ټرمپ د شمالي کوریا له مشر سره خپل ملاقات توجیه کړ
Jun 18, 2018 03:16 Asia/Kabul
د امریکې ولسمشر د شمالي کوریا له مشر سره د خپلې کتنې په توجیه کولو سره یوځل بیا مدعي شو چې دغه خبرې اترې کامیابې وې.
د ایرنا د خبر له مخې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ پرون په سنګاپور کښې د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره د خپل وروستي ملاقات په توجیه کښې وویل: پيونګ یانګ خپل ایټمي فعالیتونه بند کړي او د ایټمي ازموینو سایټونه یې چُټي کړي دي.
یاده دې وي چې د ټرمپ له دې خبرو مخکښې ډیموکراټ سینیټر چاک شومر د سینیټ په غونډه کښې د شمالي کوریا له مشر سره د ډونلډ ټرمپ په کتنې ملنډې ووهلې او ویې ویل چې دغه ملاقات د عملي کامیابۍ نه زیات تشې خبرې وې.
له دې مخکښې د ريپبلکن ګوند ډیرو سیاستوالانو هم د ټرمپ او اون کتنه بې ګټې بللې وه.
ټیګونه