دتهران چاپ ځینی نننۍ ورځپاڼې
دتهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والوښه اونیکمرغه ژوند درته غواړو . دوستانو د خپرونې په دې شیبو کې دتهران له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ،هیله ده ترپایه راسره ملۀ ووسئ .
دتهران ورځپاڼو په سر کې دا هم جمهوری اسلامی ورځپاڼه ده چې پخپل لومړنی مخ ئې لیکلی دی ، دایران داسلامی جمهوریت ولسمشر ددښمن د نفسیاتی اوروانی جنګ په وړاندې درسانه ای جنګ دیووالی لپاره پیوستون ته په بللو سره رسانۍ او درسانۍ ځواک دخلکو امانتدار وبالۀ او ټینګار ئې کړی ، د بازار ټیټې هسکې اقتصادی دلیل نه لری او رسانۍ ددښمن د نفسیاتی جنګ د کرښود ماتولو په لومړنۍ کرښې کې دی او مونږ ددې وړ یوو چط د دښمن پر نفسیاتی جنګ برلاسه شو .
ورځپاڼې پخپل بل سرټکی کې لیکلی دی ،دګاډو د جوړونې رنؤ شرکت عمومی مدیر کارلوس ګون د دغه شرکت د ونډه لرونکو په کلنۍ غونډې کې پخپلې وینا کې وئیلی دی ، دامریکا دبندیزونو له بیرته ستنیدا سره سره ، او د دغه بندیز لګونکی هیواد له خوا دجرمانه کیدا له احتمال سره سره به رنؤ شرکت دایران له بازاره لاس په سر نشی او دایران په بازار کې به هماغه راز پاتې وی څو د ګاډو دجوړونوې له نورو شرکتونو هماغه راز برلاسه پاتې شی .
دملګروملتو سرمنشی آنتو ګوترش د ۲۳۳۴پریکړه لیک داجرا په باب په یوه راپور کې دفلسطین په نیواکی ټاټوبو کې د صهونیسټ رژیم دښارګوټو جوړول، د فلسطین د خپلواکه هیواد د جوړولو لپاره د هیلو کمزوری کول بللی او په غزې تړانګې کې ئې د وروستیو غمیزو په نسبت په خبرداری ورکولو سره وئیلی دی ، د دغې سیمې وروستی وضعیّت دغمیزه رامینځة کونې په باب یو جدی خبرداری دی او باید نړیواله ټولنه په دې باب جدی فیصلې وکړی .
دصهونیسټ رژیم لومړی وزیر بین یامین نتن یاهو په لالهاندۍ کې وئیلی دی ، هغه بالونونه او (بادبادکونه یا غُبارې ) چې د غزې له خوا په شاوخوا کې دصهونیسټ میشته ښارګوټو په لور ورلیږدول کییږی ، یوازې حقیقی خپسکه دی چې باید ورځینی ونه ویریدل شی . داپه داسې حال کې دی چې د غزې دمبارزو ډلو وګړو د صهونیسټ میشته ښارګوټو په لور داسې بالونونه او غُبارې ورخوشی کړی دی ، چې په لویدو سره په هغې سیمې کې ورځینی اوور لګیږی ، چې دغې چارې د تیریګرو اونیواکګرو صهونیسټانو خوبونه حرام کړی دی .
دغې ورځپاڼې همداراز د یمن د الحدیده دوروستۍ غمیزې په باب هم یوه مفصله مقاله لیکلې او وئیلی ئې دی ، که څه هم دالعربیه ټیلیویژنی چینل په څیر اړونده اوپیّلو رسنیو پرون ادعا کړې وه چې دسعودی عربستان په مشرۍ د تش په نامه عربو ائیتلاف پوځونو دیمن دالحدیده هوائی ډګر نیولی ، خو د یمن میدانی سرچینو او دغه راز خپلواکه رسانیو وئیلی دی ، د الحدیده په شاوخوا کې سخت جنګ روان دی او د سعودی رسانیو د نفسیاتی جنګ دوام دمیدانی جنګ دماتو په دوام دبرغولی دکیښودلو لپاره یوه هڅه ده ،ځکه چې بیګا راهسې دالمسیره ټیلیویژنی چینل په څیر ځینو نورو رسنیو هم د الحدیده ښار او هوائی ډګر د وروستیو حالاتو په باب د ویډیوئې خبرونو په خپرولو سره دغه ټوله ادعاګانې رد کړی او په ډاګه ئې وئیلی دی ، د الحدیده جنګ کنټرول د سعودی عربستان په مشرۍ دائیتلاف په لاس کې نه دی او دغه جنګ د الحدیده د مظلوم ولس او سعودیانو ترمینځ نه بلکې د الحدیده دمظلومو خلکو او دامریکا، انګلستان اوفرانسې ترمینځ دی ، ځکه د الحدیده تیری په بشپړ ډول د دغو درو تیریګرو او استعماری قدرتونو د قوماندانانو په وسیله ترسره کیږی . په دغې مقالې کې همداراز راغلی دی ، د یمن دانصار ا... و لسی مبارز غورځنګ یوه لوړپوړوی مسئول ابراهیم العبیدی بیګا له العالم ټیلیویژنی چینل سره په خبرو کې دسعودیانو په لاس د الحدیده هوائی ډګر نیولل رد کړی او وئیلی ئې دی ، د سعودی په مشرۍ په یمن د تیریګر ائیتلاف عسکر د الفازه ،الجاح او الدرییهمی په درو چورلیزونو کلابند کې داسې کلابند شوی چې هغوی ته ملاتړ یوازې د سمندر له لارې ممکن دی .
دیمن دانصار ا.... ولسی غورځنګ دغه مسئول مقام په دې په ټینګار سره چې امریکا تیریګرو ته په الحدیده دحملې شین څیراغ ورښودلی دی ، وئیلی ، د الحدیده جنګ ، له یمن سره د امریکا او انګلستان جنګ دی او ممکنه نه ده ، په یمن د تیریګر و ائیتلاف دغړو هیوادونو پوځیان په ځان له سر د دغه شان جنګ مدیریّت وکړی او دغه ستومانه کونکی جنګ به تر اوږدې مودې پورې دوام وکړی . هغه په عین حال کې وئیلی دی ، د تیریګر پوځ کابو دولس ټانکونه او یو شمر زغروال ګاډی هم په دغو غلچکیو عملیاتو کې له مینځه تللی او یوشمیر پوځیان ئې هم هلاک او ټپیان شوی دی.
= دا هم کیهان ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ، د عربانو یو مشهور شناندی او لیکوال او د رائ الیوم ورځپاڼې مسئول مدیر عبدالباری عطوان په یولړڅرګندونو کې د سورئې په جنو ب کې د دغه هیواد دپوځ او مقاومتی ځواک د مهمو عملیاتو دپیلیدا دمخنیوی لپاره د ا مریکا او صهونیسټی رژیم ګواښونو اوخوځښتونو ته په اشارې سره وئیلی دی ، دغه خوځښتونه ښئ چې دسورئې او نیواکی ټاټوبو په پولو کې د مقاومتی ځواک دغه ستر عملیات نزدې دی او د دغو تیریګرو او جنایتکارو رژیمونو خوبونه ئې ورک کړی دی .
دغې ورځپاڼې په یوه سپورټی خبر کې هم لیکلی دی ، په داسې حال کې چې دایران د فټ بال ملی لوبډلې وړمه شپه د روسیې د ۲۰۱۸کال د فټ بال نړیوالو لوبو دجام په لومړنۍ لوبې کې پخپل ګروپ کې د مراکش دفټ بال ملی لوبډلې ته له یوې کوټلی سیالۍ وروسته د صفر په مقابل کې په یوه ګول سره ماته ورکړی ، د مرګ د ډلې په عنوان سره تر دې دمه د برتګال او نړیوال اتل اسپانیا دفټ بال لوبډلو له شتون سره سره هماغه راز د دغې ډلې د ټیمونو په سر کې دی او خپله ورپسې لوبه به د غبرګولې په دیرشمه نیټه د اسپانیا له ملی لوبډلې سره کوی ، چې ښئ داسپانیا فټ بال ملی لوبډلې کوچ یا سر مربی ئې سخت ویرولی دی . دا په داسې حال کې دی چې دمراکش په څیر د غوره ټیم په مقابل کې د ایران د فټ بال لوبډلې بریا هماغه راز دنړۍ په رسنیو کې انعکاس لری او وئیل کیږی ، چې ممکنه ده دایران دفټ بال لوبډله د ډیرو ملی لوبډلو لپاره جدی ګواښ شی .
دغې ورځپاڼې همداراز په یوه بل سرټکی کې لیکلی دی ، دسورئې ولسمشر بشار اسد له العالم ټیلیویژنی چینل سره پخپلې یوې وروستۍ مرکې کې دتهران او دمشق داړیکو په باب پخپلو څرګندونو کې دغه اړیکې د معاملوله بازاره ورتیر بللی او دائې ډیر مهمې او سټراټژیکې بللی او وئیلی ئې دی ، په سورئې کې دایران هیڅ پوځی مرکز یا اډه نشته ځکه ایرانیانو تر دې دمه دغه شان غوښتنه نه ده کړې ، او دهغوی موخه ، په حقیقت کې له ترهه ګرو سره جدی مبارزه او دهغو له مینځه وړل دی .
ورځپاڼه په دوام کې لیکی ، په داسې حال کې دشمالی کوریا چارواکو له امریکا سره د خبرواترو په سر کې دامتیازونو دتبادلې له مرحلې مخکې خبر ورکړی ، چې ځینی امتیازونه به په سر کې ورکوی ، خو دامریکا خارجه وزیر مایک پمپئو وئیلی دی د خبرواترو بهیر به داسې وی ، چې په پیل کې شمالی کوریا باید خپلې ایټمی وسلې په بشپړ ډول له مینځه یوسی ،نو له هغې وروسته به وار د واره بندیزونه اوچت شی ، چې د نړۍ دچارو ډیری کارپوهان او شناندی په دې اند دی چې امریکا یو ځل بیا شمالی کوریا ته د نورو نړیوالو دوکو په څیر یوه دوکه ورکړې او دشمالی کوریا مشرانو ته ئې هم د لاس په لاس امتیاز دغوښتنې په وړاندې بیا نسیّه یا چټی ژمنه ورکړې ، چې ممکنه ده شمالی کوریا به ډیره زر په ترلاسه کړائ شوو دغو تشو ژمنو پښمانه شی .
= دا هم ایران ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ، د ترکیې لومړی وزیر بینالی ییلدریم وئیلی دی ، صهونیسټ رژیم د شعر او شعار په معنا نه پوهیږی ، بلکې یوازې دخلکو په تیره بیا دماشومانو د وژلوپه څیر له جنایتونو سره بلد دی ، ځکه د هرې ورځې کړنو ئې درسته نړۍ په غزې تړانګې کې شاهده ده .
دسورئې په حمیمیم پوځی مرکز کې د روسیې د پخلاینې مرکز دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی، د دغه هیواد په جنوب کې دالرکبان کیمپ دترهه ګرو په پټنځای بدل شوی دی .
ا یران له نشه ایزو توکو او جرمنو سره د مبارزې د ادارې د پولیسو مشر سردار محمد مسعود زاهدیان په یولړ څرګندونو کې ددې خبرې په کولو سره چې تیر کال ئې دهیواد په بیلابیلو سیمو کې په تیره بیا په ختیځی پولو کې په لسګونو زره ټنه نشه ایز مواد کشف او ضبط کړی ، وئیلی دی ، سږکال له لومړیو راهسې ئې هم تر دې کابو دوه سوه ټنه نشه ایزو مواد کشف کړی دی ، چې د کال د اوسنۍ برخې پورې د پولیسو په لاس د کشفیانو شپاړس فی صدی زیاتوالی ښئ .
ورځپاڼې بیا لیکلی دی ، دپاکستانیو طالبانو مشر ملا فضل ا... په افغانستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په توغندوی حملې کې له خپلو یو شمیر نور ملګرو سره یو ځای هلاک شوی دی . دغې ورځپاڼې په دوام کې د شناندو له قوله لیکلی دی اوس چې د پاکستانیو طالبانو مشر په افغانستان کې په یوې سیمې کې هلاک شوی دی ،نو باید دپاکستان حکومتی او پوځی چاروکی هم د افغانستان دحکومتی چارواکو هغه غوښتنې پوره کړی ، چې وائی باید داسلام اباد حکومت د افغانستان دطالبانو دمشرانو هغه پټنځایونه او روزنیز کیمپونه چې په پاکستان کې موجود دی له مینځه یوسی او دهغوی په خلاف کوټلی اوجدی عملیات وکړی .
(ژباړونکی :سیماب)