویلی.

د افغانستان د عالمانو شورا پر حکومت او طالبانو غږ کړی دی چې له جګړې لاس واخلي او خبرو ته مخه کړي.

دې هېل ورځپاڼه بیا له هلمنده د کابل په لور د سولې کاروان ته اشاره کړې ده چې پر لاره دی او د طالبانو او حکومت وروستی اوربند یې هم یاد کړی دی، خو لیکي:

داسې هم نه‌ده چې سوله رالنډه ده او واشنګټن باید فکر وکړي چې وروسته تر دې به څه کوي چې سوله افغانستان ته راشي.

د ورځپاڼې په باور په امریکا کې ډېر کسان په حکومت کې دننه او له حکومته بهر دې ته لېواله دي چې افغانستان پرېږدي لکه څرنګه چې یې د ۱۹۹۰ کلونو په لومړیو کې ورته شاه کړې وه.

خو دې هېل لیکي چې په لنډ وخت کې له افغانستانه وتل به د ټولې سیمې پر امنیت او ثبات منفي اغېز وکړي.

    نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې بیا په خپله پرونۍ ګڼه کې د افغانستان او هند ترمنځ د کرکټ ټېسټ مېچ په اړه مقاله خپره کړې ده.

هند د نړۍ د ټېسټ لوبو په لېست کې لومړی مقام لري او نن د افغانستان د ټېسټ لوبو لومړۍ مسابقه ده.

 

نیویارک ټایمز لیکي:

د کرکټ په نږدې ۱۵۰ کلن تاریخ کې ۱۱ هېوادونه توانېدلي دي چې د ټېسټ لوبو امتیاز ترلاسه کړي او افغانستان ۱۲م هېواد دی چې دا ویاړ یې په برخه شو.

ورځپاڼه لیکي، د افغانستان کرکټ ټیم له داسې ستونزو سره مخامخ دی چې په نړۍ کې یې ډېر لوبغاړي نه‌شي درک کولای، لکه ترورېزم، جګړه، بې‌کوره کېدل.

نیویارک ټایمز بیا د افغان لوبغاړي راشد خان ستاینه کوي او لیکي د مې په ۱۹مه ده د هند پریمیر لیګ ټورنمنټ کې لوبه کوله چې د ده په ښار جلال‌اباد کې د کرکټ لوبې پر مهال ترهګرو درې پرله‌پسې چاودنې وکړې، اته تنه‌یې ووژل او نږدې ۵۰ نور یې ټپیان کړل.

تر دې پیښې وروسته په ټولنیزو رسنیو کې د راشد خان عکسونه خپاره شول چې له سترګو یې اوښکې څڅېدې.

ورځپاڼه لیکي د راشد خان بل ملګري، د افغانستان د ملي ټیم غړي کریم صادق بیا دغه ټپیان په خپلو لاسونو تر امبولانسونو رسول.