په الحدیده کې د تیری ګرو ځواکونو ماته
https://parstoday.ir/ps/news/world-i73564-په_الحدیده_کې_د_تیری_ګرو_ځواکونو_ماته
د یمن د پوځ ویندویي وویل  په الحدیده کې د سعودي تیري ګرو ځواکونو پرمختګ د هغوي تش خیال دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 19, 2018 01:45 Asia/Kabul
  • په الحدیده کې د تیری ګرو ځواکونو ماته

د یمن د پوځ ویندویي وویل  په الحدیده کې د سعودي تیري ګرو ځواکونو پرمختګ د هغوي تش خیال دی.

 

د سعوډي تیري ګرو ایتلاف رسنیو تیره شنبه د نفسیاتي جنګ او د یمن د ځواکونو په خلاف د رسندویي لوبې په پیلولو سره  د الحدیده په هوایي ډګر او ځینو سیمو  د دغه ایتلاف د ځواکونو د واکمنیدو خبر ورکړی و.  زمونږ د خبریال د راپور له مخې شرف لقمان د لبنان له المیادین چینل سره په مرکه کې وویل  د سعودي تیري ګر ایتلاف رسنۍ د خیالي  کامیابیو خبرې کوي.

د یمن د پوځ  ویندویي وویل  د لویدیځ ساحل جبهه به  ټول تیري ګر ونغري.

د سعودي تیري ګری ایتلاف د جون له دیارلسمې د یمن په لویدیځ کې د الحدیده بنده د نیولو لپاره پراخې حملې پیل کړې دي

 الحدیده بندر یمن ته د انساني مرستو د استولو اصلي لاره ده .

د یمن د ولسمي کمیټو او پوځ ځواکونو په وروستیو ورځو کې  په الحدیده کې په سلګونو  سعودي او اماراتي ځواکونه وژلې دي.

 عربستان د امریکا اماراتو او اسراییلو او ځینو نورو متحدانو په ملاتړ د دوه زره پینځلسم کال له  مارچه په یمن حمله او  د دغه هیواد ځمکنۍ هوایي او سمندري محاصره پیل کړې،  په دغه جنګونو کې تر اوسه  تر څوارلسو زرو زیات یمنیان مړه په لسګونو زره ژوبل او په میلیونو کډوال شوې دي. سعودي رژیم تر اوسه د یمن د خلکو  د مقاومت په وجه په دغه هیواد کې خپلو موخو ته په رسیدلو کې پاتې راغلی دی.