مطبوعاتو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i73588-مطبوعاتو_ته_کتنه
د تهران چاپ د آرمان امروز په ورځپاڼه کی، تر دی سرټکی لاندی چی« د الحدیده نیواک؛ د پیړۍ ډیر فجیع انسانی ناورین رامنځته کوی»، په ملګرو ملتو کی د ایران د پخوانی استازی «صباح زنګنه» په قلم، په یو تحلیلی راپور کی لیکل شوی:
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 19, 2018 09:28 Asia/Kabul
  • مطبوعاتو ته کتنه

د تهران چاپ د آرمان امروز په ورځپاڼه کی، تر دی سرټکی لاندی چی« د الحدیده نیواک؛ د پیړۍ ډیر فجیع انسانی ناورین رامنځته کوی»، په ملګرو ملتو کی د ایران د پخوانی استازی «صباح زنګنه» په قلم، په یو تحلیلی راپور کی لیکل شوی:

هغه څه چی، د یمن په الحدیده بندر او نورو ښارونو کی د عربستان؛ امارات او څو ملیتی ځواکونو په وسیله د پښیدو په حال کی دی، د یوې نیواکګرۍ پیلیدل دی، چی د ریاض او ابوظبی په لګښت سره په یمن کی د بڼه نیولو په حال کی دی.

په یمن کی پوځی نښتی، د هوایی حملو په اساس پیل شوې، خو پدی وروستیو کی د دی کتونکی یو، چی د عربستان په پیسو، او د امریکی او بریتانیی د لجستیکی او تسلیحاتی امکاناتو په مرستې سره، له جیبوتی؛ سوډان؛ اریتریا او د عربستان له نورو وړو متحدینو څخه، یو شمیر مزدوران د ځمکنی ځواک په توګه اجیران شوی، او د یمن د جګړې ډګر ته استول شوی دی.

نوموړی په دوام کی وویل: د الحدیده نیول؛ د عربستان او اماراتو د پلان اصلی هدف دئ، چی دغی پروسی؛ د ګڼو انسانی تلفاتو له رامنځته کولو سربیره، قحطۍ او ساری ناروغۍ چی د مړینی سبب ګرځی را پیدا کړی دی. په اوس حال کی د درملو او خواړه د رسولو یواځنۍ لاره، د یمن په لویدیځ کی د الحدیده بندر دئ، چی هغه هم په اوسنی وضعیت کی له جګړې سره لاس او ګریوان دئ. له دې رویه؛ یمن ته د هیوادونو او نړیوالو ارګانونو له خوا، د خلګو د اړتیا وړ توکو او درملو د لیژلو پروسه، له مشکل سره مخامخه ده.  

*******

د تهران چاپ د اطلاعات ورځپاڼی په نړیوالو راپورونو کی راغلی دی:« د ټرمپ د مهاجرتی ضد سیاستونو په خلاف مظاهری».

د نیوجرسی او تگزاس په ایالتونو کی، د امریکی په سل ګونو خلګو، د ډونالډ ټرمپ د نویو مهاجرتی ضد سیاستونو په اعتراض کی، چی له خپلو میندو او پلارونو څخه د ماشومانو د بیلیدو سبب شوی دی؛ مظاهری وکړې. د غیر قانونی مهاجرینو په وړاندی د امریکی د ؤلس مشر، د نویو سیاستونو مخالفانو، د نیوجرسی په ایالت کی د یو توقیف ځای په وړاندی غونډه وکړه. همداراز د تګزاس په ایالت کی هم، د امریکی د کانګرس یو شمیر ډموکراټو نمایندګانو، د امریکی د پولې ساتنی له یوې پوستې څخه، چی د غیر قانونی مهاجرینو د ماشومانو د ساتنی ځای دئ لیدنه کړې، او په اعتراضی مظاهرو کی یی برخه واخیسته.

*******

د تهران چاپ د جمهوری اسلامی ورځپاڼی په نړیوالو راپورونو کی دا سرټکئ جالب ښکاری، چی لیکلی یی دی:« له صهیونیسټی رژیم سره د آل خلیفه رژیم  د اړیکو د عادی کیدو یو بل ګام »

پدی راپور کی لولو: آل خلیفه، صهیونیسټی رژیم ته په یو کنفرانس کی د ګډون بلنه ورکړه. ټاکل شوې ده، له اسرائیلو څخه یو پلاوئ؛ د بحرین په کوربه توب د« نړیوال میراث » په کنفرانس کی د  ګډون لپاره، دغه هیواد ته سفر وکړی. په نړیوال میراث کی د بحرین د کلتور او آثارو د پلاوی سلاکار« منیر بوشناقی »وویل: چی دغه پلاوئ به، د جون له ۲۴ نیټې څخه د جولای تر څلرمی نیټی پوری، پدی کنفرانس کی د ګډون لپاره په بحرین کی وی. نوموړی؛ پدغه کنفرانس کی د صهیونیسټی پلاوی د ګډون په توجیه کی وویل: چی نوموړی پلاوی به د بحرین په کنفرانس کی برخه واخلی، دا ځکه چی دغه کنفرانس بین المللی دئ، او د یونسکو سازمان له خوا یی پلان سنجول شوئ، او بحرین یواځی د یاد کنفرانس کوربه دئ، او د ملګرو ملتو هر غړئ کولای شی پکی ګډون وکړی.

د بوشناقی دغو څرګندونو؛ په بحرین او عربی هیوادونو کی، له صهیونیسټی رژیم سره د اړیکو د عادی کولو د مخالفانو قهر او غصه را پارولې ده. 

********

اوس هم د کابل چاپ ورځپاڼی را اخلو چی د افغانستان د بدلونونو په هکله یی څخه لیکنی کړی دی:  

په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو د خپلو نننیو ګڼو زیاته برخه بیا هم د حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند په څرنګوالی او د سولې په تړاو روانو بحثونو ته ځانګړی کړی.

ویسا

ویسا ورځپاڼې لیکلی دی چې د اختر په درېیو ورځو کې د اوربند پر مهال د عام ولس لهخوا ښودل شوی احساسات د اعلان شوی اوربند تر ټولو ستر پیغام وو چې د ورځپاڼې په وینا پهکار ده چې هم ورته نړیوال پام وکړی او هم د جګړی ښکېلې خواوې.

ورځپاڼه لیکی:

ولس په یوه خوله د سولې غږ بدرګه کړ او عملاً یې دا وښودله چې په هېواد کې روانه لعنتی جګړه د دوی د ارمانونو په خلاف ده او له دواړو لوریو یې غوښتنه هم دا ده چې له جګړې لاس په سر شی او سولې ته مخه کړی.

ورځپاڼې لیکلی دی چې د اوربند په مهال یوه بله هیله چې راوټوکېدله هغه دا چې که په هېواد کې د سولې لهپاره یو معقول ملی خوځښت پیل شی، نو ولس به یې تر بریا بدرګه کړی.

ورځپاڼې د خپلې تبصرې په پای کې د سولې مخالفینو ته دا

خبرداری ورکړی چې د سلمان رشدی په څېر به ورټلی شی او بیا به له ولس سره د مخامخ کېدو جرئت و نهلری.

 

دنیا

دنیا ورځپاڼې لیکلی دی چې د هلمندیانو د سولې له کاروانه د عامو خلکو بې ساری ملاتړ دا ښیی چې ولس نور له جګړې ستړی دی او سوله غواړی.

خو ورځپاڼې وړاندې لیکلی دی، پهداسې حال کې چې ولس په یو خوله د سولې غږ پورته کړی، خو حکومت ورسره سیاسی چلند کوی او د سولې د بهیر په اړه عامو خلکو ته معلومات نه ورکوی.

د ورځپاڼې په وینا د رسنیو په بېلابېلو راپورونو کې دې مسئلې ته اشاره وشوه چې له طالبانو سره په پټه مذاکرات روان دی، خو حکومت حاضر نهدی چې د دې مذاکراتو جزئیات له ولس سره شریک کړی.

ورځپاڼې لیکلی دی چې اوس یې وخت دی چې حکومت دې د سولې د بهیر له سیاسی کولو ډډه وکړی او له ولس سره دې په مشوره کې د سولې مذاکرات پرمخ یوسی.

هېواد

هېواد دولتی ورځپاڼې بیا لیکلی دی، که څه هم طالبانو د اوربند د

غځولو لهپاره د افغان حکومت غوښته رد کړې ده، خو حکومت

د خلکو د غوښتنې پر بنسټ تمدید شوی اوربند ته ژمن دی.

ورځپاڼې لیکلی دی چې د اختر په ورځو کې د اوربند د بریالۍ تجربې وروسته چې په زرګونه طالبان یې ښارونو ته دعوت کړل، ولسمشر غوښتل چې د اوربند په تمدید سره له دغې بریا څخه د سولې د هڅو د ګړندی کولو لهپاره کار واخلی، خو داسې ونهشول.

د ورځپاڼې په وینا طالبانو بېرته جنګ ته مخه کړه او پهدې ډول یې د ولس او نړیوالو غوښتنې تر پښو لاندې کړې.

ورځپاڼې لیکلی دی چې اوس هم له طالبانو دا غوښتنه کېږی چې اوربند تمدید کړی او دا ځکه چې دا د سولې د هڅو د بریا لهپاره یو ښه چانس بلل کېږی.

ملی ارمان

ملی ارمان ورځپاڼې د هلمندیانو د سولې د کاروان د یو غړی په حواله لیکلی دی چې کابل ته پر لاره په څو ځایونو کې دوی د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو څخه تېر شول.

ورځپاڼه لیکی چې د سولې د کاروان غړی وایی چې طالبانو هم ورته ویل چې نور له جګړې ستړی دی او نور نهشی کولای د هغو کسانو تر قوماندې لاندې عمل وکړی چې دوی یې نه پېژنی.

ورځپاڼې لیکلی دی چې د سولې کاروان په لومړی سر کې له اوو کسانو څخه ترکیب شوی وو، خو کابل ته پر لاره نور کسان هم ورسره یو ځای کېدل او اوس یې شمېر اووه اویا کسانو ته رسېږی.

انیس

انیس دولتی ورځپاڼې بیا پر خلکو غږ کړی دی چې د هلمندیانو د سولې له کاروان سره یو ځای شی او د دې ملی خوځښت له لارې دې په هېواد کې اعلان شوې لنډ مهال اوربند په تلپاتې اوربند بدل کړی.

ورځپاڼې لیکلی دی، که څه هم ځینی ډلې شته چې د پردیو په لمسون د جګړې د دوام زمینه برابروی، خو د ورځپاڼې په وینا اوس نو هغه وخت تېر شوی دی او سولې ته د خلکو او حکومت اراده له بل هر وخت نه زیاته غښتلی ده.