له والدینو د ماشومانوجدا کول یو بشري جنایت دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i73570-له_والدینو_د_ماشومانوجدا_کول_یو_بشري_جنایت_دی
 د امریکا د ولسي جرګې د دموکراتانو د اقلیت مشرۍ پرون  له خپلو والدینو د مهاجرو ماشومانو جدا کول یو بوږنوونکی جنایت وباله او وې ویل: ټرامپ د مهاجرت د قوانینو خلاف ورزي کړې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 19, 2018 02:54 Asia/Kabul
  • له والدینو د ماشومانوجدا کول یو بشري جنایت دی

 د امریکا د ولسي جرګې د دموکراتانو د اقلیت مشرۍ پرون  له خپلو والدینو د مهاجرو ماشومانو جدا کول یو بوږنوونکی جنایت وباله او وې ویل: ټرامپ د مهاجرت د قوانینو خلاف ورزي کړې ده.

 

زمونږ دخبریال د راپور له مخې نانسي پلوسي وویل  د ټرامپ د دولت دغه سیاست د امریکا په تندي د شرم داغ دی .

د امریکا د پارلمان د دموکراتانو د اقلیت مشرۍ په دې بیان سره چې دماشومانو او کورنیو حافظات یوه اخلاقي اصل او عمومي اسټینډرډ دی هیله وکړه چې ټرامپ زر تر زره  دغه وحشیانه سیاست ختم کړي.

 د امریکا دولت د  غیرقانون مهاجرانو د ورتګ په وړاندې د نوي سیاست په غوره کولو سره یو ډیر ښکاره او منل شوی انساني حق تر پښو لاندې کړی د دغه سیاست په چوکاټ کې کابو دوه زره ماشومان په زوره له خپله والدینو جدا کړی شو او د امریکا او مکسیکو په پوله کې په جدا کیمپونو کې بندي شوې دي.  د امریکا د دولت مقامات ادعا کوي چې  ددغه ماشومانو والدین  امریکا ته د هغوي په قاچاقچي وروستلو سره جرم کړی او باید ماشومان ترې جدا کړی شي دا په داسې حال کې دي چې له والدینو د ماشومانو جدا کول هغوي ته سخت روحي ګوزار ورکوي او د کورنۍ د ورانیدو سبب کیږي.

 د ملګرو ملتو د بشري حقوقو لوړ کمیشنر پرون د امریکا د دولت د دغه عمل په غندلو سره وویل ، په دغه  سیاست چې له مخه یې د والدینو د کارونو په وجه ماشومانو ته سزا ورکول کیږي سخت اندیښمن یم. ده وویل چې امریکا دې ډیر زر دغه کار ختم کړي او د ماشومانو د حقوقو کنونشن دی لاسلیک کړي. امریکا یوازینی هیواد دی چې د ماشومانو د بنیادي حقوقو د ملاتړ نړیوال متن یې نه دی تصویب کړی.