مطبوعاتو ته کتنه
د تهران چاپ د اطلاعات په ورځپاڼه کی دا خبر تر سترګو کیږی: « امریکا د بشری حقونو له شورا څخه ووته ».
د تهران چاپ د اطلاعات په ورځپاڼه کی دا خبر تر سترګو کیږی: « امریکا د بشری حقونو له شورا څخه ووته ».
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې« نیکی هیلی » پرون سې شنبه اعلان وکړ؛ چې هېواد یې په دې خاطر د ملګرو ملتونو د بشری حقونو له شورا ووت چې د دې په خبره دې شورا د اسرائیل پر ضد دریځ نیولی و او اصلاحاتو تهیې اړتیا درلوده.
د اسرائیل لمړی وزیر« بنیامین نتانیاهو » د امریکا د ولسمشر
ډونالد ټرمپ د ادارې دا پرېکړه ستایلې ده.
د ملګرو ملتونو د بشری حقونو د شورا مشر رعد الحسین بیا دا پرېکړه خواشینوونکې بللې ده.
اروپایی ټولنې ویلی:
«د ملګرو ملتونو د بشری حقونو له شورا څخه د امریکا د ایستلو په اړه د ولسمشر ډونالد ټرمپ پرېکړه به په نړیواله کچه د ډموکراسۍ د ملاتړی او اصلی لوبغاړی په توګه د امریکا رول تر سیوری لاندې راولی».
اروپایی ټولنې ویلی چې ټول ۲۸ غړی هېوادونهیې د ملګرو ملتونو د بشری حقونو شورا ته ژمن پاتې کېږی.
د ملګرو ملتونو د بشری حقونو شورا په ۲۰۰۶ میلادی کال کې جوړه شوه او واشنګټن، د« جورج ډبلیو بوش » د ولسمشرۍ په دوره کې پهکې ګډون ونهکړ، خو باراک اوباما په ۲۰۰۹ میلادی کال کې له دې شورا سره د امریکا د یوځای کېدو غوښتنه وکړه.
*******
د تهران چاپ د جام جم ورځپاڼی په نړیوالو خبرونو کی لولو:
« اشرف غنی د طالبانو مشر مخامخ خبرو او یو کال اوربند کولو
ته وباله »
د افغان رسندویو له راپور سره سم د افغانستان ولسمشر اشرف غنی د طالبانو له مشره وغوښتل چې که په سمه کې وی او که غره کې خبرو کولو ته ورسره تیار دى او که طالبان یې ومنی، د یو کال لپاره اوربند کولو ته چمتو دى.
نوموړى په کابل کې د هلمندیانو د سولې کاروان تمځاى ته ورغلى وو او هلته یې دا څرګندونې کړې دی.
د هلمندیانو د سولې کاروان چې له ښکېلو لوریو څخه سوله غواړی، ٣٨ ورځې مخکې په هلمند کې د پلی تګ مدنی خوځښت پیل کړ او پرون د کابو ۷۰۰ کیلومتره واټن په وهلو سره کابل ته ورسېدل. دغه کاروان لکه څنګه چې د لارو په اوږدو کې په هر ولایت کې د خلکو له تاوده هرکلی سره مخامخ کېدل، په کابل کې یې هم خلکو او مدنی فعالانو هرکلى وکړ.
اشرف غنی د دې کاروان د وړاندیزونو په ځواب کې وویل چې اوربند یې اعلان کړى او که طالبان یې ومنی، د یو کال لپاره اوربند کولو ته چمتو دى.
ده طالبانو ته په خطاب کې وویل: "که ادرس غواړئ، زه مو
ادرس یم. څوک راسره کېنی؟ مولوی صاحب هیبت الله راسره کېنی، رادې شی بې له قیده شرطه دې راسره کې نی، دا زما وړاندیز دى، چېرې تیار دى چې ما او عبدالله سره کېنی، ادرس دې مشخص کړی، زما ادرس د افغانستان د ولسمشر ادرس دى."
*******
د تهران چاپ د جمهوری اسلامی ورځپاڼی په یو راپور کی لیکل شوی دی:« هند په بلخ کې د څلورو میلیونو ډالرو په ارزښت د دوو پروژو د بنسټ ډبره کېښوده ».
په افغانستان کې د هند سفیر« وینی کومار » بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترځ کې د څلورو میلیونو ډالرو په ارزښت د دوو پروژو د بنسټ ډبره کېښوده.
کومار د دغو پروژو د بنسټ ډبرو د کېښودو په مراسمو کې د وینا مهال وویل، چې حکومت به یې په مزار شریف ښار کې د کرکټ د یوه مجهز میدان او د ۸،۲ متره سړک د جوړولو لپاره څلور میلیون ډالره ولګوی.
د بلخ والی« اسحاق رهګذر »په دغو مراسو کې د وینا پر مهال
وویل، چې دواړه پروژې به تر راتلونکی یوه کاله پورې ګټې
اختیستنې ته وسپارل شی.
هند په تېرو شپاړس کلونو کې د افغانستان په بیارغونه شاوخوا دوه میلیارد ډالر لګولی، د ملی شورا ودانۍ، سلما بند او د زرنج – دلارام لویه لار هغه سترې پروژې دی چې د هند له خوا پرې سلګونه میلیون ډالر لګول شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۱۶ میلادی کال په پایله کې هم د هند حکومت د افغانستان لپاره د یو میلیارد ډالرو په ارزښت د مرستو یو نوې بسته اعلان کړه.
******
اوس هم د کابل چاپ ورځپاڼی را اخلو چی د افغانستان د بدلونونو په هکله یی څه لیکنی کړی دی:
د کابل د نن ورځې چاپی ورځپاڼو پاکستان ته د لوړپوړی افغان پلاوی د سفر او له وسلهوالو طالبانو سره د اوربند په نتېجو مقالې او تبصرې خپرې کړې دی.
ویسا
له پاکستان سره څه معامله روانه ده؟ تر عنوان لاندې د ویسا خپلواکې ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلی دی؛ چې په وروستیو کې د سولې د خبرو او له پاکستان سره د اړیکو او راشه درشې په اړه له اټکل لیرې خبرونه خپرېږی.
سرمقاله لیکونکی پوښتنه کوی چې له پاکستان سره په څه خبرې
روانې دی؟ او د ملا فضلالله له وژلو پرته اسلاماباد نور کوم امتیاز غواړی او څه به افغانستان ته ورکوی؟
په سرمقاله کې وړاندې راغلی، که خبره د یوې ډلې طالبانو د سولې له بهیر سره د یوځای کېدو وی او د داعش په شکل کې جګړه دوام کوی، نو دا کومه لویه لاسته راوړنه نه ده، بلکې د ولس له احساساتو سره لوبې کول دی.
د سرمقالې لیکوال وړاندیز کوی چې ولس ته باید روښانه شی چې له پاکستان سره د سولې او جوړ جاړی په نوم څه روان دی؟
دنیا
دنیا خپلواکې ورځپاڼې هم پهدې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلی
دی چې سوله د ملت اصلی غوښتنه ده، خو له پاکستان سره د
افغانانو پر ملی ګټو د معاملې په قیمت نه!
په سرمقاله کې وړاندې راغلی دی چې د حکومت مشران باید پهدې پوه شی چې افغانان سوله غواړی، خو پهدې قیمتیې نهغواړی چې پاکستان ته له هر څه ورتېر شو.
که څه هم د سرمقالې لیکوال دا نهدی لیکلی چې پهدې برخه کې له څه اندېښنه لری، خو زیاته کړې یې ده چې افغانان سرې کرښې او ملی ګټې لری او هېڅچا ته اجازه نهورکوی چې معامله پرې وشی.
په سرمقاله کې وړاندیز شوی چې افغان حکومت باید د سولې په برخه کې دقیق واوسی او هر څه چې کوی باید د افغانستان ملی ګټې او سرې کرښې په نظر کې ونیسی او مخ په وړاندې قدم واخلی.
هېواد
هېواد دولتی ورځپاڼه بیا په خپله سرمقاله کې د تېر کوچنی اختر په درېیو ورځو کې د حکومت او وسلهوالو طالبانو ترمنځ د شوی اوربند ګټو ته تم شوې ده.
ورځپاڼې لیکلی دی چې د اوربند پراخ هرکلی د وسلهوالو طالبانو
فکرونه هم بدل کړی دی.
په سرمقاله کې وړاندې راغلی دی:
"سره لهدې چې وسلهوالو طالبانو د اوربند له پای ته رسېدو وروسته خپلې حملې یو وار بیا پیل کړی، خو یو زیات شمېر طالبان په ښارونو کې پاتې شول او بېرته جګړې ته ونهګرځېدل."
د سرمقاله لیکونکی د معلوماتو له مخې چې لا هم په یو شمېر ولایتونو کې زیات شمېر طالبان د خپلو مشرانو د جګړې امر نهمنی، او له خلکو او افغان حکومت سرهیې خبرې روانې دی.
په سرمقاله کې راغلی چې د اوربند په ورځو کې ولس او حکومت له جګړې د ستړی طالب ښه هرکلی وکړو، خو برعکس د دې ډلې مشرانو، دغه طالبانو ته د سزا ورکولو خبره وکړه چې دې حالت په طالبانو کې درزونه پیدا کړل.