امریکائی حکومت دکډوالو دوه زره بچیان له مورپلاره جلا کړی دی
دامریکا د عدلیې وزارت د پوله ایزو چارو ادارې په یوه راپور کې وئیلی دی ، د دغه هیواد په جنوبی پولو کې د ډ ډیرو سختو سیاستونو د اعمالولو په نتیجې کې ئې په تیرو شپږو اونیو کې امریکا ته له وارد شوو کډوالو دوه زره بچیان جلاکړی او په کیمپونو کې ئې دیره کړی دی .
مهر خبری آژانس راپورورکړی ، دکډوالو دحقوقو ځینی فعالان وائی،امریکائی چارواکوله خپلو نوزیږو میّندې هم جدا کوی .
دامریکا حکومت د دغو ماشومانو مور پلار،امریکا ته دغیرقانونی ورتلو لپاره په هڅې،د کډوالۍ د قوانینو په خلاف ورزۍ او یا د دجرم په تور نیولی دی .
دډونالډ ټرمپ حکومت اړونده چارواکی وائی،دغه نیول شوی ماشومان د قانون په اساس له خپل مور او پلاره په جلاتوګه ساتل کیږی او له هغوی سره دقانون په اساس چلند کیږی .