امریکا د بشری حقونو شورا څخه ووته
https://parstoday.ir/ps/news/world-i73644-امریکا_د_بشری_حقونو_شورا_څخه_ووته
امریکا د ملګرو ملتونو د بشری حقونو له شورا څخه ووته. د رسنیو د راپور په اساس، په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې « نیکی هیلی » پرون سې شنبه اعلان وکړ چې هېواد یې په دې خاطر د ملګرو ملتونو د بشری حقونو له شورا ووت چې د دې په خبره دې شورا د اسرائیل پر ضد دریځ نیولی و او اصلاحاتو ته‌یې اړتیا درلوده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 20, 2018 08:15 Asia/Kabul
  • امریکا د بشری حقونو شورا څخه ووته

امریکا د ملګرو ملتونو د بشری حقونو له شورا څخه ووته. د رسنیو د راپور په اساس، په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې « نیکی هیلی » پرون سې شنبه اعلان وکړ چې هېواد یې په دې خاطر د ملګرو ملتونو د بشری حقونو له شورا ووت چې د دې په خبره دې شورا د اسرائیل پر ضد دریځ نیولی و او اصلاحاتو ته‌یې اړتیا درلوده.

د اسرائیل لمړی وزیر« بنیامین نتانیاهو » د امریکا د ولسمشر «ډونالد ټرمپ» د ادارې دا پرېکړه ستایلې ده.

د ملګرو ملتونو د بشری حقونو د شورا مشر« رعد الحسین » بیا دا پرېکړه خواشینوونکې بللې ده.

اروپایی ټولنې ویلی:

« د ملګرو ملتونو د بشری حقونو له شورا څخه د امریکا د ایستلو په اړه د ولسمشر ډونالد ټرمپ پرېکړه به په نړیواله کچه د ډموکراسۍ د ملاتړی او اصلی لوبغاړی په توګه د امریکا رول تر سیوری لاندې راولی ».

اروپایی ټولنې ویلی چې ټول ۲۸ غړی هېوادونه ‌یې د ملګرو ملتونو د بشری حقونو شورا ته ژمن پاتې کېږی.

د ملګرو ملتونو د بشری حقونو شورا په ۲۰۰۶ میلادی کال کې جوړه شوه او واشنګټن د« جورج ډبلیو بوش » د ولسمشرۍ په دوره کې په‌کې ګډون ونه‌کړ، خو بارک اوباما په ۲۰۰۹ میلادی کال کې له دې شورا سره د امریکا د یوځای کېدو غوښتنه وکړه.