دملګروملتو دبشری حقوقو له شورا د امریکا وتل او دهغو پایلې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i73654-دملګروملتو_دبشری_حقوقو_له_شورا_د_امریکا_وتل_او_دهغو_پایلې
په ملګروملتو کې د امریکا ا ستازې نیکی هیلې دملګروملتو دبشری حقوقو له شورا سره د دغه شان چلند په توجیه کې مدعی شوی ، دهغه څه په وړاندې د دغې شورا چپتیا چې هغې دایران او ونزویلا په څیر په هیوادونو کې د بشری حقوقو خلاف ورزی بللې ، واشنګټن له دغې شورا د وتلو فیصله کړې ده .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 20, 2018 10:56 Asia/Kabul
  • دملګروملتو دبشری حقوقو له شورا د امریکا وتل او دهغو پایلې

په ملګروملتو کې د امریکا ا ستازې نیکی هیلې دملګروملتو دبشری حقوقو له شورا سره د دغه شان چلند په توجیه کې مدعی شوی ، دهغه څه په وړاندې د دغې شورا چپتیا چې هغې دایران او ونزویلا په څیر په هیوادونو کې د بشری حقوقو خلاف ورزی بللې ، واشنګټن له دغې شورا د وتلو فیصله کړې ده .

امریکا یوه بل نړیوال اورګان څخه  هم ووتله . دې ځل  وار د  دملګروملتو د بشری حقوقو  د شورا ، چې  دخورا ستر نړیوال ا ورګان تر نظر لاندې د  بشری حقوقو په موضوعګانو د غور تر ټولو اصلی اورګان دی، راورسید؛ څو دامریکا حکومت ترې ووځی .

  په ملګروملتو کې د امریکا  ا ستازې نیکی هیلې   دملګروملتو  دبشری حقوقو له شورا سره د دغه شان  چلند په توجیه کې مدعی شوی ، دهغه څه په وړاندې د دغې شورا چپتیا چې  هغې  دایران او ونزویلا په څیر  په هیوادونو کې د بشری  حقوقو  خلاف ورزی بللې ،  واشنګټن  له دغې شورا د وتلو فیصله  کړې ده .  هغې  همداراز  وئیلی دی ، دفلسطنیانو په وړاندې د صهونیسټی رژیم  په وسیله  دبشری حقوقو  په خلاف ورزیو  دملګروملتو دبشری حقوقو  د شورا بیا بیا  نیوکې  د دغه شان فیصله  کولو لپاره  یو بل اساس دی .

 البته دامریکا حکومت ،  په همداوروستیو کلونو کې  په ځلونو هڅه کړې ده د بشری حقوقو د نورو  اورګانونو په څیر دملګروملتو  دبشری حقوقو  دشورا لور نیونې  هم دخپلو ګټو په اساس برابرې کړی  او له دوی  هم د  خپلو متحدانو د هڅولو  او د دښمنانو د رټلو  لپاره   ورځینی د بهرنی سیاست په توګه استفاده وکړی  .  په عین حال کې   دبشری حقوقو له موضوع ، په تیره بیا  د  صهونیسټانو له خوا  د  نه انکاریدونکو بشری حقوقو   دخلاف ورزیو او وحشی ډوله جنایتونوپشمول  له موضوعګانو د  امریکا  نا وړه استفادې، د نړۍ د زیاتره هیوادونو  دمقاومت  لامل شوی دی . له دې امله   دملګروملتو دبشری حقوقو د شورا په څیر له اورګانه  د امریکا دناسمې استفادې  په دوام کې  د دغه هیواد دحکومت له ناکامۍ وروسته ،  له دغې  نړیوالې شورا   د وتلو  لارې ته مخه  شوه  ؛  هماغه ډول چې دپاریس  دآب وهوا له تړونه ، دټرانس له  تجارتی تړونه، له پسیفیک  تړونه ،  د یونسکو له ادارې  او دغه راز  له ایران  سره  له شوی    نړیوالې ایټمی موافقې  امریکا  وتلې ده   . 

  دملګروملتو  دشری حقوقو  له دغه تر ټولو لوړ اورګان سره دغه  غلیمانه کړچار  او کړنې ، په داسې حال کې د واشنګټن  له خوا غوره کیږی ، چې  دامریکا په جنوب کې  له  غیر قانونی کډوالو مور پلاره د  ماشومانو  اجباری جلاکیدا او دهغو نیول کیدا ،  دنړیوال نفرت او کرکې اوغوسې څپه راولاړه کړې ده .   دامریکا په داخل او بهر کې ،  حقیقی اوحقوقی  شخصیتونو   دغه  شان کړچار ، دانسانی حقوقو، انسانیّت  او  اخلاقو  ښکاره خلاف ورزی  بللې ده او دا ئې  د دوهم نړیوال جنګ    په پړاؤ کې  دنازیانو  ظالمانه عملونو او  چلندونو ته ورته بللی دی .

 د ملګروملتو دبشری حقوقو   د چارو لوړ کمیشنر  زید رعد  الحسین  په دې باب وائی ،   له امریکا غواړو ، له  هغو کډوالو  مورپلاره  د ماشومانو اجباری  جلاکیدا  نامناسب سیاست دې ، چې  له میکیسکو  امریکا  ته واردیږی ، ودروی .

  داپه داسې حال کې دی ، چې  دامریکا په وسیله  دبشری حقوقو خلاف ورزۍ    یوازې د واړو ماشومانو  نیولو او دهغوی زندانی کولو ته نه محدودیږی ، بلکې  په تیرو دوو لسیزو کې له امریکا په داخل او بهر کې  د  د دغه هیواد حکومتی له خوا دغه شان ډیر چلندونه  لیدل شوی دی . د کیوبا  په ګوانتاناموکې  بدنام بند ، دعراق  په ابوغریب کې  وحشتناک بند او  د افغانستان په بګرام کې  ویرونکی بند  جوړول ،په اوبو کې په مصنوعی ډول      ډوبول ، دپټو بندونو جوړول، په امریکا کې د  دځینو تور پوستو ځوانانو  د ژوند په حق د سترګو پټول،  دمهاجرت  غیر  انسانی سیاستونه،دنړۍ په ګوټ ګوټ کې  له  ښآریزو د  خبرو او ټیلیفونونو آوریدل  او دهغو جاسوسی کول  او  په نهایت کې  د بحرین ، سعودی عربستان  او وحشی صهونیسټی رژیم  په څیر د  بشری حقوقو له خلاف ورزی کونکو  هیوادونو سره ملګرتیا ،  د امریکا د حکومت له خوا دبشری  حقوقو  یوازې څو موردونه شمیرل کیږی .  له دې امله  به څه د حیرانتیا خبره نه وی ، چې   په نړۍ کې د بشری حقوقو  له خورا اصلی خلاف ورزی  کونکی  هیواد  چې  اتفاقا ،  هڅه کوی ،  دبشری حقوقو   په موضوع کې د نورو  هیوادونو په وړاندې   د پلټونکی ، قاشی او څارنوال  رول ولوبوی ،  دملګروملتو د بشری حقوقو  له   خورا ستر او نړیوال اورګانه ووځی .  په دغه شان فیصلې سره به ،   دبشری حقوقو  له خلاف ورزی کونکو هیوادونو څخه  په لاچورلټ ډول  په ملاتړ او دغه راز د بشری حقوقو په پراخوخلاف ورزیوکې دامریکا  د حکومت لاسونه  لازیات  خلاص  شی .